امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې سملاسي له افغانستان څخه ووځي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې د قطر په دوحه کې موقعیت لري، له خپلو وګړو څخه غوښتي چې سمدلاسه له افغانستان څخه ووځي. یاد سفارت د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د شخړې یادونه یې کړې او زیاته کړې یې ده چې هر څه له نږدې څاري.
سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکایي وګړي باید د پاکستان سره د نږدې پرتو سیمو له سفر څخه ډډه وکړي.
دا یې هم ټینګار کړی، چې که الوتنه نه وي، نو دوی باید د ازبکستان او تاجکستان د پولو له لارې له افغانستان څخه ووځي.
د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ایران له لارې د وتلو له هڅې ډډه وکړي.
په بیان کې ویل شوي، چې افغانستان «د ناکرارۍ، جرم، ترهګرۍ، خپل سري توقیف، تښتونې او محدودو روغتیايي اسانتیاوو د خطر له امله» یو لوړ خطر لرونکی هیواد دی.
