اسراییل وایي د ایران په مرکز کې یې د پوځي تاسیساتو پر ضد پراخ بریدونه کړي

د اسراییل دفاعي ځواکونو اعلان کړی چې د ایران په تهران او مرکزي سیمو کې یې د ایران د رژیم مهم پوځي تاسیسات په نښه کړي، ترڅو د ایران د بریدونو وړتیا پر اسراییلي ملکي وګړو محدوده کړي.
د اسراییل دفاعي ځواکونو (IDF) په رسمي ایکس پوسټ کې ویلي چې د اسراییل هوایي ځواک له ۸۰ زیات جنګي الوتکې د ایران په تهران او مرکزي برخو کې کلیدي پوځي تاسیسات بمباري کړي دي.
په ایکس دغه خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، د ایران په مرکز کې ترسره شوي بریدونه د څو مهمو پوځي هدفونو پر ضد وو، چې په کې د ایران د اسلامي پاسداران ځواک امام حسین پوځي پوهنتون شامل و، کوم چې د افسرانو د روزنې او د غونډو د ترسره کولو لپاره کارول کېږي. همدارنګه د بریدونو په هدف کې د بالیستیک توغندیو زیرمې، د ځمکې لاندې د توغندیو قوماندې مرکزونه او هغه ځایونه شامل وو چې ایران د اسراییل پر وړاندې توغندۍ له هغه ځایه توغوي.
د اسراییل دفاعي ځواک څرګنده کړې چې دغه بریدونه د ایران د رژیم وړتیا د اسراییلي ملکي وګړو پر وړاندې د توغندیو د استعمال لپاره کمزوری کوي.
