مالیزیا وایي د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی اړین دی

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځنکنۍ بشپړتیا ته درناوی اړین دی. نوموړي، له دواړو لورو د زغم او خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.
ابراهیم د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي چې د پاکستان قانوني امنیتي اندېښنې باید په پام کې ونیول شي، خو همدارنګه د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی هم اړین دی. نوموړي زیاته کړه چې دا دواړه اصول یو له بل سره په ټکر کې نه دي، بلکې یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
انور ابراهیم وویل چې د دې ګاونډیو مسلمان هېوادونو ترمنځ د سرحدي پوځي عملیاتو او د ښکاره جګړې اعلانونه د ملکي تلفاتو رامنځته کیدل د سختې خواشینۍ وړ دي او په ځانګړې توګه یې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د تاوتریخوالي دوام ډېر دردناک وباله.
د مالیزیا لومړي وزیر د دواړو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې سمدستي ټول پوځي عملیات ودروي او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د خبرو مېز ته کښېني، څو د سیمې سولې او ثبات ته لاره هواره شي.
