• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د سمدستي بندېدو او د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه وکړه

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰

ملګرو ملتونو له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل، چې سمدستي تاوتریخوالی ودروي او د نړۍوالو قوانینو له‌مخې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) په نیویارک کې وویل، چې د «ډیورند کرښې» په اوږدو کې د نښتو د دوام او پر تګ‌راتګ د محدودیتونو له امله، په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو د مرستې رسونې بهیر ټکنی شوی دی.

هغه د افغان ملکي وګړو د تلفاتو په اړه وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۴ کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په نښتو کې په تورخم کې د یوه بېړني روغتون په ګډون بشرپاله روغتیايي مرکزونو ته هم زیان اوښتی دی.

د دغو نښتو له امله د خوړو نړۍوال پروګرام په زیانمنو سیمو کې خپل فعالیتونه درولي او په پایله کې یې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان له خوراکي توکو بې‌برخې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په وینا، هغه څو ولایتونه چې پاکستان پرې بریدونه کړي، په بېلابېلو کچو د خوارځواکۍ له بحران سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

پنجشېر او کاپیسا کې د درېیمې پرله‌پسې شپې لپاره د الوتکو، ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۰

سیمه‌ییزو سرچینو د دوشنبې په ماښام (د کب ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د درېیمې پرله‌پسې شپې لپاره یې په پنجشېر او کاپیسا کې د الوتکو، چاودنو او له ځمکې څخه د هوا پر لور د ډزو غږونه اورېدلي دي.

د هغوی په وینا، نن شپه د «کوه دربند» په نوم سیمه کې د تیت و پرک ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. کوه دربند هغه سیمه ده چې پنجشېر، کاپیسا او پروان سره نښلوي.

له کاپیسا څخه یوې بلې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې له یوې لرې او نامعلومې سیمې یې د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي‌ای‌اې) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز هم وویل، چې په تېرو دوو شپو کې (د کب نهمه او لسمه) د پاکستان هوايي ځواک په پنجشېر کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د قوماندې مرکز په نښه کړی دی.

هغې زیاته کړې، چې په دې بریدونو کې د حکمت‌الله طلحه، قاري روح‌الله او قاري نوید احمد حقیار په نومونو د طالبانو ۳ غړي وژل شوي دي.

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکی:د پاکستان په ډرون برید کې مې د کورنۍ ۱۴ غړي وژل شوي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د لواړ ډنګر لېګډ د ابراهیم‌خېل کلي یو اوسېدونکی محمد قاسم وايي، د پاکستان په ډرون برید کې یې د کورنۍ ۱۴ غړي وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغو وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د محمد قاسم نږدې ۵ دقیقه‌يي ویډيو د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوشنبې په ماخوستن (د کب ۱۱مه) خپره کړې، خو د شوي برید د کره نېټې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

محمد قاسم په دې ویډیو کې وايي: «پاکستان چې نقشې اخلي او ویډیو اخلي دومره معلومات ورته کېږي چې دا وسله‌وال نه‌دي. دا معلومات خو ورته کېږي چې دا خو ماشومان او ښځې دي او دا خو جنګیالي نه‌دي. دا [پاکستان] چې وايي، ما ترهګر وویشتل، دا ښځې چې تا ووېشتلې دا ترهګر دي؟ واړه ماشومان په ترهګرو کې راځي؟»

د نوموړي په وینا، د برمل ولسوالۍ د ابراهیم‌خېل کلی له ولس څخه خالي شوی او کابو ټول وتلي او پاتې کسان هم شپه په نورو ځایونو کې تېروي او یوازې د ورځې له‌خوا د څه مودې لپاره خپلو کورونو ته ځي.

قطر د ایران دوه سوخو-۲۴ جنګي الوتکې ویشتلې دي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۰

د قطر د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوه جنګي الوتکې سوخو-۲۴ چې د ایران له خاورې پورته شوې وې، تر پېژندونو وروسته یې نسکورې کړې دي. هم‌مهاله، د متحده عربي اماراتو هم نن د ایران د ۹ بالسټیک توغندیو، ۶ کروز توغندیو او ۱۴۸ بې‌پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت په خپل بیان کې وویل، چې د امریکا او اسراییل له‌خوا د ایران پروړاندې د برید له پیل راهیسې ۱۷۴ بالسټیک توغندي د دې هېواد پر لور توغول شوي چې له دې ډلې ۱۶۱ توغندي له منځه تللي او ۱۳ نور توغندي په سمندر کې غورځېدلي دي.

ایران مخکې امریکا ته خبرداری ورکړی و، چې که پرې برید وشي نو جګړه به سیمه‌ییز ابعاد پیدا کړي. ایران نه یوازې د فارس خلیج په هېوادونو کې د امریکا پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي، بلکې د دې هېوادونو اقتصادي او تېل جوړونکو تاسیساتو باندې یې هم بریدونه کړي.

د قطر او متحده عربي اماراتو د نن ورځې بیان څرګندوي، چې دغه هېوادونه د ایران د توغندیو او جنګي الوتکو د پېژندلو او ویشتلو په جګړه کې ښکېل دي.

د ایران ولسمشر: پر روغتونونو او ښوونځیو بریدونه له بشري اصولو سرغړونه ده

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان پر روغتونونو او ښوونځيو بريدونه په کلکه وغندل او هغه يې د بشري اصولو ښکاره سرغړونه وبلله. هغه ویلي: ««پر روغتون بريد پر ژوند بريد دی او پر ښوونځي بريد د يو ملت پر راتلونکي بريد دی».

پزشکیان د ناروغانو او ماشومانو په نښه کېدو ته په اشارې سره زياته کړه، چې دا ډول کړنې د ټولو انساني ارزښتونو څرګنده ماتونه ده او نړۍواله ټولنه بايد دا ډول کړنې په ښکاره توګه وغندي.

هغه له زيانمنو شويو ایرانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ټپيانو او زيانمنو شويو تر څنګ ولاړ دی. نوموړي زیاته کړې، چې د ایران حکومت به د دغسې «جنايتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او نه به هم ورته سر ټيټ کړي».

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران پر ملکي بنسټونو او عامه تاسيساتو بريدونه د هېواد دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د هند دفاع وزیر:که پاکستان کرار نه‌شي دا ځل به داسې ځواب ورکړل شي چې نړۍ به یې ننداره وکړي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ وايي، د پاکستان پر ضد د هند «سندور» عملیات لا هم نه‌دي درول شوي او همداراز یې پاکستان ته خبرداری ورکړی، که دغه هېواد د هند پر وړاندې له خپلو ناسمو چلندونو لاس وانخلي، دا ځل به داسې ځواب ورکړي چې نړۍ به یې ننداره کوي.

راجنات سېنګ د پاکستان پر ضد د «سندور» په نوم تېرو عملیاتو ته په اشارې ویلي: «دا ځل به [پاکستان ته] داسې ځواب ورکړو چې نړۍ به یې ننداره وکړي». هغه په خپله وینا کې همداراز په ډاګه ویلي: «دا ځل به هېڅ ډول بښنه ونه‌شي».

هند د روان کال د غويي میاشتې په ۱۷مه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام کې له یوه برید چې په‌کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول د پاکستان پر ضد د «سندور» په نوم عملیات پیل کړل او یاده جګړه بیا د امریکا په مداخلې سره پای ته ورسېده.

پاکستان بیا تر اوسه د نوموړي د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.