امیر خان متقي: تفاهم د مقابل لوري په صادقانه ارادې پورې تړلی دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې تفاهم به هغه وخت پایله ولري چې مقابل لوری هم د حللارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.
متقي زیاتوي، چې طالبان تاوتریخوالي پلوی نه دي او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی.
په دې تماس کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو تحولاتو په تړاو د طالبانو اصولي دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې ددې ډلې وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي، چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي دي.
د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي وویل، چې قطر د تاوتریخوالي کموالی غواړي او څرګنده یې کړه چې د وروڼو هېوادونو ترڅنګ ولاړ دی او د فرصت له رامنځ ته کېدو سره مثبت رول لوبولو ته چمتو دی.
د قطر د دولت وزیر د مسایلو پر اساسي حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د مسایلو د حل لپاره له اړوندو هېوادونو سره په همغږۍ د خپلو هڅو پر توحید بوخت دي.
په پای کي دواړو لوریو په دوامداره تماس ټینګار وکړ.
