امریکا د مجتبی خامنهيي په اړه د معلوماتو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ایران د لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره تر ۱۰ میلیونو ډالرو پورې جایزه ټاکل شوې ده. په دغو کسانو کې د ایران د اسلامي جمهوریت نوی مشر مجتبی خامنهيي هم شامل دی.
