د ملک سلمان خیریه بنسټ په پکتیا کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ د جمعې په ورځ په پکتیا کې پر اړمنو کورنیو خوراکي کڅوړې وېشلې دي.

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ د جمعې په ورځ په پکتیا کې پر اړمنو کورنیو خوراکي کڅوړې وېشلې دي.
په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پکتیا په مرکز ګردیز کې پر اړمنو کسانو ۴۴۳ خوراکي کڅوړې او په زرمت ولسوالۍ کې یې پر اړمنو کسانو ۵۵۷ خوراکي کڅوړې وېشلې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام په افغانستان کې د ۲۰۲۵ او ۲۶ کلونو لپاره د خوړو خوندیتوب او بېړنیو مرستو د پروژې په چوکاټ کې ترسره شوي دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی د هغه نیابتي جګړې پایله بللې چې د هند لهخوا په کابل کې د طالبانو په ملاتړ پر مخ وړل کېږي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له فرانس۲۴ سره په مرکه کې ادعا کړې، چې هند او افغانستان په نیابتي جګړه کې لاس لري او پاکستان به د پولې اخوا بریدونو کې هېڅ زړه نا زړه نهشي.
نوموړي زیاته کړې: «دمګړی په افغانستان کې هر ډول ترهګرې ډلې شته. ټيټيپي، داعش، بلوڅ وسلهوال او نورې بلا ډیرې ډلې هلته شته، ځکه کابل له هغوی سره همکار دی».
نوموړي ویلي، چې دمګړۍ په پاکستان کې نږدې ټولې ترهګرې ډلې شته او لامل یې هم د یادو ډلو په ځپلو کې د افغان طالبانو د جدیت نشتوالی بللی دی.
نوموړي همداراز ادعا کړې: «په پاکستان کې هر برید د کابل له برکته کېږي. دوی [طالبان] پر ټول هېواد واک لري، که دوی وغواړي دوی ترهګرې ډلې کنټرولولی شي او دا د دوی مسوولیت دی».
نوموړي په ډاګه کړې، چې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ هېڅ ډول ډیپلوماټيکې اړیکې نهشته او هغوی له پاکستان سره په جګړه کې د ماتې خوړولو د غچ لپاره د پاکستان ضد ډلو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او برعکس وايي، چې د داعش ډلې ټول مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې دي او هند هم د پاکستان دغه ډول څرګندونې بېبنسټه بللي دي.
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د یوې خیریه موسسې له لوري په کندهار کې د شهیدانو او معلولینو له ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وشوه. دغو کورنیو د دغه ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو مرستو کې یوه اندازه اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي.
دغو اړمنو کورنیو همداراز هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې هم ورسره ورته مرستې وشي.
مسوولینو هم یادو کورنیو ته ډاډ ورکړی، چې نورې مرستې به هم ورته برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې افغانستان له شدیدې او ناورین زېږونکې لوږې سره مخ دی او د بودجې د سخت کمښت له امله دغه سازمان نهشي کولای ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې له دې وروسته به راستنېدونکي کډوال خپلې کډې د پاکستاني لاریو له لارې تر تورخم عمري کمپ راوړي. دغه ریاست زیاتوي چې پاکستانۍ لارۍ له عمري کمپ هاخوا د افغانستان ولايتونو ته د کډوالو د لېږد اجازه نه لري.
د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست زیاتوي، چې افغان کډوال به له عمري کمپ تر خپلو سيمو د هېواد په لاریو کې لېږدول کېږي. راپور زیاتوي چې د کډو وړلو لګښت د نظام له بوديجې ورکول کېږي.
طالبانو د افغانستان له بار وړونکو موټر چلوونکو غوښتي چې تورخم ته لاړ شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په روژې میاشت کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو له عملیاتو خبر ورکړی. دغه ګډ عملیات د پاکستان د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې لهخوا په پنجاب ایالت کې پیل شوي دي.
دغه عملیات چې تازه د اسلاماباد په ترنول او نورو سیمو کې پیل شوي، تر دې دمه پهکې ۵۱ افغان کډوال نیول شوي دي. پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، ټاکل شوې چې له ۲زره زیات امنیتي پرسونل په اسلاماباد او نورو ښارونو کې د بېاسناده افغان کډوالو په وړاندې عملیات ترسره کړي.
یادې رسنۍ د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې د لټون دغه عملیات یې په اسلاماباد، راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال کې پیل کړي دي. په خبر کې ویل شوي، چې د اسلاماباد په ترنول، اتحاد کالونۍ او شاخوا سیمو کې په ګډو عملیاتو کې ۱۶۵ کورونه تالاشي شوي او له ۵۷۰ کسانو یې پوښتنې او څېړنې کړې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بېځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.
ایراني چارواکي وایي، چې د شدید باران او سختو سړو له امله د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې بند پاتې ۷۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي دي.
د ایران د تایباد ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو قوماندان، مجید شجاع، په خراسان رضوي کې ویلي، چې دغه کډوالو غوښتل په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شي، خو د ورښتونو او شدیدو سړو له امله په پوله کې بند پاتې شوي و، چې د ایراني مامورینو لخوا ژغورل شوي او اوس خوندي دي.
شجاع د دې په اړه جزییات نه دي ورکړي، چې ایا دغه کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي که نه.
سره له دې چې سرحدي امنیت سخت شوی او د افغان کډوالو پراخې بیرته ستنیدنې ترسره شوي، خو د افغانستان څخه ایران ته د کډوالو بهیر لا هم روان دی او د ژمي سړه هوا هم د دې بهیر مخه نه شي نیولی.
د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا افغانانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د ایران سفر محدود کړي، او د «غیرقانوني کډوالۍ» په وړاندې به کلک اقدامات وشي.
د افغانستان لپاره دخوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي)مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې افغانستان له شدیدې او ناورین زېږونکې لوږې سره مخ دی او د بودجې د سخت کمښت له امله دغه سازمان نه شي کولای ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
نوموړي له اسوشیټیډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د بشري مرستو کمېدو په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ کچه بېسارې لوړې کړې، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. د هغه په وینا، اوسنۍ شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلې او شاوخوا څلور میلیونه ماشومان له جدي ګواښ سره مخ دي.
ایلیف زیاته کړې: «د مرستو کمښت ویجاړوونکی دی. له څلورو میلیونو وږو او خوارځواکو ماشومانو څخه، موږ اوس اړ یو چې له هرو څلورو څخه درې ماشومان رد کړو، ځکه کافي بودجه نه لرو.» هغه ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم له یوه جدي او ناورین راوړونکي خوراکي بحران سره مخ دی، ځکه د هېواد نږدې دوه پر درېیمه برخه وګړي له شدیدې یا بحراني خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
په ورته وخت کې، یو شمېر کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د لوږې پراخ بحران بېلابېل لاملونه لري، چې د نړیوالو مرستو کمښت یې له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. دوی زیاتوي، چې اقتصادي ستونزې، بېکاري او د خلکو د عوایدو کمښت د دې بحران د پراختیا سبب شوي دي.
همداراز، اقلیمي بدلونونه، پرلهپسې وچکالۍ، د کار فرصتونو نشتوالی او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل هم هغه مهم عوامل دي، چې په افغانستان کې یې بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.