امریکا د ایران د ځینو لوړپوړو چارواکو د معلوماتو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره انعام اعلان کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مجتبی خامنه يي، علي لاریجاني، علي اصغر حجازي او د انقلابي ګارد د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په اړه د معلوماتو لپاره د ۱۰ملیون ډالرو انعام وړاندیز کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هر هغه څوک چې د دغو چارواکو د پاتې شبکو، فعالیتونو او ځایونو په اړه ګټور معلومات وړاندې کړي، کولای شي له ټاکل شوي انعام څخه برخمن شي.
د امریکا حکومت دا اقدام د هغو هڅو برخه بولي چې د ایران د ځینو امنیتي او پوځي شبکو د فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
تر اوسه د ایران چارواکو د دې اعلان په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
