مارکو روبیو: ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د نیول او برمته شویو امریکایانو په مناسبت په بهرنیو چارو وزارت کې جوړو شویو مراسمو کې وویل، ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ او برمته نیونې ملاتړی هېواد دی. د هغه په وینا، په ایران کې د امریکا ماموریت له پای ته رسېدو سره به نړۍ خوندي وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو وویل: «امریکا همدا اوس هم پر همداسې عملیاتو بوخته ده. امریکا په نړۍ کې د ترهګرۍ او برمته نیونې تر ټولو لوی ملاتړی په نښه کړی دی».
هغه پر ایران په بریدونو کې د ۷ وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنیو ته له تسلیت ویلو سربېره زیاته کړه: «موخه مو دا ده، چې د ایران رژیم وړتیاوې لهمنځه یوسو. موږ به د هغوی د توغندیو د توغولو وړتیاوې، کارخونې او سمندري ځواکونه لهمنځه یوسو».
مارکو روبیو ایران سیمې او نړۍ ته یو ګواښ وباله او په وینا یې، دغه هېواد ټوله نړۍ برمته کړې او پر خپلو ګاونډیانو هم بریدونه کوي او زیاتوي: «ایران یو ترهګریز رژیم دی او چارې یې ترهګریزې دي. زموږ موخه دا ده، چې د هغوی وړتیاوې لهمنځه یوسو».
هغه خبرداری ورکړ، چې امریکا به د برمته نیونې پالیسۍ ونهزغمي او په باور یې په ایران کې د امریکا د ماموریت په پای ته رسېدو به نړۍ خوندي وي.
