اذربایجان له ایران څخه خپل ډیپلوماټان وباسي

د ازربایجان حکومت اعلان کړی چې د ایران له لوري د ډرون الوتکو له برید وروسته خپل ډیپلوماتان له ایران څخه وباسي.

د ازربایجان حکومت اعلان کړی چې د ایران له لوري د ډرون الوتکو له برید وروسته خپل ډیپلوماتان له ایران څخه وباسي.
د راپورونو له مخې، اذربایجان دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان کړه چې د ایران له لوري ډرون برید د نخجوان پر سیمه ترسره شو. ویل کېږي چې د کب په ۱۴مه لږ تر لږه دوه بریدګر ډرونونه پر دې سیمې لګېدلي دي.
د اذربایجان ولسمشر الهام علي اف د دې برید په غبرګون کې ویلي چې «هغه کسان چې دا ترهګریز اقدام یې کړی، پښېمانه به شي.»
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د ایران چارواکي باید د دې پېښې په اړه وضاحت ورکړي او بښنه وغواړي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پرتو ولایتونو ځینو قومي مشرانو او پخوانیو نظامیانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې طالبانو د پاکستان پرضد جګړه او لاریونونو کې له د دوی ملاتړ ترلاسه کړی دی. دوی زیاتوي، چې په خوست او پکتیکا کې ځینې پخواني نظامیان د پاکستان پرضد جګړه کې برخه لري.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې د اوږدېدو سره همهاله په خوست، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې ځینو قومي مشرانو او پرنفوسه شخصیتونو سره د طالبانو والیانو ځانګړي ناستې کړي دي.
ځيني قومی مشرانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې پخواني قومي مشران او پرنفوسه څېرې د طالبانو غونډو ته نه ور غوښتل او نه یې هم کومو ځانګړو غونډو ته بلنه ورکوله، خو له پاکستان سره د جګړې په جریان کې د طالبانو د قبایلو چارو ریاستونو اړیکې نیولي دي او خپلمنځي غونډې یې جوړې کړي دي ترڅو دوی د پاکستان ضد لاریونونو ته یې چمتو کړي.
په خوست کې یو قومي مخور وویل:«په تېرو څلورو کالونو کې زمونږ پوښتنه د طالبانو چارواکو ونه کړه، اوس چې ورباندې بده ورځ راغله ورڅخه غوښتل شوي چې د پاکستان پرضد یوه غونډه جوړه کړي.»
په خوست کې قومي مشرانو وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د خوست ولایت مقام ته غوښتل شوي وو، د طالب چارواکو غوښتنه دا وه، چې د پاکستان پرضد او د طالبانو د ملاتړ لپاره غونډې او لاریونونه جوړ کړي او ولسي خلک یې د ګډون لپاره وهڅوي.

طالبانو له دې وړاندې د قومي مشرانو او پرنفوسه څېرو سره منظمې غونډې نه درلودې خو لومړی ځل د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړو پر مهال تېره ورځ د طالبانو د ننګرهار والي محمد نعیم اخوند او د قومي مشرانو ترمنځ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د طالبانو د ننګرهار والي وویل:« که ولسونه د خپلو اولادونه ترڅنګ دریږي دا یې حق دی او مونږ یې ستاینه او هرکلی کوو.»
نه یوازې دا چې په ولایتونو بلکې طالبانو په کابل کې هم ځیني پخواني افغان چارواکي او د ولسي جرګې ځیني غړي اړ کړي و، چې په کابل کې خبري ناسته جوړه او د پاکستان پرضد جګړه کې د طالبانو ملاتړ اعلان کړي.
پکتیکا او خوست ولایتونو کې ځینو پخوانیو افغان نظامیانو وویل، چې طالبان په زوره ډیورنډ کرښې ته وړي ترڅو د پاکستان پرضد جګړه کې ورسره همکاري وکړي.
یو پخواني نظامي وویل:« د تېرو دریو ورځو راهسې پخواني نظامیان طالبان د جګړې لپاره له ځان سره وړي او تېره ورځ هم د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې ګرځېدل ترڅو پخواني نظامیان پیدا کړي.»
د پرځېدلي جمهوریت ځینو نظامیانو وویل، چې طالبان د هغو کسانو په لټه کې دي ترڅو له دوی سره همکاري وکړي، چې درنو وسلو د کارولو وړتیا ولري.
د امنیتي ستونزو له امله د هغو پخوانيو افغان نظامیانو نومونه نشو په ډاګه کولی چې اوس مهال د طالبانو په لیکو کې د پاکستان پرضد جګړه کې برخه لري او په دې کې د هاوان او توپچي برخې زده کړي هم موجود دي.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې طالبانو نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو ولایتونو قومي مشران او نظامیان هڅولي چې د پاکستان پرضد روانه جګړه کې لاریونونه وکړي او د دوی ملاتړ وکړي بلکې په نورو ولایتونو کې هم ورته راپورونه شته، چې طالبانو په امر لاریونونه جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، نن یولسمه ورځ ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده، چې ملکیانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده او زرګونه کورنۍ د جګړې له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
د مالیزیا لومړي وزیر، محمد انور ابراهیم، خبرداری ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې نښتې د سیمې سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.
انور ابراهیم له دواړو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي. هغه دواړه خواوې زغم ته راوبللې او ټینګار یې وکړ چې روان تاوتریخوالی کولی شي سیمهییز ثبات کمزوری کړي.
د مالیزیا لومړي وزیر تېره ورځ په جلا جلا ټیلیفوني اړیکو کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرې کړي دي.
هغه د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د ملا حسن اخوند سره په خبرو کې یې ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید له زغمه کار واخلي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې وضعیت نور هم کړکېچن کولای شي.
انور ابراهیم زیاته کړه چې روان پوځي اقدامات، چې تر دې دمه یې د دواړو لورو سلګونه کسان وژلي، باید ژر تر ژره ودرول شي. د هغه په وینا، مالیزیا د دې کړکېچ د حل لپاره د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو ملاتړ کوي، څو د اوږدمهاله شخړې مخه ونیول شي.
نوموړي وویل چې جګړه یوازې د خلکو کړاو زیاتوي او د سیمې سوله او ثبات کمزوري کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک له پاکستان او طالبانو غوښتي، پر ډیورنډ کرښه روانې نښتې ژر تر ژره ودروي او د هغه مېلیونونه کسانو مرستې ته لومړیتوب ورکړي چې له اوږدې مودې راهیسې د جګړو له امله له کړاو سره مخ دي.
ولکر ترک ویلي، چې د دواړو هېوادونو ملکي وګړي اوس د هوايي بریدونو، درنو توپونو، هاوانونو او ډزو له امله خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کېږي. هغه ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید د نړۍوالو بشري او بشرپاله قوانینو له مخې د ملکي وګړو ساتنه تضمین کړي او د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې او رڼې څېړنې ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې بریدونو له امله په افغانستان کې ۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱۸ نور ټپیان شوي وو، چې دا له ۲۰۰۹کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي.
همدارنګه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳کال له سپټمبر میاشتې راهیسې کله چې پاکستان د بېاسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پیل شوه تر ۲ مېلیونه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي؛ خو لاهم نږدې ۲ مېلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.
د بشري حقونو عالي کمېشنر ویلي، چې د جګړو له امله ډېرو اړمنو خلکو ته بشري مرستې نهرسېږي او دغه کار د خلکو کړاو نور هم زیاتوي.
په امریکا کې د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان «افغان اېواک» د قطر په السلیله پنډغالي کې د مېشتو شاوخوا ۱۱۰۰ افغان متحدینو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دغه سازمان وایي، په دغه پنډغالي کې بند پاتې ډېری کسان ښځې او ماشومان دي.
د افغان اېواک مشر شان وان ډایور ویلي، د تېر څه باندې یو کال راهیسې یې هڅه کړې چې د دغه کسانو ستونزه په رسمي او غیر علني ډول حل کړي. د ډایور په خبره؛ دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالۍ ادارو او د کانګرس له غړو سره په دې اړه څو ځله خبرې کړې دي.
هغه زیاتوي، چې په دې موده کې یې د غونډو او ایمېلونو له لارې غیر رسمي خبرې کړې او موضوع یې تر لوړو کچو راپورته کړې؛ خو تر اوسه د پام وړ پرمختګ نهدی شوی. افغان ایواک وايي، د دغه هڅو ترڅنګ یې اوس پرېکړه کړې چې د موضوع په اړه عامه دریځ هم خپل کړي؛ څو د یاد پنډغالي د اوسېدونکو ستونزې روښانه شي.
دغه بنسټ ټینګار کوي، چې د یادو افغان کورنیو جرات او زړورتیا د ستاینې وړ ده او باید د هغوی د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. ابراهیم ځدراڼ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر ټاکل شوی او حشمت الله شهیدي به د یو ورځنیو لوبو مشري په غاړه ولري.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د شل اوریزو سیالیو لپاره په لوبډله کې «ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر رحمان الله ګربز او نورالرحمان وېکټ ساتونکي صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، شرف الدین اشرف، راشد خان، نور احمد، مجیب الرحمان، ضیاءالرحمان شریفي، فرید احمد ملک او عبدالله احمدزی» او په احتیاطي لوبغاړو کې ننګیال خروټی، بلال سمېع او اعجاز احمدزی شامل دي.
کرېکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره په لوبډله کې «حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل وېکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، محمد غضنفر، ضیاءالرحمن شریفي، فرید احمد ملک و بلال سمیع» او په احتیاطي لوبغاړو کې یې قیس احمد، محمد سلیم ساپی او بشیر احمد شامل کړي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د سیمې وضعیت له نږدې څاري او تراوسه یې د لوبو د ځای په اړه پرېکړه نهده کړې.