په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان د دفاعي ځواکونو لخوا د افغان خاورې څخه د فتنه الخوارج او فتنه هندوستان لخوا پر پاکستان د بیا بیا ترهګریزو بریدونو او د طالبانو لخوا د ۲۶ فبرورۍ په شپه ترسره شویو وروستیو بریدونو په ځواب کې، دقیق عملیات ترسره شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې په دې بریدونو کې یې ترهګرو ډلو ته درانه زیانونه اړولي او د هغوی د لوجیستیکي ملاتړ مرکزونه یې هدف ګرځولي دي.
تر دې مخکې، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چې له طالبانو سره یې په وروستیو نښتو کې ۱۲ سرتېري وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې نښتو کې یې ۵۵ پاکستاني سرتیري وژلي دي.
همدا راز چودري زیاته کړه، چې د عملیاتو پر مهال یې د طالبانو ۲۷۴ طالب وسله وال وژلي دي.
اعلامیه کې ټینګار کړی چې د پاکستان دا اقدامات د خپل ځان د دفاع په حق کې ترسره شوي، ترڅو د خپلو اتباعو خوندیتوب او امنیت یقیني کړي.
پاکستان ټینګار کوي چې د طالبانو له خوا هر ډول نورو بریدونو یا د هرې ترهګرې ډلې لخوا د خلکو د امنیت د زیان رسولو هره هڅه به په مناسب، پریکنده او ښه توګه ځواب کړي.
پاکستان یو ځل بیا تکرار کړه چې غواړي د افغانستان له خارورې د ترهګرۍ ریښې پاکې کړي. پاکستان له طالبانو غوښتې چې د ټي ټي پي د فعالیتونو په وړاندې بې پروايي پای ته ورسوي.
په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې طالبانو ته دې واضح پیغام ورکړي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ دې باید پای ته ورسوي.