ایمرجنسي: د پاکستان له هوایي بریدونو وروسته ۹ ټپیان د دغه بنسټ روغتونونو ته وروړل شوي

ایمرجنسي بنسټ وایي، چې د پاکستان له لوري پر افغانستان د وروستیو هوايي بریدونو اونښتو وروسته، ۹ ټپیان د دې بنسټ تر مدیریت لاندې مرکزونو ته وروړل شوي.
په افغانستان د دغه بنسټ مشر، دیجان پانیک، ویلي چې درې ټپیان د پلچرخي له سیمې د کابل روغتون ته او شپږ نور د پکتیا ولایت ګردېز کې د لومړنیو مرستو مرکز ته لېږدول شوي دي.
د ایمرجنسي په وینا، له ګردېزه څلور ټپیان د کابل جراحي مرکز ته انتقال شوي او دوه نور هم د انتقال په حال کې دي.
پانیک زیاته کړې چې دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي په راتلونکو ساعتونو کې نور ټپیان هم ومنل شي.
هغه خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي دا زیاتوالی هېواد یو ځل بیا د جګړې په کابوس کې ډوبوي او بله شخړه کولای شي خلک تر سخت فشار لاندې راولي.
نوموړي د جګړېد سمدستي پای، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د شخړې د ډیپلوماټیک حل غوښتنه کړې ده، څو د ټولې سیمې لپاره د نه اټکل کېدونکو پایلو مخه ونیول شي.
