متحده جبهه وایي طالبان د پاکستان له خوا جوړ او د پراکسي ځواک په توګه کارول شوي

د افغانستان متحدې جبهې په یوې خپرې کړې اعلامیه کې د روانې جګړې غندنه کړې او وایي چې طالبان د پاکستان له خوا جوړ او د افغانستان د جمهوریت پر ضد دپراکسي ځواک په توګه کارول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې طالبان له ۲۰۰۳څخه تر ۲۰۲۱پورې د پاکستان په ملاتړ د افغانانو په وژلو، د ملي زیربناوو په ورانولو او د امریکا، بریتانیا او ناټو د سرتېرو په وژل کېدو کې لاس لري. د طالبانو له واکمنۍ وروسته، افغانستان د ناکام دولت په توګه پاتې شوی چې ترهګري پکې پراخه شوې ده.
اعلامیه کې ټینګار شوی چې طالبان د افغانانو استازي نه دي، د ملت د هیلو ملاتړ نه کوي او د بهرنیو ترهګرو د ساتنې لپاره کار کوي. دغه جبهې له ملګرو ملتونو، ترکیې او سعودي عربستان څخه غوښتنه کړې چې د دواړو خواوو د خلکو ژوند او شتمنۍ خوندي کړي.
اعلامیه په پای کې وایي چې د افغانستان ازادي هغه وخت تضمین کېدلی شي چې طالبان له منځه لاړ شي او پاکستان د افغانستان په ګټو کې مسوولانه چلند وکړي.
