امریکا له خپلو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیونه بېلره تېل بازار ته عرضه کوي

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي، امریکا به د تېلو د بیو د راټیټولو په موخه له خپلو ستراتیژیکو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیونه بېلره تېل بازار ته عرضه کړي.

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي، امریکا به د تېلو د بیو د راټیټولو په موخه له خپلو ستراتیژیکو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیونه بېلره تېل بازار ته عرضه کړي.
د انرژۍ نړۍوال اژانس چې امریکا یې یو له بنسټ اېښودونکو غړو څخه دی، اعلان کړی چې ۳۲ غړي هېوادونه یې په ټولییزه توګه بازار ته د ۴۰۰ میلیونه بېلره تېلو پر وړاندې کولو هوکړه کړې ده.
رایټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ د انرژۍ وزارت ته اجازه ورکړه چې له راتلونکې اوونۍ څخه د تېلو له ستراتیژیکو زېرمو ۱۷۲ میلیونه بېلره بازار ته عرضه کړي».
همدارنګه نوموړي زیاته کړې: «بازارونو ته د دغه اندازې تېلو رسول به د پلان شویو قیمتونو پر بنسټ شاوخوا ۱۲۰ ورځې وخت ونیسي».
د رایټ له بیانیې څو ساعته وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و، چې امریکا به له خپلو بېړنیو زېرمو څخه د تېلو د هغو بیو د راټیټولو لپاره کار واخلي، چې له ایران سره د جګړې پر مهال لوړې شوې دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي پوځي وسایلو د پرېښودلو او د بګرام له هوايي ډګر څخه د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې. هغه وویل، له افغانستان څخه وتل د امریکا په تاریخ کې د شرم یوه ورځ وه.
ټرمپ زیاته کړې، که څه هم طالبانو دی نه خوښاوه، خو که به یې ترې څه غوښتل، هغوی به یې خبره منله.
ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر ادارې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان پېښو د امریکا نوم ته زیان ورساوه.
ټرمپ وویل: «د دې پر ځای چې په درناوي او ځواک سره ووځي، هغوی وتښتېدل. په رښتیا هم د داسې کار لپاره هېڅ دلیل نه و. موږ هلته موجود وو او ما ویلي وو چې له افغانستان څخه به په ځواک او عزت سره وځو. د طالبانو زه نه وم خوښ، خو هر څه چې ما غوښتل هغوی به ترسره کول».
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې د بایډن حکومت ټول پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل. هغه وویل: «ما ټینګار کړی و چې هره یوه پوځي وسیله باید له ځانه سره راوباسو، خو هغوی ویل چې د الوتکو پرېښودل ارزانه پرېوځي».
ټرمپ په دوام کې وویل: «ما ورسره مخالفت وکړ، ځکه یوه نوې جنګي الوتکه شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالره ارزښت لري او یوازې د تېلو په اچولو سره له هغه ځایه اېستل کېدای شي، خو هغوی بیا هم پر دې ټینګار کاوه چې الوتکې دې هلته پرېښودل شي».
د امریکا د پخوانۍ ځانګړې پلټونکې ادارې د اټکل لهمخې، د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو پوځي تجهیزات له متحدو ایالتونو څخه په افغانستان کې پاتې شوي دي. دا هغه وسایل دي چې د امریکا حکومت د کلونو په اوږدو کې د افغانستان پوځ ته د مرستې په توګه ورکړي وو. خو ټرمپ باور لري چې دا وسایل باید بېرته له هغه پوځ څخه ترلاسه شوي وای چې د طالبانو له بریدونو سره مخ شوی وو او د امریکا ملاتړ یې درلود.
ډونالډ ټرمپ تل په افغانستان کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو پر پرېښودلو خپله نارضایتي څرګنده کړې ده.
په دې وروستیو کې پاکستان د کابل، بګرام او د څو نورو ولایتونو په ځینو پخوانیو امریکايي پوځي اډو هوايي بریدونه کړي دي. طالبان ادعا کوي، چې دا بریدونه د امریکا په اشاره یا امر ترسره شوي، خو امریکايي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د ايټالیا چارواکو ویلي، چې د یاد هېواد د ترهګرۍ ضد څانګې یو ۲۲ کلن مصری ځوان له داع-ش خراسان سره د تړاو په تور نیولی دی. یاد ځوان د برګامو پر کلیسا د برید د پلانولو، مذهبي افراطیت ته د لمن وهلو او د «جهاد او شهادت» د ستاینې په تور تورن شوی دی.
د راپورونو لهمخې، د ایټالیا د ترهګرۍ ضد ځانګړې څانګې په ۲۰۲۴ کال کې هم د ترهګرۍ د ترویج او په کولونا کې د سینټ الساندرو په کلیسا باندې د برید پلانولو له امله د دغه کس د نیولو حکم صادر کړی و.
د ایټالیا پولیسو ویلي، چې دغه ځوان فضا کې خورا فعال ، او د داعش په ملاتړ د تبلیغاتو خپرولو لپاره یې له ټولنیزو رسنیو او د «جهاد» اړوندو مجازي ټولنو څخه ګټه پورته کوله. پولیسو زیاته کړې، چې دغه مصري ځوان عیسویان «کافر» بلل او نور کسان یې د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالي ته هڅول.
شواهد ښيي، چې یاد ځوان نیت درلود د برګامو ښار په مرکز کې د یوې کلیسا دننه عبادت کوونکي په نښه کړي. چارواکو ویلي، چې یاد مصري ځوان د چاودیدونکو توکو جوړولو او وسلو کارولو زده کړه انلاین ترلاسه کړې وه.
پلټونکو موندلې، چې یاد ځوان د «اجپټ ډینجر» په نوم د یوه انلاین خبرې ډلې غړی هم و، چې ګمان کېږي د ترهګریزو پروژو په اړه د اړیکو او نظرونو د تبادلې لپاره یو پلټفارم دی. ډیجیټلي ارزونو ښودلې، چې هغه موزمبیق ته د سفر پلان درلود تر څو هلته له داعش جنګیالیو سره یوځای شي.
ایټالیوي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې یاد ځوان په لومړۍ مرحله کې په ټولنیزو رسنیو کې د داعش په ملاتړ د ترهګریزو تبلیغاتو د خپرولو په تور محاکمه شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي، چې په منځني ختیځ کې د جګړو د زیاتېدو له امله نه یوازې د ښکېلو هېوادونو روغتیايي سکټور تر سخت فشار لاندې راغلی، بلکې افغانستان ته د حیاتي روغتیايي مرستو د لېږد بهیر هم له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
د دې سازمان په وینا، د سیمې په هوايي حریم کې لنډمهالي محدودیتونه لګول شوي چې له امله یې د دې سازمان د نړۍوال لوژستیکي مرکز څخه چې په دوبۍ کې موقعیت لري، د طبي وسایلو او درملو لېږد له ستونزو سره مخ شوی دی. د همدې وضعیت له امله تر ۵۰ ډېرې بېړنۍ جوپې چې ټاکل شوې وه د افغانستان په ګډون په ۲۵ هېوادونو کې له څه باندې ۱.۵ میلیونه خلکو سره مرسته وکړي، ځنډېدلي او ځینې مرستې تر اوسه ایسار پاتې دي.
د راپور لهمخې، په لومړیتوب کې هغه مرستې شاملې دي چې د مصر په العریش ښار کې د روغتیايي اقداماتو د ملاتړ لپاره پلان شوې وې، څو د غزې تړانګې د بشري ناورین سره د مقابلې په برخه کې مرسته وکړي. همدارنګه لبنان او افغانستان ته د لېږد لپاره هم روغتیايي مرستې په پام کې نیول شوې وې.
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ د جګړو دوام په څو هېوادونو کې پر روغتیايي نظامونو سخت فشار اچولی او د روغتیايي کړکېچ د لا ژورېدو لامل شوی دی.
د ایران د روغتیايي چارواکو د معلوماتو لهمخې، د وروستیو جګړو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې له ۱۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۰۰۰ نور ټپیان دي. په لبنان کې هم لږ تر لږه ۵۷۰ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. بل لور ته د اسراییل چارواکو ویلي، چې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۱۴۲ نور ټپیان دي.
دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه جدي اندېښنې راپارولي دي. د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په ایران کې پر روغتیايي مرکزونو ۱۸ بریدونه ثبت شوي چې په پایله کې یې د روغتیايي کارکوونکو له ډلې ۸ تنه وژل شوي دي. په همدې موده کې په لبنان کې پر روغتیايي مرکزونو ۲۵ بریدونه ثبت شوي چې ۱۶ کسان پهکې وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، دا ډول بریدونه نه یوازې د روغتیايي کارکوونکو ژوند اخلي، بلکې د کړکېچ پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی هم سخت محدودوي. د نړۍوال بشردوستانه قانون له مخې باید روغتیايي کارکوونکي، ناروغان او د درملنې مرکزونه په هر ډول حالاتو کې خوندي وساتل شي.
دغه سازمان زیاتوي، چې د دې جګړو روغتیايي اغېزې ورځ تر بلې پراخېږي. اټکلونه ښيي، چې په ایران کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک د ناامنۍ له امله د هېواد نورو سیمو ته کډه شوي دي. په لبنان کې هم تر ۷۰۰ زرو پورې کسان دننه بېځایه شوي او ډېری یې په ګڼ مېشتو پناه ځایونو کې ژوند کوي چې هلته پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او درملیزو اسانتیاوو ته لاسرسی محدود دی.
د دې بنسټ په وینا، دغه ډول وضعیت د تنفسي ناروغیو، نس ناستي او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي، په ځانګړي ډول د زیانمنو ډلو لکه ښځو او ماشومانو ترمنځ.
همدارنګه په ایران کې د تېلو د تاسیساتو د اورلګېدو او د زېربناوو د زیان له امله پورته شوي لوګي د چاپېریالي اندېښنو لامل شوي دي. دا وضعیت کولای شي چې د تنفسي ستونزو، د سترګو او پوستکي د سوځېدو او همدارنګه د اوبو او خوړو د سرچینو د ککړتیا لامل شي.
په لوېدیځه غاړه کې هم د تګراتګ د محدودیتونو زیاتېدو او د تالاشۍ پوستو د تړل کېدو له امله ځینو سیمو ته د امبولانسونو او ګرځنده کلینیکونو رسېدل له ځنډ سره مخ شوي دي. په غزې تړانګه کې بیا د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې له سیمې څخه د ناروغانو د اېستلو بهیر درېدلی او روغتونونه د درملو، طبي وسایلو او سون توکو له کمښت سره مخ دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د منځني ختیځ د جګړو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ختیځ مدیترانې په سیمه کې له دې وړاندې هم بشري اړتیاوې د نړۍ له لوړو کچو څخه وې. اوس مهال په دې سیمه کې شاوخوا ۱۱۵ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د بېړنیو روغتیايي مرستو لپاره د مالي غوښتنو شاوخوا ۷۰ سلنه بودیجه لا هم نه ده برابره شوې.
په پای کې، دغه سازمان له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې له ملکي وګړو او روغتیايي مرکزونو ساتنه وکړي، د بشري مرستو د بېخنډه رسېدو زمینه برابره کړي او د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې پر لور د حرکت لپاره هڅې زیاتې کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د فدرالي پلټنو ادارې (اېفبيای) اعلان کړی، چې د مارچ په ۹مه نېټه امریکا افغانستان د «ناعادلانه زندانیانو د ملاتړ کوونکي هېواد» په توګه نومولی. یاده اداره وایي، خپلو فدرالي او نړۍوالو شریکانو سره د همکارۍ ژمنه لري، ترڅو امریکايي وګړي بېرته راستانه کړي.
دې ادارې زیاته کړې، چې د امریکا له پولو بهر په بند کې د ساتل کېدونکو امریکایانو د ازادېدو لپاره همکاري کولای شي او همدارنګه هڅه کوي هغه کسان چې دغه امریکایان یې نیولي یا اسیر کړي دي د قانون او عدالت منګولو ته وسپاري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یرغمل شویو کسانو د بېرته راوستلو د همغږۍ څانګه (اېچاراېفسي) هغه هڅې همغږي کوي چې له مخې یې هغه امریکايي وګړي بېرته خپل هېواد ته راګرځول کېږي چې د امریکا له پولو بهر یرغمل شوي دي.
اېفبيای زیاته کړې، چې متحده ایالتونه به د دغو قضیو د تعقیب او د حل لپاره خپلو هڅو ته په ټینګ عزم او جديت سره دوام ورکړي. د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په زندان کې دوه امریکایي وګړي زندانیان دي او تازه امریکایي چارواکو ګواښ کړی که طالبان دغه زندانیان ازاد نه کړي، نو د ایران او ونزوېلا له برخلیک سره به مخ شي.
متحده ایالتونو ویلي، چې طالبان له امریکایي زندانیانو څخه د سیاسي فشارونو او د ګټې د وسیلې په توګه استفاده کوي.
د امريکا متحده ايالات وايي، سره له دې چې په افغانستان کې وضعيت يوې «انساني فاجعې» ته ورته بلل کېږي، خو دې هېواد ته نړۍوالې مرستې بايد و ارزول شي، ځکه طالبان لا هم پر خپلو دريځونو ټينګ ولاړ دي او ښځې يې له بنسټيزو حقونو بېبرخې کړې دي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر مایک والټز د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) بودیجه ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د دې سازمان د ماموریت د غځېدو لپاره و ارزول شي.
والټز وويل: «د طالبانو د سختدریځۍ له امله موږ بايد په ډېر دقت له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو او تعامل ګټورتيا و ارزوو». نوموړي په عين حال کې ټينګار وکړ، چې افغانستان لا هم له يوې «انساني فاجعې» سره مخامخ دی.
هغه زياته کړه، چې د امنيت شورا بايد د هغو مالي سرچينو په اړه چې د دې ماموريت د بودیجې لپاره برابروي، په ډېر غور پرېکړه وکړي ځکه د ده په وينا د يوناما کارکوونکو ته ان اجازه نه ورکول کېږي چې د کار لپاره خپلو دفترونو ته ولاړې شي.
افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د نړۍ له تر ټولو سختو انساني کړکېچونو څخه سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د راپور لهمخې، له ۱۷ ميليونو څخه زيات افغانان چې د هېواد شاوخوا يو پر درېيمه برخه نفوس جوړوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او له دې شمېر څخه ۴.۷ ميليونه کسان د لوږې په بېړني حالت کې ژوند کوي.
په همدې غونډه کې د يوناما سرپرستې ګانيون وويل، چې افغانستان له بېړنۍ بشري اړتياوو سره مخ دی او په دې هېواد کې انساني کړکېچ د مرستو د بودیجې د کمېدو له امله لا پسې ډېر شوی دی.
هغې وويل، بشري مرستندويه ادارې پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱۷.۵ ميليونو افغانانو ته مرستې ورسوي او د همدې موخې لپاره يې د ۱.۷۱ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه يوازې شاوخوا لس سلنه دا بودیجه برابره شوې ده.
ګانيون دا هم وويل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې دوه اوونيزه نښته «درانه انساني او اقتصادي لګښتونه» لري او له بلې خوا د افغانستان پر بل سرحد د ايران جګړې د بنسټيزو توکو بيې لوړې کړې دي.
هغې زياته کړه، چې له دې ستونزو سره سره يو شمېر مثبت بدلونونه هم ليدل کېږي چې د افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل ارزښت څرګندوي، له هغې جملې څخه د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کرکیلي بندیز دی.
د يوناما سرپرستې خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان د بشري حقونو او انساني کړکېچ مسلو ته پاملرنه ونهشي، دا هېواد ښايي «يو ځل بيا د سيمهييزې او نړۍوالې بېثباتۍ عامل» وګرځي؛ داسې بېثباتي چې د کډوالۍ د زياتېدو، ترهګرۍ، د نشهيي توکو د قاچاق او نورو ګواښونو په بڼه راڅرګندېدای شي.