مسلمیار: نړۍواله ټولنه دې د پاکستان د خپلسرو بریدونو جدي پوښتنه وکړي

د افغانستان د پخوانۍ مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د کابل په ګډون د افغانستان پر ځینو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او وايي، نړۍواله ټولنه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې د پاکستان د خپلسرو بریدونو په اړه جدي پوښتنه وکړي.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «دغه ډول بریدونه د افغانستان پر هوايي حریم ښکاره تېری دی، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅوک یې په کورنیو چاروکې د لاسوهنې حق نه لري او نه هم د دغه تاریخي او ستر هېواد ملي حاکمیت ګواښلی شي».
