• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستان د جګړو له امله د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته بازارونه اغیزمن شوي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د خیبر او تورخم ځايي اوسیدونکي وايي، د طالبانو او د پاکستان ترمنځ جګړو او د سوداګریزو لارو تړل کېدو سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بازارونه او کاروبار سخت زیانمن شوي دي. د پاکستان په بریدونو کې یوازې په تورخم کې نږدې سل دوکانونه سوځېدلي، چې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی.

په خیبرپښتونخوا کې د افغانستان انټرنشنل د خبریال د راپور پر بنسټ د خیبر ولسوالۍ په لواړګي کې مرکزي سوداګریز مرکز چې شاوخاو درې زره هټي لري، اوس د ویرې پر مرکز بدل شوی دی.

د ځايي سوداګرو پر وینا، په بازار کې به تل ګڼه ګوڼه وه خو اوس په دغه بازار کې د پېرونکو درک نشته او د دوکانونو د کرایې او برېښنا لګښتونه نه شي پوره کولای.

تېره ورځ د طالبانو د تورخم ښاروال عبدالله مصطفی وویل، چې په تورخم ښارګوټي کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې شاوخوا ۱۵۰ دوکانونه سوځيدلي او افغان سوداګرو ته یې درې سوه ميليونه افغانۍ زيان اړولی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو څخه شاوخوا څلور میاشتې تېریږي او لاتروسه د لارو د بېرته پرانېستلو او نښتو درولو په اړه پرمختګ نه دی شوی.

له دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې په ځانګړو شرایطو سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانېستلو ته چمتو دي خو داسې ښکاري چې پاکستان نه غواړي په ځانګړو ضمانتونو ورکولو سره د سوداګرو پرمخ لارې پرانیزي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پوتین د ایران د نوي مشر په توګه مجتبی خامنه‌ یي ته مبارکي ویلې

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنه یي د ټاکل کېدو هرکلی کړی او هغه ته یې مبارکي ویلي ده.

پوتین ویلي چې مسکو به له تهران سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به لا پیاوړې شي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې روسیه د ایران له حکومت سره خپلو همکاريو ته ژمنه ده.

د روسیې ولسمشر تر دې وړاندې هم څو ځله د ایران د پخواني وژل شوي مشر علي خامنه یي ستاینه کړې وه او هغه یې د سیمې مهم شخصیت بللی و.

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو ښځضد سیاستونه د افغانستان د روغتیا سیستم ګواښي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي چې پر ښځو د طالبانو محدودوونکي سیاستونه افغان روغتیايي برخې ته جدي ستونزې پېښولی شي.

بېنیټ، نن د دوشنبې په ورځ، د کب پر ۱۸مه، وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د نورو محدودیتونو ترڅنګ له روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو محرومې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د طالبانو سیاستونه به د خلکو د لا زیات کړاو، ناروغیو او بې وخته مړینو لامل شي او ان کېدای شي د ښځو د سیستماتیکو وژنو لامل هم شي.»

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او نجونو ته د زده‌کړو، په ځانګړي ډول د طبي زده‌کړو، اجازه ورکړي.

د بېنیټ په وینا، د ښځو له حقونو څخه انکار نه یوازې د هغوی ژوند ګواښي، بلکې د افغانستان د روغتیايي سیستم راتلونکی هم له ګواښ سره مخامخوي.

هغه څو ورځې وړاندې هم روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړی و.

د طالبانو د هرات والي او د ترکمنستان کونسل د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د هرات والي شیخ اسلام‌جار د ترکمنستان له جنرال کونسل باتور یولوف سره د سوداګرۍ د پراختیا، د نفتي توکو د ترانزیټ د اسانتیا او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

دیاد ولایت په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلام‌جار ویلي، طالبان د ترکمنستان په ګډون له ګاونډیو او دوستو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراخېدو ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، د سرحدونو له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا کولی شي افغانستان په سیمه کې پر یوه مهم ترانزیټي مرکز بدل کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ترکمنستان جنرال کونسل هم له طالبانو سره د صادراتو او وارداتو د زیاتېدو د هرکلي تر څنګ ډاډورکړی چې هېواد یې چمتو دی د هرات له سیمه‌ییزې ادارې سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي

امیرخان متقي: د پاکستان پوځ غواړي پر افغانستان د فشار له لارې خپلې غوښتنې ومني

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، چې پاکستان اوربند مات کړ او د کابل په ګډون یې د افغانستان شاوخوا لس ولایتونه بمباري کړل. متقي زیاتوي، چې افغانستان له یوې تحمیلي جګړې سره مخ دی او د پاکستان پوځ غواړي پر افغانستان د فشار له لارې خپلې غوښتنې ومني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، د کب پر ۱۸مه په اېکس لیکلي، چې امیرخان متقي له کابل مېشتو بهرنیو ډېپلوماټانو سره د روژه ماتي په یوه پروګرام کې کتلي او هغوی ته یې د سیمې د وضعیت او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانو شخړو په تړاو د خپلې ادارې دریځ روښانه کړی.

متقي په دې ناسته کې ویلي، چې د قطر او ترکیې له خبرو اترو وروسته ددوی مرکچي پلاوی له سعودي عربستان سره د خبرو اترو پر متن جوړولو بوخت و او د حسن نیت لپاره یې درې پاکستاني نظامي جنګي اسیران د سعودي پلاوي ته وسپارل خو پاکستان اوربند مات کړ او د افغانستان په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، کندهار، خوست، کونړ، نورستان، لغمان، پروان، کابل ولایتونو کې یې هوايي بریدونه وکړل.

متقي ویلي، چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان ستونزه نوې نه ده بلکې دا د دوی له واک ته رسېدو څخه مخکې رامنځته شوې وه.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې پاکستاني جنرالان ددې پرځای چې خپله د خپل هېواد داخلي ستونزې حل کړي، د ټولې سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

متقي ویلي چې « پاکستان د خپلو داخلي ستونزو د حل لپاره د سیاسي خبرو پر ځای نظامي لاره انتخاب کړې ده او د پاکستان حاکمه نظامي دستګاه له خپلو سیاسيونو، علماوو او ټول ولس سره په جګړه اخته ده».

امیرخان متقي خبرداری ورکړ، چې تېرو لسیزو دا ثابته کړې ده، چې د فشار او ځواک بې اساسه استفاده، د مشکلاتو د حل پرځای د مقاومت څپه لا قوي کوي او پاکستان اوس مهال له داسې مشکل سره مخ دی او اوس غواړي په غیرمنطقي ډول افغانستان هم پکې ښکیل کړي.

متقي په خپلو خبرو کې وویل، چې «د پاکستان پوځي رژیم غواړي پر افغانستان د فشار له لارې خپلې غوښتنې ومني»، چې دده په وینا، په دې ترڅ کې یې افغان کډوال واېستل، ټرانزیټي لارې یې وتړلې او په نړیوال سټېج کې یې د افغانانو پر وړاندې پروپاګند پیل کړ.

متقي د پاکستان له پوځي مشرانو وغوښتل، چې د افغانستان په اړه خپل نظر بدل کړي، ځکه افغانانو په تاریخ کې زور او فشار ته سر نه دی ټیټ کړی.

متقي په کابل کې له مېشتو بهرنیو سفیرانو وغوښتل، چې د دوی دریځ د خپلو هېوادونو مشرانو ته ولېږدوي.

متقي له ډېپلوماټانو سره په ناسته کې: د پاکستان وروستی برید پر افغانستان ظالمانه تېری دی

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي کابل کې له سفیرانو او نړیوالو استازو سره د روژه‌ماتي په ناسته کې ویلي چې د پاکستان وروستی برید د افغانستان پر حاکمیت «ظالمانه تېری» دی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د خپلې خاورې، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم دفاع خپل مشروع حق ګڼي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د دفتر رییس حافظ احمد ضیا تکل په ایکس کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د کابل په ستوري ماڼۍ کې له کابل مېشتو سفیرانو، ډېپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نړیوالو سازمانونو له استازو سره د ګډ روژه‌ماتي په مجلس کې ګډون وکړ.

متقي په دې ناسته کې د سیمې پر وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو خبرې وکړې او د پاکستان له لوري پر افغانستان وروستی برید یې «ظالمانه تېری» وباله. د هغه په وینا، د افغانستان له لوري وروستي امنیتي اقدامات د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم د ساتنې لپاره شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی، خو د هر ډول تېري پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي.

متقي د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې وروستي تحولونه، په ځانګړي ډول پر ایران بریدونه او د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ، سیمه له جدي امنیتي خطرونو سره مخ کړې ده. هغه د هېوادونو د حریم نقض او د ملکي وګړو وژل وغندل او ټینګار یې وکړ چې د شخړو د حل لپاره باید د زور پر ځای د خبرو اترو او ډېپلوماټیک تعامل لاره غوره شي.