• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ورېښمو پله له لارې؛ هره ورځ د صادراتو او وارداتو څه باندې ۵۰۰ ترانزیټي موټر تګ‌راتګ کوي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۲۴ GMT+۰

په نیمروز کې د طالبانو د ټرانسپورټ د تنظیم رییس مولوي محمداقبال کلیم‌الله وایي، چې هره ورځ د دغه ولایت د ورېښمو پله له لارې د صادراتو او وارداتو څه باندې ۵۰۰ ترانزیټي موټر تګ‌راتګ کوي.

د هغه په وینا؛ سره له دې چې په ایران کې جګړه او کړکېچ دوام لري، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د ترانزیټ او تګ‌راتګ بهیر لاهم په عادي ډول روان دی او تراوسه په‌کې خنډ نه‌دی رامنځته شوی؛ خو یوازې د جګړې په لومړیو درېیو ورځو کې د سوداګرۍ بهیر یو څه ګډوډ شوی و.

هغه زیاته کړې، چې اوس‌مهال د ورېښمو پله له لارې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا له ۲۸۰ څخه تر ۳۰۰ بار وړونکي موټر له افغانستان نه ایران ته او نږدې ۳۰۰ نور بار وړونکي موټر بیا له ایران نه افغانستان ته تګ‌راتګ کوي.
ورته مهال په نیمروز کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي رییس نجیب‌الله خاشرودي هم ویلي:« د ورېښمو پله له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ بهیر په عادي ډول روان دی او د ایران کورني توکي د بازارچې او ترمینل له لارې په عادي ډول واردېږي؛ خو د بندرعباس ترانزیټي لاره ۸۰ سلنه کمه شوې او دامهال یوازې ۲۰ سلنه ترانزیټي لاره فعاله ده».
د نوموړي په وینا؛ د بندرعباس د ترانزیټي لارې د کمېدو لامل د ګمرکي تصفیې په سیستم کې شته ستونزې دي، چې ژر تر ژره به حل شي.

هاخوا بیا په هرات کې د ایران سرکونسل هم وایي، چې د جګړې له دوام سره، سره د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه لاهم دوام لري؛ خو د امریکا له‌خوا د ایران د ځینو سوداګریزو بندرونو په نښه کېدل کله ناکله د مالونو د لېږد په بهیر کې ستونزې رامنځته کوي.
د رسمي شمېرو له مخې؛ اوس‌مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم شاوخوا ۴ مېلیارد ډالره اټکل شوی، چې له دې څخه ۵۴ سلنه د فراه له لارې د ارزانه کرايې او لنډ واټن له امله ترسره کېږي او پاتې ۴۶ سلنه د هرات د اسلام‌ کلا بندر او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ترسره کېږي.
خو د طالبانو له دغه ادعاوو سره، سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې د توکو له لوړو بیو شکایت کړی دی. دوی وايي، چې د خوراکي توکو، تېلو او اوبلن ګازو بیې په وروستیو ورځو کې لوړې شوې دي او د دوی پر ورځني ژوند یې اغېز کړی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ استازی: له هغو کسانو سره اړیکې نه ساتو چې امریکایان نیسي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ استازي اډم بولر د امریکا د هغې پرېکړې په تړاو چې افغانستان یې د امریکايي وګړو د غېرقانوني نیولو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، وویل چې امریکا له دا ډول هېوادونو سره اړیکې نه‌شي ساتلی.

تر دې وړاندې طالبانو غوښتنه کړې وه، چې امریکا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي او له دې ډلې سره باید اړیکې ښې کړي.

د بندیانو په چارو کې د امریکا استازي د چهارشنبې په ورځ اېکس کې ولیکل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د برمته نیولو د تګلارې له امله افغانستان د هغو ډلو او هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، چې د ناقانونه نیونو ملاتړ کوي.

بولر ټینګار وکړ، چې طالبانو امریکایي وګړي په ناعادلانه ډول نیولي دي. که څه هم طالبانو یو شمېر امریکایي وګړي له بند څخه خوشې کړي، خو درې نور امریکایان لا هم د طالبانو په بند کې دي. طالبانو د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې او له امریکا څخه یې غوښتي، چې دا موضوع د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د طالبانو د چلند له امله افغانستان د «ناقانوني نیونو ملاتړی هېواد» په توګه ونوماوه. د ایران له اسلامي جمهوریت وروسته، افغانستان دویم هېواد دی چې نوم یې په دې نوملړ کې راغلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې طالبانو دا وګړي د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره نیولي دي. هغه ټینګار وکړ، چې دا ډول کړنلاره به د امریکا پر وړاندې هېڅ پایله ور نه‌کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دا اقدام د افسوس وړ بللی دی. دې وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د هېڅ هېواد وګړي د معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي او ځینې کسان یوازې د نافذو قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د دې ډلې حکومت غواړي د امریکایي وګړو د نیولو موضوع د روانو خبرو اترو او د دواړو لوریو ترمنځ د رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسوي.

تر دې وړاندې د برمته شویو کسانو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي اډم بولر د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره یوځای د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د دغو کسانو د ازادۍ په اړه خبرې کړې وې.

طالبانو د نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې د القاعده د یوه غړي د ازادېدو غوښتنه کړې ده. دا کس محمد رحیم نومېږي، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د ګوانټانامو په زندان کې ساتل کېږي. نوموړی له اسامه بن لادن سره د همکارۍ په تور تورن دی.

فرید حمیدي: د طالبانو پر وړاندې د واشنګټن وروستی اقدام جدي فشار نه ګڼل کېږي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۰

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، د امریکايي بندیانو د خوشې کولو په تړاو د طالبانو پر وړاندې د واشنګټن وروستی اقدام جدي نه‌شي ګڼل کېدای. د هغه په وینا، د بهرنیانو یرغمل کول د طالبانو لپاره پر یوې عایداتي سرچینې بدل شوي دي.

د افغانستان یاد پخواني لوی څارنوال له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغه هېوادونو په نوملړ کې د شاملولو له امله چې د غېر عادلانه توقیفونو ملاتړ کوي ویلي، چې د امریکا یاد اقدام د طالبانو پر وړاندې جدي نه‌شي ګڼل کېدای، ځکه دا پرېکړه د امریکا د خپلو کورنیو پالیسیو په چوکاټ کې شوې ده.

حمیدي زیاته کړې: «دا یو جدي فشار نه دی، بلکې د امریکا د کورنیو سیاستونو او یا د بندیانو د کورنیو له لوري د فشارونو یوه پایله ده؛ نو ځکه ورته جدي اقدام نشو ویلای. لومړی دا چې د غېرقانوني نیونو نوملړ یوه نوې پدیده ده چې د ولسمشر ټرمپ د فرمان پر بنسټ د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې رامنځته شوه. ایران تېره میاشت (د فبرورۍ پر ۲۸مه) او افغانستان هم د مارچ په میاشت کې په دغه نوملړ کې شامل شول. دا تازه دوه هېوادونه دي چې په دې نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي».

نوموړي ویلي، چې طالبانو له ۲۰۰۵ کال راهیسې د نورو هېوادونو د وګړو په غېرقانوني نیولو پیل وکړ، چې موخه یې پر یادو هېوادونو فشار راوړل، د پیسو ترلاسه کول او د خپلو بندیانو خوشې کول وو.

حمیدي زیاته کړې: «طالبان ادعا کوي چې پر افغانستان واکمن دي، خو د یوې غېرمسوولې ډلې په توګه چې هېڅ قانون ته درناوی نه لري، خپل دغه سیاست ته یې دوام ورکړی دی. هغوی ډېر ګټه خوړونکي شوي دي؛ هغه امتیازونه چې نورو هېوادونو د خپلو وګړو د خوشې کېدو په بدل کې ورکول، ډېر د شرم وړ وو».

نوموړي ویلي، چې د امریکايي وګړو د یرغمل کېدو له امله د طالبانو پر وړاندې د امریکا اقدامونه تر ډېره سیاسي او اقتصادي دي او دا ډول بندیزونه د امریکا د داخلي قوانینو له‌مخې لګول کېږي.

حمیدي زیاته کړې: «د امریکا حکومت کولای شي پر بشري مرستو، صادراتو او اشخاصو بندیزونه ولګوي او په عین حال کې افغانستان ته د خپلو وګړو پر سفرونو محدودیتونه وضع کړي. خو زما په اند، له دې ورهاخوا د جدي اقداماتو ترسره کېدل د تمې وړ نه دي او نه هم امریکا اوسمهال د نورو پرېکنده ګامونو د اخیستو وړتیا لري. په هر صورت، دا په افغان سیاست کې د امریکا یوه نوې تګلاره ګڼل کېدای شي».

د تېر جمهوري نظام یاد پخواني چارواکي ویلي، طالبان چې په کومه اندازه د افغانانو پر وړاندې مېړانه لري، خو د نورو هېوادونو پر وړاندې دغه ډول مېړانه نه لري او د امریکا هر ډول اقدام به د دې لامل شي، چې طالبان به بلاخره امریکايي وګړي خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د پخواني رییس محمود شاه حبیبي د برخلیک پر سر د طالبانو او امریکا ترمنځ لویه لانجه روانه ده. نوموړی د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري په یرغمل نیول شوی دی، خو طالبانو د هغه د نیول کېدو په اړه هر ډول ادعا رد کړې او وايي، چې د دوی په زندانونو کې په دغه نوم هېڅ امریکايي وګړی شتون نه‌شته.

ټرمپ: که څه هم د طالبانو نه خوښېدم، خو بیا یې هم زما خبره منله

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۰

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي پوځي وسایلو د پرېښودلو او د بګرام له هوايي ډګر څخه د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې. هغه وویل، له افغانستان څخه وتل د امریکا په تاریخ کې د شرم یوه ورځ وه.

ټرمپ زیاته کړې، که څه هم طالبانو دی نه خوښاوه، خو که به یې ترې څه غوښتل، هغوی به یې خبره منله.

ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر ادارې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان پېښو د امریکا نوم ته زیان ورساوه.

ټرمپ وویل: «د دې پر ځای چې په درناوي او ځواک سره ووځي، هغوی وتښتېدل. په رښتیا هم د داسې کار لپاره هېڅ دلیل نه و. موږ هلته موجود وو او ما ویلي وو چې له افغانستان څخه به په ځواک او عزت سره وځو. د طالبانو زه نه وم خوښ، خو هر څه چې ما غوښتل هغوی به ترسره کول».

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې د بایډن حکومت ټول پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل. هغه وویل: «ما ټینګار کړی و چې هره یوه پوځي وسیله باید له ځانه سره راوباسو، خو هغوی ویل چې د الوتکو پرېښودل ارزانه پرېوځي».

ټرمپ په دوام کې وویل: «ما ورسره مخالفت وکړ، ځکه یوه نوې جنګي الوتکه شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالره ارزښت لري او یوازې د تېلو په اچولو سره له هغه ځایه اېستل کېدای شي، خو هغوی بیا هم پر دې ټینګار کاوه چې الوتکې دې هلته پرېښودل شي».

د امریکا د پخوانۍ ځانګړې پلټونکې ادارې د اټکل له‌مخې، د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو پوځي تجهیزات له متحدو ایالتونو څخه په افغانستان کې پاتې شوي دي. دا هغه وسایل دي چې د امریکا حکومت د کلونو په اوږدو کې د افغانستان پوځ ته د مرستې په توګه ورکړي وو. خو ټرمپ باور لري چې دا وسایل باید بېرته له هغه پوځ څخه ترلاسه شوي وای چې د طالبانو له بریدونو سره مخ شوی وو او د امریکا ملاتړ یې درلود.

ډونالډ ټرمپ تل په افغانستان کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو پر پرېښودلو خپله نارضایتي څرګنده کړې ده.

په دې وروستیو کې پاکستان د کابل، بګرام او د څو نورو ولایتونو په ځینو پخوانیو امریکايي پوځي اډو هوايي بریدونه کړي دي. طالبان ادعا کوي، چې دا بریدونه د امریکا په اشاره یا امر ترسره شوي، خو امریکايي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په هرات کې د ستنو شویو ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو یو مرکز پرانېست

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي دي، چې د چهارشنبې په ورځ یې په هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو یو لوی تولیدي مرکز پرانېستی دی. د یاد مرکز درې پر څلورمه برخه کارکوونکي ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په هرات ولایت کې یې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د غالۍ اوبدلو لوی مرکز پرانېستی دی. یاد مرکز د اسلامي پراختیايي بانک په مالي مرسته جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د غالۍ اوبدلو یاد مرکز په لوېدیځ زون کې د غالۍ اوبدلو تر ټولو لوی مرکز بللی دی او وايي، په لومړي پړاو کې په‌کې ۴۰۰ راستنو شویو کډوالو ته چې ډېری یې ښځې دي د کار زمینه برابره شوې ده.

یاد سازمان ټینګار کړی، چې له ایران څخه د دوو میلیونو افغانانو له راستنېدو وروسته، د هغوی لپاره د دایمي کاري فرصتونو رامنځته کول د یاد سازمان له لومړیتوبونو څخه دي.

طالب چارواکی: د پاکستان پر ضد د جهاد د پیل لپاره د خپل امیر فرمان ته په تمه یو

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۰

په تخار ولایت کې د طالبانو یوه چارواکي ویلي، چې دوی د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده له لوري د «جهاد د پیل» فرمان ته په تمه دي، څو د پاکستان پر وړاندې جګړه پیل کړي. تخار کې د طالبانو د کرنې رییس قطب‌الدین دهنوي زیاته کړې، جهاد د خدای حکم دی او دوی یې د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه له پاکستان سره د احتمالي جګړې په اړه وویل، چې دوی د طالبانو د مشر امر ته په تمه دي، څو جهاد پیل کړي. دهنوي ټینګار وکړ، چې د دې ډلې غړي له پاکستان سره جګړې ته لېواله دي او دا جګړه به «د قیامت تر ورځې» دوام وکړي.

هم‌مهاله په تخار کې د طالبانو د ټولګټو رییس امیرمحمد خدیفه وایي، چې طالبانو شل کاله د امریکا او لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې جګړه کړې ده او پاکستان د هغوی پرتله «هېڅ هم نه دی». هغه زیاته کړه: «موږ له جګړې نه وېرېږو، جګړه زموږ لپاره د لوبې په شان ده. موږ دا خبره ثابته کړې ده».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. په همدې لړ کې ځینې ملايان او د دې ډلې ته نږدې څېرې د پاکستان پر وړاندې د «جهاد» خبره کوي.

دوی د پاکستان حکومت پر لوېدیځ پورې تړلی بولي او وايي، چې د دې هېواد پر وړاندې جهاد «فرض» دی.