د طالبانو لوی درستیز: د ګوتې ځواب په سوک ورکړو

د طالبانو لوي درستیز فصیح الدین فطرت وایي، چې دا ډله به د پاکستان د هوايي بریدونو په ځواب کې «ګوتې ته په سوک ځواب ورکړي». هغه خلکو ته ډاډ ورکړ ، چې طالب ځواکونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع توان لري.
په یوه ویډیویي پیغام کې فطرت زیاته کړې، چې طالبان به هیڅکله د چا تېری بې ځوابه نه پریږدي.
د طالبانو لوي درستیز ټینګار وکړ، چې په سرحدي سیمو کې غچ اخیستونکي بریدونه ترسره شوي، چې په لوی شمېر کې یې د پاکستان پوستې نیولي او د دوی یو لوی شمیر سرتیري یې وژلي دي.
د طالبانو چارواکي وویل: «زموږ پیغام پاکستاني پوځ ته دا دی چې دوی به د دې په پرتله ډیر قاطع ځواب ترلاسه کړي.»
هغه وویل، چې که پاکستان په افغانستان کې هر ځای سرغړونه وکړي، نو متقابل ځواب به ترلاسه کړي.
فصیح الدین وویل، چې که پاکستان غواړي افغانستان ناامنه کړي، نو د طالبانو ځواکونه دا وړتیا لري چې دوی په ښاري مرکزونو او حتی پلازمینه خوندي نه پریږدي.
