• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جګړې روان کړکېچ؛ څارونکي وایي منځنۍ اسیا له پاکستان او طالبانو څخه ناهیلې شوې ده

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې د زیاتېدو له امله د منځنۍ اسیا ځینې کارپوهان وایي، چې د دې سیمې هېوادونه اوس د سوېلي اسیا هېوادونو سره د پراخو اقتصادي اهدافو د ترلاسه کېدو په برخه کې ناهیلې شوې دي.

د دوی په اند، د منځنۍ اسیا سټراتېژیکې پروژې په عمل کې د جدي ننګونو سره مخ شوي او د دې پروګرامونو د ژر عملي کېدو روښانه لید نه‌شته.

اوراسیا ویب‌پاڼې لیکلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانه ښکاره جګړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو هغه هیلې چې له پاکستان سره سوداګري پراخه کړي او د سوېلي اسیا بندرونو ته لاسرسی پیدا کړي، په جدي توګه له شک سره مخامخ کړې دي. ویب‌پاڼه زیاتوي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ روانو نښتو د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پر پلانونو د پام وړ ناوړې اغېزې کړې دي.

تر یوې اوونۍ جګړې وروسته هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو کومه نښه نه لیدل کېږي. د راپور لیکونکي ټینګار کړی، چې د پاکستان او طالبانو جګړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د څو میاشتو سختې ډیپلوماتیکې هڅې چې د دواړو خواوو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره شوې وې، ژر له‌منځه یوړې.

د قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او د پاکستان په څېر هېوادونو له نظره د سوېلي اسیا بندرونو ته چټک لاسرسی تر ټولو لنډه لار ګڼل کېږي. د دغو لارو د لاسرسي امکان کولی شي د دوی د صادراتو ظرفیت په څرګنده توګه لوړه کړي.

د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر راهیسې د قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان ولسمشرانو پاکستان ته مهم سفرونه کړي، ترڅو د ۱۹۸۰مو کلونو د شوروي حضور له امله جوړه شوې تاریخي بې‌باوري شاته کړي او له پاکستان سره نږدې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.

د دغو سفرونو پر مهال د ټرانس‌افغان رېل پټلۍ د پروژې بنسټونه هم وڅېړل شول، چې منځنۍ اسیا له پاکستان سره په نښلولو کې ځانګړی اهمیت لري.

د قزاقستان او ازبکستان چارواکو د کراچۍ په بندر کې د ترمینلونو جوړېدو او نورو بندرونو لکه قاسم او ګوادر ته د لاسرسي په اړه هم خبرې کړې وې. دوی همدارنګه د چمن په سیمه کې د یو وچ بندر د جوړېدو امکان څېړلی چې پر ډیورنډ کرښه د ځمکنۍ سوداګرۍ یوه مهمه نقطه ده.

په لنډ مهال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو هدف دا و، چې تر راتلونکو څو کلونو له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم زیات کړي. همدارنګه، دوی له طالبانو سره خپل ډیپلوماتیک تعامل هم پراخ کړی. د فبرورۍ په ۱۷مه د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ډیپلوماتانو یوه ناسته وکړه، ترڅو د طالبانو پروړاندې ګډ ډیپلوماتیک چلند او د سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال د ګړندۍ کولو لارې وڅېړي.

یو ګډونوال ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ اړیکو ښه کول د منځنۍ اسیا لپاره «ډېر حیاتي» کار دی.

ازبکستان د دې هېوادونو په منځ کې له طالبانو سره په افغانستان کې د اقتصادي تعامل مشري کړې ده. د ډسمبر میاشتې په پای کې تاشکند د ترمذ پوله‌ چې د طالبانو د واک ته د رسېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې تړل شوې وه، د مساپرو د تګ‌راتګ لپاره پرانېسته. د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۰ سلنې څخه زیات لوړ شو او ۱.۵ میلیارد ډالرو ته ورسېد.

د فبروري په پای کې دواړو لوریو اعلان وکړ، چې تر راتلونکو پنځو کلونو به د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي، خو اوس د سوداګرۍ د چټکې پراختیا او سیمه‌ییز اتصال ډېری هیلې له شک سره مخ شوې دي.

یوه سیمه‌ییز کارپوه تیمور اتایف په یوه اذربایجانۍ ورځپاڼه کې لیکلي: «د پاکستان او افغانستان د جګړې پیل په عمل کې د دې هوکړو پلي کول ځنډولي دي». نوموړي هغو هوکړه لیکونو ته هم اشاره کړې، چې د منځنۍ اسیا د مشرانو د وروستیو سفرونو په جریان کې په اسلام‌اباد کې لاسلیک شوې وې.

د روسیې د نړۍوالو اړیکو او نړۍوال اقتصاد د موسسې کارپوه ستانیسلاو پریچین د قزاقستان یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د سوداګرۍ په اړه خپل توقعات تعدیل کړي. د هغه په باور، هرڅومره چې دا جګړه اوږده شي، د دې هېوادونو لپاره د خړوبېدو د محدودیت څخه د خلاصولو هدف لا ډېر ځنډول کېږي.

هغه زیاته کړه: «په اوږدمهال کې امکان لري چې د پروژو د پیل په وخت کې ټاکل شوي اهدافو ته رسېدل ستونزمن وي».

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

برېتانیا د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو ته تحصیلي ویزې بندوي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۰

د برېتانیا کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اوسېدونکو ته د تحصیلي ویزې بهیر دروي. دغه وزارت همداراز ویلي، له دې سربېره افغانانو ته د کاري ویزې بهیر هم بندوي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تر دې وروسته په دغه هېواد کې کډوالي هم لنډمهالې ده او په هرو ۳۰ میاشتو کې به د کډوالو وضعیت وارزول شي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د لنډمهالې کډوالۍ وضعیت په اعلانولو سره ویلي، تر دې وروسته بالغ کسان به په لنډ مهالي توګه د کډوال په توګه ومنل شي او تر ۳۰ میاشتو وروسته به یې وضعیت بیا له سره وارزول شي او که هېوادونه یې خوندي وګڼل شي، نو باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د نوموړې په وینا، هغه کډوال چې لا هم په خپلو هېوادونو کې له ګواښ سره مخ دي ملاتړ ته به یې دوام ورکړل شي، خو هغه کسان چې هېوادونه یې خوندي شوي او نور محافظت ته اړتیا نه‌لري، نو تمه ترې کېږي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

دغه پالیسي د ډنمارک له تجربې څخه په الهام اخیستنې جوړ شوی چې په تېره یوه لسیزه کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د کډوالو او پناه غوښتونکو په تړاو د برېتانیا په نوې پالیسۍ کې یو کس ته تر ۲۰ کلونو پورې د دایمي استوګنې حق نه‌ورکول کېږي او همداراز د اوس لپاره د کورنیو د یو ځای کېدو بهیر هم ځنډول شوی دی.

د دغې پالیسۍ له‌مخې، برېتانیا ماهرو کسانو ته په برېتانوي ټولنه کې د ادغام زمینه برابروي او بې‌سرپرسته ماشومان به یوازې د ۵ کلونو لپاره د اوسېدو اجازه ولري.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي: «دا هېواد به تل د هغو کسانو لپاره امن ځای وي چې له جګړې او ځورونې تښتي. خو موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ د پناه غوښتنې سیستم داسې انګېزې نه‌رامنځته کوي چې خلک خطرناکو سفرونو ته وهڅوي او د انسانانو د قاچاق وړونکو جېبونه ډک کړي».

د هغې په وینا، کله چې د یوه کډوال هېواد خوندي شي نو یاد کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

د فرانسې او اسراییل د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او د حزب‌الله د بریدونو په اړه خبرې وکړې

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۰

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو له خپل اسراییلي سیال ګیدیون ساعر سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې روان وضعیت او په ایران کې د روانې جګړې په اړه بحث وکړ او د لبنان د حزب‌الله له لوري یې پر اسراییل د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وغندل.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې د لبنان د ملکي وګړو او بنسټیزو تاسیساتو د خوندي ساتلو پر اړتیا او د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار وکړ.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې بارو په دې ټلیفوني اړیکه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بریدونو له امله زیانمنو شویو ملکي وګړو سره د پاریس خواخوږي څرګنده کړه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر همداراز د تاوتریخوالي د کمولو او د ګډو امنیتي ننګونو لپاره د تلپاتې حل لارې موندلو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل، چې په دغو ننګونو کې د ایران اټومي پروګرام، بالسټیک توغندیز پروګرام او هغه سیمه‌ییزې بې‌ثباته کوونکې کړنې شاملې دي چې د ایران د حکومت له تګلارو سرچینه اخلي.

پاکستاني پوځیانو په زابل کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو پوستې په نښه کړې دي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۰

ځايي سرچینې وایي، چې پاکستاني پوله‌ساتو په زابل ولایت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي دي. د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې طالب ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د دوی یو شمېر سرحدي پوستې ویجاړې شوې دي.

زابل ولایت د افغانستان په سوېل کې موقعیت لري او له بلوچستان ایالت سره ګډه پر ډیورنډ کرښه پروت دی.

طالبانو تر اوسه پورې په دې سیمه کې د نښتې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. تر دې وړاندې هم پاکستاني رسنیو د سې‌شنبې په ورځ د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د مومندو په سیمه کې د نښتې خبر ورکړی و.

د یادو نښتو له امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکي له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د طالبانو پر مرکزونو او ځواکونو هوايي بریدونه زیات کړي دي. بلخوا طالبانو هڅه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني عسکرو د پوستو په نښه کولو سره د اسلام‌اباد هوايي بریدونو ته ځواب وایي.

طالبانو له مرستندویه موسسو وغوښتل چې له افغانانو سره په هره برخه کې مرستې وکړي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) له ماشومانو څخه د ملاتړ موسسې له رييس هوجا بویار سره په کتنه کې له ټولو بشري مرستندویه موسسو وغوښتل، چې له افغانانو سره په هره برخه کې مرستې وکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي په دې کتنه کې وویل، د افغانستان خلک د طبیعي پېښو له امله له داخلي بې‌ځایه کېدو او له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه له ستنېدو سره مخ دي، نو له همدې امله خوراکي، غېرخوراکي او د نغدي مرستو ته اړتیا لري.

هغه له بشري مرستندویه موسسو څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانانو سره دې په هره برخه کې مرستې وکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې له ماشومانو څخه د ملاتړ موسسې رييس هوجا بویار وویل، چې افغانان د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي او له یادې ادارې یې وغوښتل، چې د وروستیو جګړو له امله د داخلي زیانمنو کورنیو لېست ورکړي، څو ورسره نغدي مرستې وکړي.

د جرمني لومړی وزیر: د اسلامي جمهوریت پای به د ایران او نړۍ لپاره ښه خبر وي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۰

د جرمني لومړی وزیر فرېدرېښ مېرڅ وایي، د ایران اسلامي جمهوریت په ټوله نړۍ کې د «لسګونو کلونو ترهګرۍ» مسوول پاتې شوی او د دې نظام پای ته رسېدل به «د ایران او نړۍ لپاره ښه خبر» وي.

هغه زیاته کړه، چې پوځي بریدونه له خطره خالي نه دي او باید د ایران د کړکېچ لپاره د راتلونکي په اړه هم پلان جوړ شي.

مېرڅ ټینګار وکړ، چې غواړي د ایران له ولس سره مرسته وکړي، څو هغوی وکولای شي د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي. د هغه په وینا: «د ایران خلک باید وکولای شي په سوله او ډاډمن امنیت کې خپل راتلونکی وټاکي».

د مېرڅ په خبره، تر اوسه نه امریکا او نه هم اسراییل له جرمني څخه د اسلامي جمهوریت پر ضد په پوځي هڅو کې د مستقیم ګډون غوښتنه کړې ده.