سارا اډمز: د طالبانو لخوا د بېځايه نیولو دوام د افغانستان دننه جدي امنیتي ګواښ دی

د سی ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز ویلي، د طالبانو لخوا د امریکایي اتباعو د بېځايه نیولو دوام، په ځانګړي ډول د محمود شاه حبیبي قضیه، د افغانستان د دننه وضعیت نړیوالو ته د سفر او امنیت لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړي.
سارا اډمز، په ایکس تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې ځینې سیاستوال د طالبانو په وړاندې کمزوري اقدامات کوي، چې له امله یې د امریکایي اتباعو وضعیت لا پسې خراب شوی دی.
هغې لیکلي:«تاریخ به هغو کسانو ته مهربانه نه وي چې د افغانستان په دننه کې د واقعیتونو او ګواښونو پر وړاندې یې پاملرنه ونکړه.»
اډمز په ځانګړي ډول د محمود شاه حبیبي یادونه کړې، چې د طالبانو لخوا غیر قانوني نیول شوی او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو کړنې د نړیوالو لپاره د پام وړ امنیتي خطرونه رامنځته کوي.
هغې نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات وکړي او د بېعدالته نیولو کړنې د نړیوالو معیارونو مطابق وڅاري.
