د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکی:د پاکستان په ډرون برید کې مې د کورنۍ ۱۴ غړي وژل شوي

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د لواړ ډنګر لېګډ د ابراهیمخېل کلي یو اوسېدونکی محمد قاسم وايي، د پاکستان په ډرون برید کې یې د کورنۍ ۱۴ غړي وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغو وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
