ایراني چارواکی: طالبان ان یو څاڅکی اوبه هم د ایران پر لور نه پرېږدي
د ايران پارلمان د اوبو، طبيعي زېرمو او کرنې د کمېسيون يو غړی اردقلي ابراهیمي وایي، طالبانو له ایران سره د اوبو په برخه کې لا تراوسه خپل تعامل نه دی عملي کړی. د نوموړي په خبره، طالبان د هلمند له سیند څخه یو څاڅکی اوبه هم د ایران پر لور نه پرېږدي.
هغه له اېراف خبري اژانس سره مرکه کې ویلي: «وچکالي هم خپل حد او اندازه لري؛ هغه اوبه چې په لوړو سيمو کې شته او ان وروستی بند چې د پولې ترڅنګ په صفري کرښه کې جوړ شوی، د دې لامل شوی چې ټولې اوبه او روانې سېلابي اوبه واړول شي؛ يعنې ان يو څاڅکی اوبه هم د ايران پر لور نه پرېږدي».
نوموړي د هلمند له سيند څخه د ايران د شاوخوا ۸۲۰ ميليونه مکعب مترو قانوني حق پر ټينګار سره د اوبو په ډيپلوماسۍ کې د اړوندو ادارو د جدي تعقيب غوښتنه وکړه.
نوموړي د ايران د چاپېريال ساتنې ادارې د مشرې شینا انصاری د هغو څرګندونو په اړه چې له طالبانو سره يې د حقابې پر سر د خبرو يادونه کړې وه، وويل: «دا موضوع د نړۍوال هامون تالاب پورې تړاو لري؛ هغه تالاب چې د سيمې له مهمو طبيعي زیستچاپېريالونو څخه ګڼل کېږي او د ايران او افغانستان پر ګډه پوله پروت دی». هغه زیاته کړې، له همدې امله د اوبو په ډيپلوماسۍ کې بايد جدي هڅې وشي او ادارې لکه د چاپېريال ساتنې سازمان، د برېښنا او اوبو وزارت او د بهرنيو چارو وزارت بايد په کلکه خپل حق وغواړي.
د ایران د پارلمان دې غړي د طالب چارواکو د وچکالۍ د ادعاوو په ځواب کې وويل: «افغاني لوری معمولاً وخت ټاکي او وايي چې غواړو شرايط وڅېړو، خو حقيقت دا دی چې موضوع روښانه ده. وګورئ، په کجکي بند او کمالخان بند کې په عملي ډول ټولې اوبه زېرمه او مهار شوې دي».
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمخه څو څو ځله ایراني چارواکو ویلي چې د هلمند سیند د حقابې په تړاو یې له طالبانو سر خبرې اترې کړې دي او همداراز د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم منلې، چې د اوبو د ډېروالي په صورت کې له ایران سره په دې برخه کې همکاري کولای شي.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو تر شا استعماري قوت دی، پخوا دغه ډول چارې انګرېزانو کولې او اوس د امریکا پالیسي ده. نوموړی روان وضعیت د امریکا په ګټه ګڼي او دواړه لوري خبرو ته رابولي.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر مولانا سراجالحق چې څه موده مخکې د طالبانو په بلنه افغانستان ته سفر کړی و، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د خپلې «ماتې» غچ اخیستنې لپاره غواړي افغانستان او پاکستان په جګړه کې وي.
سراجالحق وايي: «امریکا پر دې پوهه ده چې په ډاګه نه پاکستان او نه هم افغانستان ته نقصان رسولی شي، لهذا هغه د خپل درد د کمولو لپاره ښه لاره ورته دا ښکاري چې دغه دواړه ملکونه له یو بل نه په فاصله کې شي او له یو بل سره په جنګ کې شي».
مولانا سراجالحق وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې تر شا د امریکا لاس دی او زیاتوي: «فکر کوم چې په دې علاقه کې چې څومره شخړې دي د دې تر شا هغه د استعمار سوچ او استعماري قوت دی. پخوا یې هم همدا کار کړی دی. انګرېز چې کله هند ته راته دلته واړه ریاستونه او نوابۍ وې، ښه په خوند او رنګ یې ژوند تېراوه، هغوی یې له یو بل سره وجنګول او بیا یې پر ټول هند قبضه وکړه. اوس د امریکا هماغه پالیسي ده».
د هغه په باور، د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه کې د امریکا ګټه ده او په وینا یې: «چېرته چې جنګ کېږي نو مړي د ځايي خلکو کېږي، خو کارخانې د اسلحې د امریکې چلېږي.»
مولانا سراجالحق تر دې مخکې د روان کال د لړم په ۲۱مه په پښتونخوا کې د امن جرګې پر مهال وینا کې ویلي وو، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د هند په ګټه ده.
نوموړي یو ځل بیا په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره له طالبانو د مرستې غوښتنه وکړه او په باور یې، پاکستان او افغانستان په یوازې سر امن نهشي راوستلی او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو ټينګار لري.
مولانا سراجالحق وايي: «موږ افغانستان ته هم دا خبره کوو چې په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره دې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره تعاون وکړي. دواړه ملکونه باید دا یوه مشترکه مسله وګڼي او د دې خاورې د پرمختګ لپاره امن ضروري دی او امن نه پاکستان او نه افغانستان په یوازې سر راوستی شي».
سراجالحق د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو له لارې د روانو ناندریو د حل غوښتنه لري او زیاتوي: «موږ دواړو ته وایو چې د دې پر ځای چې تاسې لوی طاقتونه سره کېنوي او د خبرو مېز ته مو راوغواړي، ولې په خپله نهکېنئ او خپلې مسلې خپله ولې نه حل کوئ».
نوموړی پرته له دې چې د ټيټيپي نوم واخلي وايي، په پاکستان کې د هر ډول ترهګرۍ خلاف دی او په باور یې، دمګړی پاکستان له ډېر لوی سرخوږي سره مخ دی او هره ورځ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې بریدونه کېږي او زیاتوي: «د دغو بریدونو تر شا یو سټلایت سیستم دی، داسې ساده نظام نهدی. هغوی ته موږ دعوت ورکوو چې په جمهوري لاره او د عوامو په رایه خپلې اجنډا عملي کړي. نو که دوی دا کار د هر چا په وینا کوي، که امریکا یا بل هر چا په وینا کوي، پایله یې نه د هغوی په ګټه ده او نه هم د پاکستان».
هغه په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له جګړې مخکې د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه ۲ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو ته رسېده، خو اوس دغه بهیر راپرېوتی دی.
مولانا سراجالحق د افغانستان په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې هم وغندلې او په وینا یې «[خواجه اصف] هر څه یې چې ویلي دي غلطې خبرې یې کړې دي».
افغانستان د څو بهرنیو مداخلو او جګړو کوربه پاتې شوی، خو له زیانونو سره، هېڅ حاکم نهدی توانېدلی چې د جنګي غرامت موضوع راپورته کړي. داخلي بېثباتي، کمزوری دولتي بنسټ، پټ توافقات او نړۍوالې انزوا همېشه خاموشي خپره کړې.
دا یو تاریخي درس او د افغانستان د انزوا تکرارېدونکی سرنوشت دی.
یوې تاریخي کیسې ته تم کیږو؛ د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په لسمه، په کابل کې د شوروي اتحاد سفارت د ولسمشر ډاکتر نجیبالله له دفتره د بېړني ملاقات غوښتنه کوي. په همدې ورځ د شوروي اتحاد لوړپوړی پلاوی —یولي وارنسوف، د ۴۰م پوځ قوماندان جنرال بوریس ګروموف او د شوروي پوځونو مشر سلاکار والنتین وارنیکوف—له ولسمشر نجیب الله سره ډېر مهم سیاسي بحث کوي. دا هغه وخت و چې شوروي پوځونه د وتلو وروستیو شېبو ته رسېدلي وو او د مسکو لپاره د جګړې سیاسي او حقوقي اغېزې خورا حساسې شوې وې.
د ډاکتر نجیبالله د دفتر رییس اسحاق توخی په خپل کتاب «د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ» کې لیکي، چې د شوروي پلاوي اصلي هدف دا و چې ولسمشر نجیبالله یو رسمي سند لاسلیک کړي. د سند غوښتنه دا وه، چې افغانستان به د شوروي اتحاد پر وړاندې هېڅ ډول جنګي غرامت، جبران او یا رسمي ادعا نهکوي. په ساده ژبه، شوروي غوښتل د لس کلنې جګړې ټول حقوقي عواقب د یوې امضا په بدل کې پای ته ورسوي.
اسحاق توخی زیاتوي، چې ډاکتر نجیبالله دا غوښتنه رد کړه. هغه دلیل وړاندې کړ، چې دا ډول ملي پرېکړه د ولسمشر په صلاحیت کې نهده؛ یوازې لویه جرګه یې کولی شي.
د نجیب الله دغه دریځ هم قانوني ارزښت درلود او هم سیاسي حساسیت.
شوروي اتحاد داسې انګېرله، که د نجیبالله حکومت ډېر ژر سقوط وکړي، مجاهدین ښايي د شوروي له یرغل څخه د جنګي غرامت غوښتنه وکړي. خو کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل، نه دا غوښتنه وشوه او نه یې د غرامت موضوع تعقیب شوه.
تاریخي تکرار
دا پېښه بېسارې نهوه. په نولسمه او شلمه پېړۍ کې برېتانویانو هم د افغانستان له شاهانو ورته تضمین غوښتې و، څو د خپلو یرغلونو او جګړو مسوولیت په بشپړ ډول له ځانه لرې کړي. افغان لوري هغه وخت هم ورته ځواب ورکړی و: دا واک یوازې د ملت دی.
دا موضوع د ۲۰۲۰م کال د دوحې په مذاکراتو کې هم راپورته شوې وه. د جمهوري نظام د سولې د ټیم یو غړی وايي، چې په دوحې تړون کې د جنګي غرامت موضوع د پټو ضمایمو برخه وه او طالبانو پر دې هوکړه کړې وه، چې دوی به له امریکا او ناټو څخه د جګړې تاوان نهغواړي.
دا ټول مثالونه یو ګډ ټکی لري: هر بهرنی قدرت، چې په افغانستان کې دخیل وي، هڅه کوي د جګړې د هر ډول حقوقي تعقیب مخه مخکې له مخکې وتړي.
خو اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې افغان حکومتونه له جګړو وروسته دومره منزوي وي، چې د غرامت نوم هم نهشي اخیستلی؟
دا مساله څو ژور تاریخي، سیاسي او حقوقي ریښې لري:
۱. حکومتونه اکثراً د جګړې له لارې رامنځته شوي وي
د طالبانو اوسنۍ واکمني یې تازه مثال دی. نه نړۍوال مشروعیت لري او نه د قانوني دعوو د تعقیب ظرفیت پهکې موجود دی. کله چې دولت د مشروعیت له بحران سره مخ وي، د نړۍوالو پر وړاندې د ادعا کولو ځواک هم نهلري.
د برېتانویانو له مداخلې وروسته د امانالله خان پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي ذهنیت او پر هغه د الحاد تور پورې کولو پر هغه د ولس باور کم کړ او په نړۍواله کچه یې هم منزوي کړ، له شوروي مداخلې وروسته کورنی جنګ، د امریکا په مشرۍ د ناټو له مداخلې وروسته ګډوډي او بیا د طالبانو راتګ. دا تسلسل، حکومتونه کمزوري او ناپایدار ساتي.
۳. د لویو قدرتونو سیالۍ افغانستان نیابتي میدان ګرځوي
کله چې دولت د یوه قدرت پر ملاتړ ولاړ وي، د بل قدرت له ملاتړه بېبرخې کېږي. نو د غرامت هر ډول بحث نړۍوال فشارونه لا پسې حساسوي. غوره بېلګه یې د طالبانو حکومت دی، مخکې له دې چې واک ته ورسیږي، څو ځله یې د رهبرۍ په کچه د غرامت موضوع یاده کړې وه، خو د دوحې له تړون او واک ته له رسېدا وروسته یې ان یو ځل هم د غرامت مساله یاده نهکړه.
۴. دولتونه له بشپړ داخلي مشروعیته محروم وي
یو دولت چې د ټول ملت استازیتوب ثابت نهشي کړی، د نړۍوالو په سترګو کې د دعوې قانوني ظرفیت له لاسه ورکوي. د برهانالدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت او د ملا هبتالله په مشرۍ د طالبانو حکومت د افغانستان د ټول ملت استازیتوب نهدی ثابت کړی، نو له همدې امله د ځان د بقا په موخه د غرامت مساله یاده شوې نه وه/ ده.
۵. د دولتونو ناپایداري د حقوقي تعقیب لړۍ شنډوي
افغانستان په څو لسیزو کې د سیاسي نظامونو مسلسل بدلونونه لیدلي، شاهي نظام په جمهوري نظام بدل شوی، جمهوري په کمونیستي اوښتی، ورپسې د نظام بڼه مجاهدینو بدله کړه، بیا پسې افغانستان طالبي نظام تجربه کړ او په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان یو ځل بیا د جمهوري نظام تجربه کړ او دا دی اوس یو ځل بیا افغانستان د طالبي نظام تر کنټرول لاندې دی.
دا ناپایداره بدلون د دې سبب شوی، چې هر حکومت د ځان د بقا لپاره هر ډول معاملې ته تیار شي او داسې موضوع په نړۍواله کچه راپورته نهکړي، چې پر دوی د نړۍوال فشار سبب شي.
په داسې شرایطو کې نه د نړۍوال حقوقي اسناد تنظیمیږي، نه قانوني تسلسل موجود وي او نه نړۍوالې محکمې دولت د اعتبار وړ ګڼي.
که په لنډه یې ووایو، افغانستان تل جګړو زیانمن کړی، خو د دې زیانونو جبران هېڅکله نهدی اخیستل شوی. دا د هېواد په سیاسي تاریخ کې یو تکرارېدونکی، دردناک او مهم درس دی: کله چې ملت او دولت کمزوري وي، د جګړې قربانیان دعوه نهشي کولی، چې ولې مې کور وران شو او ولې ووژل شوم؟