د دوی په اند، د منځنۍ اسیا سټراتېژیکې پروژې په عمل کې د جدي ننګونو سره مخ شوي او د دې پروګرامونو د ژر عملي کېدو روښانه لید نهشته.
اوراسیا ویبپاڼې لیکلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانه ښکاره جګړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو هغه هیلې چې له پاکستان سره سوداګري پراخه کړي او د سوېلي اسیا بندرونو ته لاسرسی پیدا کړي، په جدي توګه له شک سره مخامخ کړې دي. ویبپاڼه زیاتوي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ روانو نښتو د منځنۍ اسیا د سیمهییزې سوداګرۍ پر پلانونو د پام وړ ناوړې اغېزې کړې دي.
تر یوې اوونۍ جګړې وروسته هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو کومه نښه نه لیدل کېږي. د راپور لیکونکي ټینګار کړی، چې د پاکستان او طالبانو جګړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د څو میاشتو سختې ډیپلوماتیکې هڅې چې د دواړو خواوو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره شوې وې، ژر لهمنځه یوړې.
د قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او د پاکستان په څېر هېوادونو له نظره د سوېلي اسیا بندرونو ته چټک لاسرسی تر ټولو لنډه لار ګڼل کېږي. د دغو لارو د لاسرسي امکان کولی شي د دوی د صادراتو ظرفیت په څرګنده توګه لوړه کړي.
د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر راهیسې د قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان ولسمشرانو پاکستان ته مهم سفرونه کړي، ترڅو د ۱۹۸۰مو کلونو د شوروي حضور له امله جوړه شوې تاریخي بېباوري شاته کړي او له پاکستان سره نږدې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.
د دغو سفرونو پر مهال د ټرانسافغان رېل پټلۍ د پروژې بنسټونه هم وڅېړل شول، چې منځنۍ اسیا له پاکستان سره په نښلولو کې ځانګړی اهمیت لري.
د قزاقستان او ازبکستان چارواکو د کراچۍ په بندر کې د ترمینلونو جوړېدو او نورو بندرونو لکه قاسم او ګوادر ته د لاسرسي په اړه هم خبرې کړې وې. دوی همدارنګه د چمن په سیمه کې د یو وچ بندر د جوړېدو امکان څېړلی چې پر ډیورنډ کرښه د ځمکنۍ سوداګرۍ یوه مهمه نقطه ده.
په لنډ مهال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو هدف دا و، چې تر راتلونکو څو کلونو له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم زیات کړي. همدارنګه، دوی له طالبانو سره خپل ډیپلوماتیک تعامل هم پراخ کړی. د فبرورۍ په ۱۷مه د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ډیپلوماتانو یوه ناسته وکړه، ترڅو د طالبانو پروړاندې ګډ ډیپلوماتیک چلند او د سوداګرۍ او سیمهییز اتصال د ګړندۍ کولو لارې وڅېړي.
یو ګډونوال ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ اړیکو ښه کول د منځنۍ اسیا لپاره «ډېر حیاتي» کار دی.
ازبکستان د دې هېوادونو په منځ کې له طالبانو سره په افغانستان کې د اقتصادي تعامل مشري کړې ده. د ډسمبر میاشتې په پای کې تاشکند د ترمذ پوله چې د طالبانو د واک ته د رسېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې تړل شوې وه، د مساپرو د تګراتګ لپاره پرانېسته. د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۰ سلنې څخه زیات لوړ شو او ۱.۵ میلیارد ډالرو ته ورسېد.
د فبروري په پای کې دواړو لوریو اعلان وکړ، چې تر راتلونکو پنځو کلونو به د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي، خو اوس د سوداګرۍ د چټکې پراختیا او سیمهییز اتصال ډېری هیلې له شک سره مخ شوې دي.
یوه سیمهییز کارپوه تیمور اتایف په یوه اذربایجانۍ ورځپاڼه کې لیکلي: «د پاکستان او افغانستان د جګړې پیل په عمل کې د دې هوکړو پلي کول ځنډولي دي». نوموړي هغو هوکړه لیکونو ته هم اشاره کړې، چې د منځنۍ اسیا د مشرانو د وروستیو سفرونو په جریان کې په اسلاماباد کې لاسلیک شوې وې.
د روسیې د نړۍوالو اړیکو او نړۍوال اقتصاد د موسسې کارپوه ستانیسلاو پریچین د قزاقستان یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د سوداګرۍ په اړه خپل توقعات تعدیل کړي. د هغه په باور، هرڅومره چې دا جګړه اوږده شي، د دې هېوادونو لپاره د خړوبېدو د محدودیت څخه د خلاصولو هدف لا ډېر ځنډول کېږي.
هغه زیاته کړه: «په اوږدمهال کې امکان لري چې د پروژو د پیل په وخت کې ټاکل شوي اهدافو ته رسېدل ستونزمن وي».