هغه د ۱۹۸۰مې لسيزې پر مهال د شوروي اتحاد پر ضد د افغانستان جګړې ته په اشارې سره وويل، چې پاکستان «په پوره اخلاص او ژمنتيا» د افغان مجاهدينو تر څنګ ولاړ و. ده زياته کړه، چې پاکستان د ميليونونو افغان کډوالو کوربهتوب وکړ او زيات شمېر يې تر اوسه هم په پاکستان کې مېشت دي او خپل ژوند له همدې هېواده پر مخ وړي.
د هغه په خبره، د سراجالدین حقاني د کورنۍ په ګډون د مجاهدينو مشران او د هغوی کورنۍ هم کلونه کلونه په پاکستان کې اوسېدلي دي او دواړو لوریو د يوه ګډ هدف لپاره چې د ده په وينا د امريکا لهخوا ټاکل شوی و، د شوروي پر ضد جګړه کوله.
د پاکستان د دفاع وزير وروسته د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د يوولسمې نېټې بريدونو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې اسلاماباد په هغه پېر کې د ناټو لپاره د اسانتيا برابرونکي په توګه رول لوباوه، خو په همدې وخت کې د امريکا له لوري پرې دا تور پورې کېده چې ګواکې د «حقاني شبکې» ملاتړ کوي. هغه له سراجالدین حقاني پوښتلي چې ايا دا تورونه سم وو که ناسم او په دې اړه يې د روښانتيا غوښتنه وکړه.
اصف همدارنګه پر هغه څه نیوکه وکړه، چې ده ورته له ۱۹۷۹م کال څخه د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته پورې «دوه مخې لوبې» ویلې وې. ده وويل، چې امريکا په بېلابېلو پړاوونو کې دواړه لوري يوازې پرېښي دي. د ده په خبره، پاکستان هڅه کوله چې د افغان ډلو تر منځ خپلمنځي شخړې هوارې کړي او ان تر دې چې په کعبه کې يې د منځګړيتوب هڅې هم کړې دي. هغه ادعا وکړه، چې پاکستان د افغانانو درېيو نسلونو د مشرانو او د هغوی د کورنيو کوربه پاتې شوی دی.
د پيغام په بله برخه کې، نوموړي افغان طالبان تورن کړل چې «د پاکستان دوښمنانو» ته يې پناه ورکړې او اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخيستل شي. هغه وويل، کابل ته په خپل سفر کې يې دا موضوع مخامخ سراجالدین حقاني ته ياده کړې او غوښتنه يې کړې، چې د پاکستان ضد ډلو ملاتړ پای ته ورسول شي. د ده په وينا، ان د مالي مرستې وړانديز هم شوی، خو «هېڅ ډاډ» نه دی تر لاسه شوی چې طالبان به د ټيټيپي خلاف اقدامات وکړي او که نه.
د پاکستان د دفاع وزير د «حقاني» نوم د درناوي وړ بللی او د هغه د ديني مخينې په يادولو سره یې ټينګار وکړ، چې د دغه نوم حرمت بايد وساتل شي. هغه وويل، چې پاکستان د دوښمنۍ غوښتونکی نه دی او هيله لري چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.