علي میثم نظري: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بهرنیو وګړو لپاره خوندي نه دی

د افغانستان د مقاومت جبهې غړي علي میثم نظري د امریکا له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې افغانستان یې د «ناحقه نیونو ملاتړی دولت» بللی، او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړیوالو مسافرو او بهرنیو وګړو لپاره خوندي ځای نه ګڼل کېږي.
علي میثم نظري په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستۍ پرېکړه پر وخت او مهم ګام دی. د هغه په وینا، افغانستان اوس د طالبانو تر واک لاندې دی او دا ډله هېواد د سیمهییزو او نړیوالو ترهګرو شبکو لپاره په پټنځای بدل کړی دی.
نظري ادعا کړې چې طالبان بهرني وګړي او مسافر په خپلسري ډول نیسي او بیا یې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کاروي. د هغه په وینا، دا ډول کړنې ښيي چې د طالبانو واکمني له قانوني چوکاټه بهر ده.
هغه زیاته کړې چې تر هغه وخته چې افغانستان د طالبانو له واکه خلاص نه شي او پر ځای یې یو مشروع او مسول حکومت رامنځته نه شي، هېواد د نړیوالو سفرونو لپاره خوندي ځای نه شي ګڼل کېدای. د نظري په خبره، یوازې هغه مهال به نړیوال وکولای شي افغانستان ته په ازاد او خوندي ډول سفر وکړي چې هېواد د یو قانوني او حساب ورکوونکي نظام له لوري اداره شي.
