عبدالرشید دوستم: د خامنه یي مرستې او ملاتړ به «د افغانانو په حافظه» کې پاتې وي

د اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر مذهبي مشر علي خامنه یي پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې «د خامنه یي همکارۍ به د افغانانو په حافظه کې تل پاتې وي».
هغه ویلي چې د خامنه یي مړینه د ایران د دولت او ملت لپاره ستره ضایعه ده او خپله ژوره خواخوږي یې د هغه له کورنۍ، خپلوانو او پلویانو سره شریکه کړې ده.
دوستم ټینګار کړی چې افغانان به د هغه ملاتړ او مرستې، چې د ده په وینا، د افغانانو د جهاد او حقه مبارزو په برخه کې شوې وې، هېڅکله هېرې نه کړي او دا خاطرې به تلپاتې او روښانه پاتې وي.
هغه د خامنه یې وژل «مظلومانه» بللي دي.
