نن سهار د تهران، کرج، بندر عباس، اصفهان او قشم په سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

ایران انټرنشنل په تېرو څو ساعتونو کې په مهرشهر، شهرک وحدت، فردیس او کرج کې د درنو چاودنو راپورونه تر لاسه کړي. سیمه ییزو اوسېدونکو په لېږلو پیغامونو کې ویلي، چې چاودنې زورورې وې او د یو شمېر کورونو کړکۍ هم ماتې شوي دي.
یو سیمه ییز اوسېدونکي ایران انټرنشنل ته لیکلي:«د شپې ناوخته موږ د کرج په شهرک وحدت کې د یوې زورورې چاودنې غږ واورېد او د کور کړکۍ هم ماتې شوې».
د همدې سیمې یو بل اوریدونکي ویلي تر چاودنې وروسته له څو ساعتونو څخه برېښنا هم بنده شوې.
د اصفهان په شهدا سیمه، د سهار په ۴ بجو په تهرانسر، د اصفهاني په مرزدران او اشرفي بولیوارډ، د تهران په فلاج سیمه، بارودو بوی او نن سهار په قشم کې هم د چاودونو د غږونو د اورېدو راپورونه ورکړل شوی.
تر اوسه د دې چاودنو د زیان او تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
