• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د جولای ۸مه

د طالبانو له زندانه تر کړاوه ډک مزل؛ خوشې شوې افغان مېرمنې د ټولنیز قضاوت له امله کړېږي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې یادې ډلې د ښځو پر وړاندې یوه سخت‌دریځه او محدودوونکې تګلاره خپله کړې. طالبانو په خپلې څلور نیم کلنې دوره کې ان هغه غږونه ډب کړل، چې یا یې د دوی پر تګلارو نیوکې کړې او یا یې هم د بې‌عدالتیو پر وړاندې غږ پورته کړی دی.

په دې ډله کې ګڼې افغانې ښځینه فعالانې هم شاملې دي، چې د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو پر وړاندې یې اعتراض وکړ؛ خو دغه اعتراضونو نه یوازې دا چې د طالبانو دریځ یې بدل نه کړ؛ بلکې د معترضو مېرمنو د ځپنې، نیونې او ربړونې لامل شول.
په دغه راپور کې له هغه درېیو ښځینه فعالو سره خبرې شوې، چې د طالبانو په زندانونو کې یې شپې سبا کړې دي. دوی په دغه راپور کې د زندان له تیارو نیولې تر خوشې کېدو وروسته خپل ورځنی کړاو او ترخې تجربې شریکې کړې دي چې څنګه زندان د دوی پر ټولنیز موقف، شخصي ژوند او د دوی پر وړاندې د خلکو پر لیدلوري ژور اغېز کړی دی.
له دې ډلې ژولیا پارسي چې د ښځو د حقونو له فعالو څېرو څخه ده، د «نان، کار، ازادي» تر شعار لاندې یې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د اعتراض غږ پورته کړ. نوموړې چې د ښوونې او روزنې په برخه کې تجربه لري، د ښوونکې په توګه او دارنګه د روغې جوړې عالي شورا کې دنده ترسره کړې، وایي: «له سقوط وروسته د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او ادارو دروازو تړل راته د نه زغملو وړ و، په ځانګړي ډول کله چې به زده‌کوونکو د خپل ناروښانه برخلیک په اړه اندېښنې راسره شریکولې».
هغې زیاته کړه، چې خپله هم د یوې نجلۍ مور ده او د خپلې لور نهیلي یې نه شوه زغملای او د هغې په سترګو کې به یې د افغانستان د ټولو نجونو درد لیده.
ژولیا پارسي وایي، چې خپل اعتراضونه یې د ۲۰۲۱کال (د سپتمبر په ۳مه) پیل کړل. د هغې په وینا؛ اعتراضونو پر طالبانو اغېز نه کاوه او هغوی به د دغه راټولېدنو د ځپلو هڅه کوله.
نوموړې زیاتوي، چې «طالبانو د ښځو مبارزه او اعتراض دغې ډلې ته ګواښ باله او زموږ له مبارزې یې وېره لرله؛ نو ځکه یې دغه اعتراضونه ځپل».

هغه وایي، طالبانو د ۱۴۰۲کال په تلې میاشت کې ونیوله او لاس تړلې یې زندان ته ولېږدوله. د هغې په وینا؛ د نیولو پرمهال هېڅ ښځینه کارکوونکې ورسره نه وه، څو طالبانو یې سر په تورې کڅوړې وپوښاوه او لاسونه یې ورته وتړل. اغلې پارسي وایي: «له ما سره داسې چلند وشو لکه لوی جرم مې چې کړی وي؛ حال دا چې زما یوازینۍ ګناه د نجونو د حق غوښتنه وه».
نوموړې وایي، کله به چې طالبانو نورو قضایي برخو ته د عدلي او قضایي بهیر بشپړولو لپاره وړله؛ نو هلته ځینې ښځینه کارکوونکو هم کار کاوه خو دوی د جمهوریت پرمهال په لوړو بستونو کې کار کړی و او د طالبانو تر راتګ وروسته ټیټو بستونو ته راښکته شوې وې.
د هغې په وینا؛ د ځینو چلند ورسره له سپکاوي ډک او ناوړه و او دا ورته حیرانوونکې وه، چې څنګه یوه ښځه له بلې ښځې سره داسې چلند کولای شي.
ژولیا په زندان کې دغه درې میاشتنۍ موده د خپل ژوند تر تولو ترخه خاطره یاده کړې؛ خو هغه له زندان وروسته هم له سخت حالت سره مخ شوې. هغه خپل وضعیت داسې بیانوي:« خلکو به ډېرې خبرې راپسې کولې او دغه خبرو زما د کور هر غړی تنګ کړی و». هغه وایي، د ټولنې دغه چلند او د ځان د امنیت لپاره دې ته اړ واېستل شوه چې هېواد پرېږدي او په جلاوطنۍ کې شپې ورځې تېرې کړي.
خو د ټولنې له‌خوا بد چلند او دغه درد یوازې ژولیا نه‌ده ځورولې؛ بلکې د هغې په څېر نورې ښځې او نجونې هم له ورته شرایطو سره مخ شوې دي.
سارا (مستعار نوم) هم د طالبانو له زندانه ترخې خاطرې لري. هغه وایي، چې له دوه میاشتو بند وروسته په ضمانت خوشې شوه. د نوموړې په وینا؛ «که څه هم له زندانه خوشې شوم؛ خو ټولنیز فشارونه لا پای ته نه‌دي رسېدلي». هغې زیاته کړه: «زه د طالب له بنده خلاصه شوم؛ خو د ټولنې له بنده نه».
هغه چې د امنیتي ستونزو له امله یې د خپلې نیونې د لامل په اړه نه غوښتل پوره معلومات ورکړي یوازې دومره یې وویل، چې د ازاد ژوند کولو او د خپل حق غوښتنې په جرم نیول شوې وه. د هغې په وینا؛ د دغه کار سزا دومره لویه ورکړل شوه، چې ان کورنۍ یې هم ترې اغېزمنه ده او د خلکو خبرې یې هره ورځ ځوروي.
د سارا مور وایي، چې هغه ډېره منزوي شوې او هیڅ د خپلوانو او دوستانو د خوښیو مراسمو ته نه ځي. د هغې په خبره؛ لور ته یې اوس‌مهال هیڅ څوک د جرګې (مرکې) لپاه نه راځي په هغه حال کې چې هغې پخوا تر دې ډېرې د واده لپاره مرکې لرلې. هغه وایي، د خلکو ناوړه خبرې چې ګوندې په زندان کې پر ټولو ښځو تېری کېږي، لور یې له رواني اړخه ډېره ځوروي. نوموړې زیاته کړې، که څه هم له هغې سره په زندان کې داسې څه نه‌دي شوي؛ خو زه نه‌شمه کولای دغه سپیناوی خلکو ته ورکړم او لور له دغه زور او رنځ څخه وژغورم».

د زندان او ټولنیز قضاوت رواني اغېزې
که څه هم واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ګڼې افغان مېرمنې د اعتراضونو او بې‌حجابۍ په ګډون د بېلابېلو تورونو له امله ونیول شوې او بندیانې شوې؛ خو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته دوی د ټولنیز قضاوت له امله هم ځورېږي.
ارواپوه ډاکټره رضوانه رحیمي په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه ډول تجربې د ژورې رواني ضربې لامل کېږي. د هغې په وینا؛ دغه ښځې له دوه ډوله زیان سره مخ دي: لومړی د بند او احتمالي شکنجې تجربه او دویم له خوشې کېدو وروسته ټولنیز شرم او قضاوت.
نوموړې وایي، چې دغه وضعیت د شرم، ژور خپګان او انزوا لامل کېږي او که د کورنۍ ملاتړ نه‌وي؛ نو پایلې به یې لا سختې وي. هغه وایي، د خلکو پېغورونه او تورونه چې له ناموسي مسایلو سره تړاو ورکول کېږي؛ د دې لامل کېږي چې دغه کسان(قرباني) په بېلابېلو رواني ناروغیو اخته شي.
هغه دا یوازې ټولنیز قضاوت نه؛ بلکې د دوی پر هویت یو ډول مستقیم برید او تعرض ګڼي. د اغلې رحیمي په خبره؛ دغه موضوع د ارواپوهنې له اړخه دغه کسان د هویتي شرم سره مخ کوي او دا چاره دوی له ټولنې واټن اخیستو ته اړ باسي، چې دوی یوازېتوب غوره کوي.
ډاکتره رحیمي وایي، معمولا دغه کسان په ژور خپګان اخته کېږي او د وخت په تېرېدو د بې‌ارزښتۍ احساس کوي. په افغاني ټولنه کې زنداني شوې ښځو ته نه یوازې پردي خلک په عادي سترګه نه‌ګوري؛ بلکې په ځینو مواردو کې د کورنۍ غړي او د ژوند ملګری هم نور دغه ښځو ته پخوانی ځای نه‌شي ورکولای او د دوی کورنۍ اړیکې له همدې امله اغېزمنېږي.
هیله (مستعار نوم) د طالبانو د ظلم یوه بله قرباني ده، چې له زندانه تر خلاصون وروسته یې ازادي ترلاسه کړه؛ خو د ژوند تر ټولو اړینه اړیکه ېې له لاسه ورکړه. هغه له زندان وروسته د خپل ژوند کیسه داسې بیانوي: «له سقوط مخکې مې یوې دولتي ادارې کې کار کاوه او له خپل کار او ژوند خوشاله وم. زما له خپل کار او مسلک سره ډېره مینه وه او ما غوښتل د رهبرۍ تر کچې ورسېږم؛ خو د طالبانو راتګ د دې لامل شو، چې موږ ښځې په کور کېنو او له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شو».
هیله وایي، هغه مهال کوژده شوې وه او کوژدن یې هم تر ډېره بریده ورسره هم‌نظره و او د ښځو ازادۍ، کار او زده‌کړو ورته اهمیت لاره. د هغې په وینا؛ د کورنۍ د ملاتړ له امله یې په ازاده توګه د خپل حق غوښتلو لپاره مبارزه کوله او په اعتراضونو کې یې برخه اخیسته، چې بالاخره طالبانو د معترضو مېرمنو یوې ډلې سره یوځای ونیوله او ۳۳ ورځې د طالبانو په بند کې پاتې شوه؛ خو کله چې د خپل پلار او نورو مشرانو په ضمانت له بنده خوشې شوه، کوژدن یې نه غوښتل له دې سره ژوند وکړي. هغه وایي: «د ټولنې خبرو او پېغورونو مې کوژدن دې ته اړ کړ، چې له ما جلا شي».
هغه وایي، زه اوس هم له هغه ژور خپګان نه یمه وتلې او دغه پېښه نه‌شم هېرولای. هغه په خپل وروستي پیغام کې وایي:« د طالبانو په راتګ سره موږ افغانې مبارزې مېرمنې یوازې کار، زده‌کړو او د ازاد ژوند حق نه‌دی بایللی؛ بلکې د همدغه حق غوښتنې په بیه مو د ژوند ډېرې ارزښتاکه اړیکې، هویت او ټولنیز موقف هم بایللی دی».
ډاکټره رضوانه رحیمي په دې اړه وایي، چې کورنۍ په داسې حالاتو کې ډېر مهم رول لوبوي که چېرې یو ځورېدلی کس د کورنۍ ملاتړ ولري؛ نو ټولنیز فشار او منفي انګېرنې تر ډېره کموي او دغه کس د یوازېتوب احساس نه‌کوي؛ خو که یو قرباني د ټولنې د منفي قضاوتونو تر څنګ د کورنۍ ملاتړ هم له لاسه ورکړي، دا ډېرې بدې او دوامداره پایلې لرلای شي او د سختې انزوا لامل کېږي.
د دغه کسانو کیسو تر څنګ ځینې رسمي شمېرې او راپورونه هم ښيي، چې په افغانستان کې د ښځو د بند او زندان وضعیت لاهم د اندېښنې وړ دی. تر دې وړاندې د روان کال په زمري میاشت کې دغې ادارې ویلي و، چې شاوخوا ۱۶زره کسان د دوی په زندانونو کې بندیان دي چې له زرو ډېرې یې ښځې او ۱۶ یې بهرنیان دي.
له بل پلوه د شکنجې ضد نړۍوال سازمان د بشري حقونو همغږي کوونکې سیبیل ماني افغانستان ته له سفر وروسته وویل، چې د طالبانو په زندانونو کې لاهم نارینه او ښځې شکنجه کېږي. ماني وويل، هغه نارينه او ښځې چې په افغانستان کې يې د طالبانو پر تګلارو نيوکې کولې، بنديان شوي او ربړول شوي دي.
سیبیل ماني همداراز ټینګار وکړ، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون پر ښځو پراخ محدودیتونه لګولي او حتی نارینه یې اړ اېستي چې خپلې مېرمنې "کنټرول" کړي.
د دغه راپورونو له مخې؛ د طالبانو له بند وروسته د ښځو ستونزې یوازې تر زندانه محدودې نه‌دي؛ بلکې ټولنیز قضاوت، د کورنیو اړیکو خرابوالی او رواني فشارونه هغه دوامداره ننګونې دي، چې ډېری خوشې شوې ښځې ورسره مخ دي.

ترویج لرونکی

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۲

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۳

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۴

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

۵

واشنګټن پوسټ:رحمان‌الله لکڼوال په زندان کې د نه‌خوړلو اعتصاب له امله روغتون ته لېږدول شوی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه له ایران څخه د افغان کډوالو د احتمالي ستنېدو نوې څپې ته چمتووالی نیسي

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۰
ملګري ملتونه له ایران څخه د افغان کډوالو د احتمالي ستنېدو نوې څپې ته چمتووالی نیسي
100%

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو له امله له ایران څخه افغانستان ته راستانه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) سرپرستې ویلي، چې د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د افغانستان په سرحدي دروازو کې د مرستو د برابرولو لپاره چمتووالی نیسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې جورجېت ګانیون له ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې څلور میلیونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په یادولو سره، دا وضعیت ډېر ستونزمن بللی دی. هغې همدارنګه ویلي، چې د روان کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورند کرښه د دروازو بندېدو له کبله دواړو غاړو ته خلک اغېزمن شوي دي.

جورجېت له ټولو لورو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي، د خبرو اترو لاره خپله کړي او له ملکي وګړو څخه ساتنه وکړي. هغې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «ملګري ملتونه په پرله‌پسې او دوامداره توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شويو محدودیتونو د لرې کولو لپاره هڅې کوي».

نوموړې د دغو محدودیتونو د پایلو په اړه د افغانستان د راتلونکې اقتصاد لپاره خبرداری ورکړی او په ډاګه کړې یې ده: «دغه محدودیتونه د هېواد لپاره جدي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې پایلې لري. موږ همدارنګه ټینګار کوو چې دا مساله د دې لامل شوې چې افغانستان په تدریجي ډول نړۍوال نظام ته بېرته ورګډ شي او خپل نړۍوال مسوولیتونه پوره کړي».

اېمل ولي خان طالبانو ته په اشاره؛ ترهګر دوست نه‌لري ریاست دې خپله پالیسي بدله کړي

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۰
اېمل ولي خان طالبانو ته په اشاره؛ ترهګر دوست نه‌لري ریاست دې خپله پالیسي بدله کړي
100%

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د افغان طالبانو په اړه د پاکستان پر پالیسیو سختې نیوکې کړي او وايي، چې د افغانستان اوسني حاکمانو ته د «دوست حکومت» ارزښت ورکول د پاکستان د حکومت تېروتنه وه.

نوموړي د پاکستان پر تېرو او اوسنیو پالیسیو سختې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده: «له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې موږ په دوامداره توګه ویل، چې دا خوش‌بختي مه پالئ چې په افغانستان کې ستاسو «دوست حکومت» راغلی دی. ترهګر یوازې ترهګر وي».

نوموړي ویلي، چې د پاکستان د ناکامو پالیسیو په اړه یې له وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې اوس یې زیان هم د پاکستان ریاست او هم عامو خلکو ته رسېدلی دی.

اېمل ولي خان زیاته کړې: «نن هماغه عناصر چې پرون ورته -ستراتیژیک عمق- یا د دوستۍ نوم ورکول کېده، اوس نه پوهیږو چې د کومو سرلیکنو لاندې په عملیاتو کې په نښه دي».

نوموړي ویلي، د پاکستان ریاست باید پر دې پوه شي، چې «ترهګر نه دوست لري، نه مذهب او نه هم قوم».

اېمل ولي خان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «تر هغه وخته چې موږ همدا تېروتنې تکرار وو، تر هغو به زموږ خپل خلک بې‌کوره وي، زموږ بازارونه به خالي وي او زموږ ځوانان به د هدیرو او پنډغالو ترمنځ ژوند کوي».

اېمل ولي خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د پاکستان د هوايي ځواکونو له‌خوا د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بمبارۍ په وقفه‌يي ډول دوام لري.

ار‌اېس‌اېف: د روان کړکېچ له امله پاکستان کې د افغان خبریالانو ژوند سخت شوی

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۰
ار‌اېس‌اېف: د روان کړکېچ له امله پاکستان کې د افغان خبریالانو ژوند سخت شوی
100%

د بې پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړی، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې له زیاتېدو سره سم، هغه افغان خبریالان چې پاکستان ته یې پناه وړې د نیولو او شړلو له نوې څپې سره مخ شوي دي. دغه سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا، دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې پر افغان کډوالو په ځانګړي ډول پر تبعید شویو خبریالانو فشارونه زیات شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یادو خبریالانو د بېرته ستنولو په صورت کې به هغوی له سختو او حتی مرګونو غچ اخیستنې ګواښ سره مخ کړي.

په تېره یوه اوونۍ کې، چې د دواړو لورو تر منځ پوځي کړکېچ هم زیات شوی، څو افغان خبریالان په پاکستان کې نیول شوي او د اېستل کېدو اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د خبریالانو د ملاتړ یاد سازمان د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا د ۲۰ خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي. همدارنګه په تېرو ۱۵ ورځو کې لږ تر لږه شپږ هغه خبریالان چې د دغه سازمان له ملاتړه هم برخمن وو، په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د کال له پیل راهیسې د بېرته شړل شویو خبریالانو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.

ځینو دغو خبریالانو له بې‌پولې خبریالانو سازمان سره په خبرو کې د خپل سخت حالت یادونه کړې ده.

یوه افغان خبریال د نوم نه‌ښودلو په شرط یاد سازمان ته ویلي: «د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې پولیس زموږ په سیمه کې پر افغانانو بیا بیا چاپې وهي. که څه هم زما ویزه لا هم اعتبار لري، پولیس درې ځله زموږ کور ته راغلل. حتی زه یې د پولیسو مرکز ته یووړم او نږدې یو ساعت یې بند کې وساتلم».

یو بل افغان خبریال د وېرې او یوازیتوب د ژوند کیسه داسې بیان کړه: «له څو اوونیو راهیسې زه او زما کورنۍ له کوره نه یو وتلي، ځکه وېره لرو چې د پاکستان د پولیسو له‌خوا به ونیول شو. موږ په رښتیا هم په خپل کور کې بندیان شوي یو. اوس مهال موږ خواړه او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نه‌لرو».

ځینو خبریالانو شکایتونه کړي، چې د‌ پاکستان پولیس ترې په زوره پیسې اخلي او که ور یې نه‌کړي، نو بیا یې زندان ته اچوي. له یوه افغان خبریال څخه پاکستاني پولیسو ۱۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې چې نږدې ۴۰۰ ډالر کېږي په زوره اخیستي دي.

پاکستان کې مېشت جلا وطنه افغان خبریالان په افغانستان کې د طالبانو له سختو محدودیتونو او پر رسنیو د سانسور له کبله له خپل هېواده وتلي، خو اوس یې هلته هم ژوند له سختو کړاوونو او ننګونو سره مخ دي.

د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د دغو جلا وطنه افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي او ورسره دې د انساني چلند لاره اختیار کړي.

د دې سازمان د سویلي اسیا د څانګې مشره سېلیا مرسیه وايي: «اوسنی تاوتریخوالی باید د دې پلمه ونه‌ګرځي چې کډوال په خپل سر ونیول شي او له هېواده وشړل شي. دا کړنې ځکه لا ډېرې د منلو وړ نه‌دي چې هغه خبریالان په نښه کوي چې د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه تښتېدلي دي. د هغوی نیول او بېرته خپل هېواد ته لېږل، په حقیقت کې هغوی ښکاره خطرونو ته سپارل دي؛ لکه بند، تاوتریخوالی او حتی تر دې هم بد حالت».

هغې د پاکستان له چارواکو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان خبریالانو نیول او شړل بند کړي او د کډوالو د جبري بېرته نه ستنولو نړیوال اصل رعایت کړي.

وروسته له هغه چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه د افغانستان پر وړاندې د «غضب الحق» په نوم پوځي عملیات پیل کړل او د «ښکاره جګړې» خبرې زیاتې شوې، پر افغان کډوالو فشارونه نور هم ډېر شول، حتی پر هغو کسانو هم چې قانوني اسناد لري. د پولیسو عملیات یوازې په اسلام‌اباد کې نه، بلکې د دغه هېواد په نورو سیمو کې هم زیات شوي دي. دا کړنې د افغان کډوالو د شړلو د پراخ سیاست یوه برخه ده، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوی او د اسلام‌اباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره تړاو لري.

له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا په کابل کې واک ته ورسېدل، نږدې ۲۰۰ افغان خبریالانو له خپلو کورنیو سره یو ځای په موقتي ډول پاکستان ته پناه وړې ده، څو له هغه ځایه د درېیمو هېوادونو ویزې ترلاسه کړي. خو اوس د اروپا او شمالي امریکا هېوادونو ته د بیا مېشتېدو بهیر ډېر ورو شوی او یا هم درېدلی دی او ډېر خبریالان د میاشتو او حتی کلونو لپاره په تبعید کې پاتې شوي دي. تر ۲۰۲۵ کال پورې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان له پاکستانه په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي وو.

اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو چاپېریال له سختو محدودیتونو او سانسور سره مخ دی. دغه هېواد د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه‌بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له منځه په ۱۷۵م ځای کې راغلی دی.

په برېتانیا کې یو افغان د جنسي ځورونې په جرم زنداني شو

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۰
په برېتانیا کې یو افغان د جنسي ځورونې په جرم زنداني شو
100%

په برېتانیا کې د سهیل په نوم یو افغان چې په ناقانونه ډول برېتانیا ته تللی، له ښځو څخه په «پرله‌پسې ډول د بوسې غوښتلو» او د هغوی د جنسي ځورونې په جرم په بند محکوم شو. دې کس واده کړی، دوه اولادونه لري. هغه پر دوو ښځو د جنسي ځورونې او پر بلې ښځې د جنسي تېري د هڅې په تړاو اعتراف کړی.

دغه ۳۰ کلن افغان مخکې هم د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۲۳مه برېتانیا ته د «ناقانونه ننوتلو» په جرم محکوم شوی وو.

د ساوت‌همپټن ښار څارنوالۍ ویلي، چې دغه افغان پناه غوښتونکي د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۲۳مې د سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې هغه ښځه وځوروله چې د کار ځای ته روانه وه او ترې یې وغوښتل چې «یوازې یوه بوسه ورکړي». څارنوال زیاتوي، چې نږدې په همدې وخت کې د هماغې قربانۍ بله همکاره هم د سهیل له لوري د ځورونې هدف ګرځېدلې وه او مجرم له هغې څخه هم د بوسې غوښتنه کړې وه.

درېیمه قرباني چې د پوهنتون زده‌کړیاله ده، د نیمې شپې پر مهال هغه وخت وځورول شوه چې له کاره خپل کور ته روانه وه. څارنوال څرګنده کړه، چې دغه سړي د هغې د لاس مړوند په زور ونیو، پرې فشار یې راوړ، ځان یې پرې ونښلاوه او څو ځله یې د هغې مخ ښکل کړ.

د دغو جنسي ځورونو له امله درې واړه قربانیانې اوس په یوازې توګه له ګرځېدو څخه وېرېږي او د خوب له ستونزو سره مخ شوې دي. د پوهنتون زد‌ه‌کړیاله د سخت اضطراب له امله اړه شوې چې خپل یو تحصیلي کال وځنډوي. دغه افغان پناه غوښتونکي په محکمه کې د جنسي ځورونې پر ټولو درېیو پېښو اعتراف کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قرغزستان سره د سوداګریزې پراختیا په اړه خبرې کړي

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۰
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قرغزستان سره د سوداګریزې پراختیا په اړه خبرې کړي
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د قرغزستان د سفارت له سوداګریزې اتشې او د یاد هېواد د سوداګرۍ خونې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو تر منځ د همکاریو پر زیاتوالي تفصیلي خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې هڅه کوي له قرغزستان سره د سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د افغاني محصولاتو لپاره نوي بازارونه ومومي او د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې او د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانو شخړو ته په کتو ښکاري، چې ښايي د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ عادي کېدل ډېر وخت ونیسي.

په ورته مهال پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ له بندېدو وروسته د افغانستان تکیه تر ډېره پر ایران او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو ده.