پاکستان وایي پر افغانستان یې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې دفاعي بریدونه کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پر افغانستان تازه بریدونه یې دفاعي و او د طالبانو د بریدونو په ځواب کې یې کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو ویاند تېر ماښام وویل، د پاکستان له لوري د کب دویمې بریدونو په ځواب کې یې ځوابي بریدونه پیل کړي.
