مولانا فضل الرحمن د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه کړې

د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن، وايي چې د امنیتي وضعیت په اړه د اسلام اباد اندېښنې مشروع دي، خو د افغانستان ملي حاکمیت او داخلي ستونزو ته هم باید درناوی وشي.
نوموړي وویل، چې دواړه لوري باید سمدلاسه اوربند اعلان کړي او خپل اختلافات د ډیپلوماټیکو خبرو اترو له لارې حل کړي.
هغه ټینګار کړی، چې احساساتي چلند کولی شي د پاکستان او طالبانو لپاره نورې پیچلتیاوې رامینځته کړي.
هغه د متقابلو ګټو د ډاډمنولو، د باور وړ امنیتي چوکاټ رامینځته کولو او نړیوالو نورمونو ته د پابندۍ په اهمیت ټینګار کړی دی.
د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر لیکلي:«یو اړخیز پوځي اقدام به ستونزه حل نه کړي، بلکې پیچلتیاوې به زیاتې کړي. یوازینۍ دوامداره حل د ډیپلوماسۍ له لارې ممکن دی.»
