• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې او اوکراین د سولې خبرې له دوه ساعته بحثونو وروسته ناڅاپه پای ته ورسېدې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې د چارشنبې په ورځ په جنیوا کې تر دوه ساعته بحثونو وروسته ناڅاپه پای ته ورسېدې. د اوکراین ولسمشر وویل چې خبرې «ستونزمنې» وې او روسیه هڅه کوي د څلور کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره روان بهیر وځنډوي.

دغه خبرې چې د امریکا په منځګړیتوب کېدې، په داسې حال کې روانې وې چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې دوه ځله ویلي وو چې د خبرو د بریالیتوب لپاره باید اوکراین او زیلینسکي عملي ګامونه واخلي.

زیلینسکي د چارشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل: « پرونۍ غونډې رښتیا هم ستونزمنې وې او موږ ویلی شو چې روسیه هڅه کوي هغه مذاکرات وغځوي چې لا دمخه وروستي پړاو ته رسېدلی شوای».

له دې څرګندونو څو دقیقې وروسته، د روسیې دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې خبرې پای ته رسېدلې دي.

د روسیې د مرکچي پلاوي مشر ولادیمیر میدنسکي خبریالانو ته وویل چې نورې خبرې به ژر وشي، خو نېټه یې و نه ښوده.

یو اوکرایني چارواکي تایید کړه چې د جنیوا خبرې «شاوخوا دوه ساعته» وغځېدې.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: شخړې او بې‌ثباتي د مېندواره ښځو ژوند ته جدي ګواښونه پېښوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ښيي، چې په جګړه‌ځپلو او بې‌ثباته هېوادونو کې د مېندواره ښځو د مړینې کچه د نورو هېوادونو پرتله پنځه برابره لوړه ده او شاوخوا دوه پر درېیمه برخه د ټولې نړۍ مېرمنې د مېندوارۍ پرمهال په دغه سیمو کې مري.

څېړنې ښيي، چې په جګړه‌ځپلو او بې‌ثباته هېوادونو کې د روغتیايي نظام کمزورتیا د مېندواره ښځو د مړینې اصلي لامل دی. د راپور پربنسټ؛ یوازې په ۲۰۲۳کال کې په دغه سیمو کې شاوخوا ۱۶۰زره ښځې د مخنیوي وړ مېندوارۍ ستونزو له امله مړې شوې، چې دا د نړۍ د ټولو مېرمنو د مړینې شاوخوا ۶۰ سلنه برخه جوړوي.

په جګړه‌ځپلو هېوادونو کې د مړینې کچه ۵۰۴ ته رسېږي، په داسې حال کې چې په ټولنیز او ادارتي لحاظ بې‌ثباته هېوادونو کې دغه کچه ۳۶۸ ده او په باثباته هېوادونو کې یوازې ۹۹ ته رسېږي.

د یاد سازمان په خبره؛ د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او لومړني روغتیايي خدماتو پانګونه په ځانګړي ډول په جګړه‌ځپلو او بې‌ثباته سیمو کې د مېندواره ښځو د ژوند ژغورنې لپاره حیاتي اهمیت لري. دارنګه د معلوماتو راټولول او د روغتیايي نظامونو انعطاف منونکی جوړښت کولی شي د مړینې د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړي، حتی په تر ټولو ننګونکو چاپېریالونو کې.

علیمه خان: د عمران خان په درملنه کې پر دولتي روغتونونو او ډاکټرانو باور نه‌لرو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان کورنۍ د هغه د روانې درملنې پر څرنګوالي نیوکه لري او غوښتنه کوي، چې کورنۍ ته دې د درملنې په بهیر کې د ګډون او څار اجازه ورکړل شي.

د عمران خان خور علیمه خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی په هېڅ دولتي روغتون او یا هم هغو ډاکټرانو چې له حکومتي بنسټونو سره تړاو لري؛ باور نه‌لري. هغې ټینګار کړی، سره له دې چې هغوی خپل کورني ډاکټران ور پېژندلي وو؛ خو اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د عمران خان درملنه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، له څو ورځو راهیسې دا خبرې کېږي چې ګواکې عمران خان به روغتون ته ولېږدول شي. د هغې په وینا؛ تر دې وړاندې هم ویل شوي و، چې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه به یو راپور خپور شي؛ خو خپور شوی راپور «ناسم» دی، ځکه په راپور کې د درملنې واضح پلان نه‌دی ذکر شوی.

علیمه خان پوښتنه کړې، که مسوولین باور لري چې د عمران خان درملنه په سمه توګه روانه ده؛ نو ولې یې جزییات له خلکو پټ ساتي؟ هغې د عمران خان له پلویانو غوښتي، چې سړکونو ته راووځي او د هغه د مناسبې او شفافې درملنې لپاره غږ پورته کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بشري حقونو شورا هم د عمران خان د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. همداراز د هغه وکیل ویلي و، چې د عمران خان ښۍ سترګه د ړندېدو له جدي ګواښ سره مخ ده.

امریکا وایي تهران د اټومي وسلو په اړه د ټرمپ شرطونه نه‌دي منلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۰

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس وایي، واشنګټن غواړي د ایران موضوع د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي؛ خو د اړتیا په صورت کې به امریکا له پوځي ځواک هم کار واخلي.

هغه له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا حکومت هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام مسله د خبرو له لارې حل کړي؛ خو ټول انتخابونه لاهم پر مېز دي. نوموړي زیاته کړې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران لپاره روښانه سرې کرښې ټاکلې چې تر ټولو مهمه یې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو مخنیوی دی.

د هغه په وینا؛ ایران لاتراوسه چمتو نه‌دی چې دغه شرایط ومني. وېنس ویلي، په جېنوا کې له ایران سره شوې خبرې «له یوه اړخه مثبتې» وې او دواړو لوریو هوکړه کړې چې بیا به سره وګوري؛ خو دا هم څرګنده وه چې تهران لا د امریکا ټاکلې کرښې نه‌دي منلي.

د امریکا مرستیال ولسمشر خبرداری ورکړی، که ایران اټومي وسلو ته ورسېږي؛ نور هېوادونه به هم د ورته وسلې د ترلاسه کولو هڅه وکړي، چې دا به د امریکا او سیمې لپاره «ناورین» وي.

هغه ټینګار وکړ، امریکا پیاوړی پوځ لري او ولسمشر ټرمپ ښودلې چې د اړتیا په صورت کې له پوځي ځواک کار اخلي؛ خو ورته مهال د ډیپلوماسۍ له لارې د حل لپاره هم جدي چمتووالی لري.

امریکایي لوړپوړی چارواکی: چین په ۲۰۲۰کال کې پټه اټومي ازموینه کړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ادعا کړې، چې چین د ۲۰۲۰کال په جون میاشت کې د لوپ نور په سیمه کې تر ځمکې لاندې اټومي ازموینه ترسره کړې؛ خو چین بیا دغه تورونه رد کړي او هغه یې د دغه هېواد په چارو کې «سیاسي لاسوهنه» بللې ده.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کریسټوفر یاو ویلي، چې د ۲۰۲۰کال د جون پر ۲۲مه نېټه په قزاقستان کې د زلزلې د ارزولو یوې دستګاه د ۲.۷۵ درجې په کچه یوه چاودنه ثبت کړې چې مرکز یې د چین د لوپ نور اټومي ازموینې له سیمې شاوخوا ۷۲۰ کیلومتره لرې ښودل شوی دی.

نوموړي ویلي، اضافي معلومات ښيي چې دغه پېښه نه د کان‌کېندنې له چاودنو سره سمون لري او نه هم د طبیعي زلزلې بڼه لري؛ بلکې «د اټومي ازموینې له یوې چاودنې سره ورته والی لري».

خو د اټومي ازموینو د مخنیوي نړۍوال تړون سازمان (CTBTO) ویلي، شته معلومات د دغه ادعا د تایید لپاره بسنه نه‌کوي. د دغه سازمان اجرایوي مشر رابرت فلوید په یوه بیان کې ویلي، یادې دستګاه د جون پر ۲۲مه د زلزلې دوه سوکه ټکانونه ثبت کړي چې ترمنځ یې ۱۲ ثانیې واټن و؛ خو شدت یې د هغه کچې څخه ډېر ټیټ و. چې د اټومي ازموینې د قطعي تشخیص لپاره اړین بلل کېږي.

په واشنګټن کې د چین سفارت بیا د امریکا تورونه «په بشپړه توګه بې‌بنسټه» بللي او ویلي یې دي، دغه څرګندونې د دې لپاره کېږي چې امریکا خپل اټومي ازموینې بیا پیلولو ته پلمه برابره کړي. د یاد سفارت ویاند لیو پېنګ‌یو په یوه لیکلي بیان کې ټینګار کړی، چې دغه ډول دریځ «د اټومي برلاسۍ د ترلاسه کولو هڅه او له خپلو نړۍوالو مسوولیتونو تېښته» ده.

چین چې د ۱۹۹۶کال د اټومي ازموینو د بندیز نړۍوال تړون لاسلیک کړی؛ خو لا یې توشیح کړی نه‌دی تر دې وړاندې هم د نوې ازموینې ترسره کول رد کړي دي. د چین وروستۍ رسمي تر ځمکې لاندې اټومي ازموینه په ۱۹۹۶کال کې شوې وه.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین فشار راوړي، چې له امریکا او روسیې سره د ستراتېژیکو اټومي وسلو د محدودیت د نوي تړون په خبرو کې ګډون وکړي. د «نیو سټارټ» تړون تر پای ته رسېدو وروسته، د نوې اټومي سیالۍ د چټکېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، چین دا مهال له ۶۰۰ډېرې فعالې اټومي سرګلولې لري او تمه کېږي چې تر ۲۰۳۰کاله پورې به دغه شمېر له ۱۰۰۰ واوړي؛ خو بیجېنګ ټینګار کوي چې د دوی اټومي زېرمه د واشنګټن او مسکو پرتله ډېره کوچنۍ ده.

پنټاګون: د نشه‌یي توکو د قاچاق پر درېیو شکمنو بېړیو بریدونه شوي او ۱۱ کسان په‌کې وژل شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰

پنټاګون اعلان کړی، چې امریکایي ځواکونو په جلا جلا بریدونو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په شک درې کوچنۍ بېړۍ په نښه کړې دي، چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

دا بريدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د امريکا د جګړه‌ييزې سمندري بېړیو يوه برخه له لاتينې امريکا څخه وتلې او د دې هېواد پوځي تمرکز منځني ختيځ ته اړول شوی دی.

د پوځي چارواکو په وينا، د سپټمبر له مياشتې راهيسې د لوېديځې نيمه کرې لپاره د امريکا پوځي تګلاره د سمندري نشه‌يي توکو د قاچاق پر مخنيوي متمرکزه شوې ده. د امريکا حکومت د نشه‌يي توکو جريان د ملي امنيت لپاره ګواښ بللی او د ونزوېلا د کلابندۍ او د دغه هېواد د ناقانونه تېلو د سوداګرۍ د مخنيوي لپاره يې تر دولسو زياتې جګړه‌ييزې بېړۍ لېږلې وې. د دې پراخو عملياتو پایله د نيکولاس مادورو د نيولو لامل شو.

اوس د دغو بېړيو ډېری منځني ختيځ ته روانې شوې دي؛ هغه سيمه چې ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ونه رسېږي، نو ښايي پر ايران نوي پوځي بريدونه ترسره شي.

د امريکا د پوځ سوېلي قوماندې ويلي، چې دا درې بېړۍ د نشه‌يي توکو د قاچاق پر پېژندل شويو لارو روانې وې او د «ترهګرو په توګه ټاکل شويو سازمانونو» له لوري اداره کېدې. يو بريد په کاراييب سمندر کې او دوه نور په ختيځ ارام سمندر کې ترسره شوي دي؛ هغه لارې چې چارواکي وايي، زياتره له کولمبيا او اکوادور څخه پيلېږي.

د سپټمبر له پيل راهيسې د دې عملياتو په ترڅ کې د امريکا پوځ ۴۳ بېړۍ په نښه کړې دي، چې لږ تر لږه ۱۳۳ تنه په‌کې وژل شوي او ۱۱ نور چې له لومړنيو بريدونو څخه ژوندي پاتې شوي وو، ښايي وروسته مړه شوي وي.

دا عمليات له وړاندې له حقوقي نيوکو سره مخ وو. د سپټمبر په لومړيو کې په لومړي بريد کې د يوې لارښوونکې بمبارۍ له امله ۹ تنه ووژل شول او دوه ژوندي پاتې کسان چې د کښتۍ د پاتې شونو سره نښتي وو، په دويم بريد کې هم په نښه شول؛ هغه اقدام چې ځينو قانون جوړونکو او د نړۍوالو بشري حقونو فعالانو جګړه‌ييز جرم بللی وو.

له دغه جنجال وروسته تګلارې داسې بدلې شوې، چې که شکمن کسان ژوندي پاتې شي، د ژغورنې عملیات به لومړیتوب ولري، خو لا تر اوسه دا نه ده روښانه چې دا بدلون کله او د چا په امر شوی دی.