د عربستان د بهرنیو چارو وزیر له متقي سره په خبرو کې د ستونزو پر ډیپلوماتیک حل ټینګار کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په اړه خبرې کړي او د ستونزو پر ډیپلوماټیک حل یې کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې امیرقان متقي او شهزاده فیصل بن فرحان د ټلیفوني اړیکې له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت تفصیلي خبرې کړې دي.
متقي له شهزاده فیصل سره د خبرو پرمهال د سعودي عربستان د رغنده ډیپلوماتیکو هڅو او د سیمهییز ثبات په برخه کې د فعال رول څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پربنسټ د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
په خبرپاڼه کې د متقي له قوله لیکل شوي: «افغانستان د هېچا پر ضد منفي نیت نه لري او خپل امنیتي تدابیر یوازې د خپل امنیت د خوندي کولو په چوکاټ کې تنظیموي چې وروستي امنیتي اقدامات دفاعي، متقابل او د وضعیت د مهارولو په موخه ترسره شوي».
پر همدغه مهال شهزاده فیصل فرحان په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ډیپلوماټیک حل پر ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې ټول لوري باید د متقابل درناوي، د حاکمیت او ځمکني بشپړتیا د اصولو مراعت ته ژمن پاتې شي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د اختلافاتو د حل لپاره د ډیالوګ او سیاسي لارو چارو په اړه د افغانستان د څرګند دریځ هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې سعودي عربستان به دا ځل د ثبات په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.
