• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پوځیانو په زابل کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو پوستې په نښه کړې دي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۰

ځايي سرچینې وایي، چې پاکستاني پوله‌ساتو په زابل ولایت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي دي. د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې طالب ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د دوی یو شمېر سرحدي پوستې ویجاړې شوې دي.

زابل ولایت د افغانستان په سوېل کې موقعیت لري او له بلوچستان ایالت سره ګډه پر ډیورنډ کرښه پروت دی.

طالبانو تر اوسه پورې په دې سیمه کې د نښتې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. تر دې وړاندې هم پاکستاني رسنیو د سې‌شنبې په ورځ د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د مومندو په سیمه کې د نښتې خبر ورکړی و.

د یادو نښتو له امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکي له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د طالبانو پر مرکزونو او ځواکونو هوايي بریدونه زیات کړي دي. بلخوا طالبانو هڅه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني عسکرو د پوستو په نښه کولو سره د اسلام‌اباد هوايي بریدونو ته ځواب وایي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له مرستندویه موسسو وغوښتل چې له افغانانو سره په هره برخه کې مرستې وکړي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) له ماشومانو څخه د ملاتړ موسسې له رييس هوجا بویار سره په کتنه کې له ټولو بشري مرستندویه موسسو وغوښتل، چې له افغانانو سره په هره برخه کې مرستې وکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي په دې کتنه کې وویل، د افغانستان خلک د طبیعي پېښو له امله له داخلي بې‌ځایه کېدو او له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه له ستنېدو سره مخ دي، نو له همدې امله خوراکي، غېرخوراکي او د نغدي مرستو ته اړتیا لري.

هغه له بشري مرستندویه موسسو څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانانو سره دې په هره برخه کې مرستې وکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې له ماشومانو څخه د ملاتړ موسسې رييس هوجا بویار وویل، چې افغانان د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي او له یادې ادارې یې وغوښتل، چې د وروستیو جګړو له امله د داخلي زیانمنو کورنیو لېست ورکړي، څو ورسره نغدي مرستې وکړي.

د جرمني لومړی وزیر: د اسلامي جمهوریت پای به د ایران او نړۍ لپاره ښه خبر وي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۰

د جرمني لومړی وزیر فرېدرېښ مېرڅ وایي، د ایران اسلامي جمهوریت په ټوله نړۍ کې د «لسګونو کلونو ترهګرۍ» مسوول پاتې شوی او د دې نظام پای ته رسېدل به «د ایران او نړۍ لپاره ښه خبر» وي.

هغه زیاته کړه، چې پوځي بریدونه له خطره خالي نه دي او باید د ایران د کړکېچ لپاره د راتلونکي په اړه هم پلان جوړ شي.

مېرڅ ټینګار وکړ، چې غواړي د ایران له ولس سره مرسته وکړي، څو هغوی وکولای شي د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي. د هغه په وینا: «د ایران خلک باید وکولای شي په سوله او ډاډمن امنیت کې خپل راتلونکی وټاکي».

د مېرڅ په خبره، تر اوسه نه امریکا او نه هم اسراییل له جرمني څخه د اسلامي جمهوریت پر ضد په پوځي هڅو کې د مستقیم ګډون غوښتنه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټلیفوني اړیکه کې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ له شپږو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.

پاکستان شپږ ورځې مخکې په خېبرپښتونخوا او ځينو نورو سیمو کې له چاودنو او بریدونو وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او ورسره جوخت طالبانو هم له څو ساعتونو وروسته ځوابیه بریدونه پيل کړل او لا هم د دواړو لوریو تر منځ جګړه روانه ده.

په دې لړ کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.

په همدې تړاو د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بمباریو له امله ملګي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

طالبان بیا وايي، له پاکستان سره روانه جګړه «پر موږ تحمیل شوې» او دوی دفاعي حالت کې دي. د دغې ډلې د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له پاکستان سره جګړې دوام ته پوره چمتووالی لري.

د هغه په وینا، د کابل، لغمان، خوست، کندهار او کونړ په ګډون په څو ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د عامو خلکو کورونه بمبار شوي، ۱۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي او له پراخ مالي زیانونه سربېره سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د نوموړي په وینا، د دغې جګړې په تړاو تر اوسه چین، روسیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې پیل کړي او اړیکې یې نیولي دي او همداراز یې خبرداری ورکړ، چې د دوی «دفاعي» جګړه به تر هغې دوام مومي، څو چې «تجاوز» پای ته نه‌وي رسېدلی.

مکرون: موږ له قطر، کویټ او اماراتو سره د دفاعي تړونونو له لارې «یووالی» ښیو

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر وایي، هېواد یې له قطر، کویټ او متحده عربي اماراتو سره د دفاعي تړونونو پر اساس همکارۍ لري او غواړي خپل «یووالی» ورسره وښيي. نوموړی زیاتوي، په دې وروستیو ساعتونو کې د رافال جنګي الوتکې، د هوايي دفاع سیسټمونه او د هوايي رادارونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

امانوېل مکرون همداراز قبرس ته د دفاعي سیسټمونو د لېږدولو خبر ورکړی.

د فرانسې ولسمشر خبرداری ورکړ، چې اسراییل د لبنان پر وړاندې د «ځمکنۍ عملیاتو» په اړه پرېکړه کوي او دا اقدام کولی شي «کړکېچ خطرناک کړي او ستراتیژیکې تېروتنې» هم رامنځته کړي.

مکرون وړاندې وویل: «حزب‌الله د اسراییل پر ضد د برید له لارې او د لبنان خلکو په خطر کې اچولو سره لویه تېروتنه کړې ده».

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له‌خوا د بدني سزاګانو زیاتېدل وغندل

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو زیاتېدونکی بهیر د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو سرغړونه وبلله. د دغو کارپوهانو په وینا، دغه سزاګانې د هغو کړنو په بدل کې ورکول کېږي، چې طالبان یې «اخلاقي جرمونه» بولي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) وویل: «بدني سزا د انساني کرامت او جسمي بشپړتیا پر وړاندې یو سپکاوی دی او د شدت له‌مخې دا یو ظالمانه، غېر انساني او له سپکاوي ډک چلند او یا هم شکنجه ګڼل کېدای شي. دا لړۍ باید سمدستي ودرول شي».

د دغو کارپوهانو په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ۲۰۲۵ کال کې د تېرو کلونو پرتله ډېر نارینه او ښځې په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. د ۲۰۲۶ کال لومړنۍ نښې ښيي، چې د دغو سزاګانو کچه ښايي نوره هم لوړه شي.

د طالبانو سترې محکمې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه د ۱۱۱۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. په دې شمېر کې لږ تر لږه ۹۴۰ نارینه او ۱۷۰ ښځې شاملې وې. دا شمېر د ۲۰۲۴ کال پرتله نږدې دوه برابره دی. په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۵۶۷ کسان (۴۸۰ نارینه او ۸۷ ښځې) په دُرو وهل شوي وو.

طالبانو د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې په عام محضر کې د ۱۴۷ نارینه وو او ۱۵ ښځو پر دُرو له وهلو خبر ورکړی، چې دا په یوه میاشت کې د ډېرو سزا ورکړې ښکارندويي کوي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، ډېری نارینه د غلا، د نشه‌يي توکو د پلور او کارولو او قمار په تړاو پر دُرو وهل شوي، خو ښځې، نجونې اوLGBT+) ) کسان بیا د زنا، نامشروع اړیکو او لواطت له امله پر دُرو وهل شوي دي.

دغو کارپوهانو ویلي: «د اخلاقي جرمونو لپاره د بدني سزا ورکړه د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک تبعیض او کنټرول یوه نښه ده، چې له نړۍوالو ژمنو سره د افغانستان له ژمنتیا سره په ټکر کې ده».

د کارپوهانو په وینا، طالبانو په رسمي توګه د دغو «قربانیانو» عمرونه نه‌دي په ډاګه کړي او په باور یې د هغو د ذهني او عقلي وړتیا په اړه هم معلومات نه‌شته او په وینا یې، پر دُرو د ماشومانو د وهلو پېښې هم ثبت شوې دي.

د طالبانو له لوري بدني سزا چې ډېری وخت ۳۹ دورې وي، ډېر کله د بند له سزا سره یوځای ورکول کېږي. دا سزاګانې په عام محضر کې د طالبانو د چارواکو له‌خوا ترسره کېږي او د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د ماشومانو په ګډون ځايي اوسېدونکي اړ اېستل کېږي چې نندارې ته یې کښېني.

دغو کارپوهانو څرګنده کړې: «موږ په دې حیران یو چې د بدني سزا حکمونه په داسې قضایي سیسټم کې ورکول کېږي چې خپلواکي، د عادلانه محاکمې تضمین او نور بنسټیز خوندیتوبونه نه‌لري.»

ملګرو ملتونو همداراز خبرداری ورکړ، چې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د طالبانو د جزايي اصول‌نامې له عملي کېدو سره به د دا ډول «غېرقانوني» سزاګانو ورکړه نوره هم پراخه شي.

ملګرو ملتونو همداراز د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۲ نارینه وو اعدامېدل وغندل او له نړۍوالو قوانینو سره سم یې د اعدام د سزا پر بندېدو هم ټینګار وکړ.

افغانستان د شکنجې پر ضد د کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق غړی دی، چې دواړه بدني سزاګانې منع کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن هم طالبانو په کابل او بامیان ولایتونو کې ۱۸ کسان د غلا، الکولي مشروباتو، شیشې او نشه‌یي تابلیتونو د پلور او قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.

طالبانو په کابل او بامیان ولایتونو کې ۱۸ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو لا تر اوسه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې دغه چاره د اسلامي اصولو تطبیق بللی وو.