خالد بن سلمان او عاصم منیر د ایران د بریدونو او د ګډ دفاعي تړون په اړه خبرې کړي

د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره د ایران له لوري پر سعودي عربستان د بریدونو او د دواړو هېوادونو د ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون په چوکاټ کې د امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
خالد بن سلمان په ایکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره یې لیدنه کړې او د ایران له لوري پر سعودي عربستان د بریدونو موضوع یې ورسره څېړلې ده.
هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون په چوکاټ کې د همکاریو او د دغو بریدونو د مخنیوي پر لارو چارو هم بحث شوی دی.
خالد بن سلمان ویلي چې دا ډول بریدونه د سیمې د امنیت او ثبات په ګټه نه دي او باید مخه یې ونیول شي.
هغه همداراز هیله څرګنده کړې چې ایران به د حکمت او عقل لاره غوره کړي او له هغو ناسمو حسابونو څخه به ډډه وکړي چې د سیمې د امنیت او ثبات پر ضد تمامېږي.
