د یاد وزارت پر رسمي وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو لهمخې، دغه جایزه د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک (سپاه پاسداران) پر لسو نورو اړوندو چارواکو هم اېښودل شوې ده. مجتبی خامنهيي په دې وروستیو کې وروسته له هغه د ایران د نوي مشر په توګه ټاکل شوی چې پلار یې علي خامنهيي د امریکا او اسراییل په ګډو بریدونو کې ووژل شو.
ویل کېږي چې مجتبی خامنهيي هم د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ټپي شوی دی. له هماغه وخته تر اوسه پورې هغه په عامو محفلونو کې نهدی لیدل شوی، خو د پنجشنبې په ورځ یې خپله لومړنۍ اعلامیه خپره کړه.
د اسلامي جمهوریت د نوي مشر تر څنګ، امریکا د ایران د ملي امنیت د مشر علي لاریجاني، د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب، د کورنیو چارو وزیر سکندر مؤمني او د خامنهيي په دفتر کې د دوو نورو چارواکو په اړه هم د معلوماتو په لټه کې ده.
د دې جایزې اړوند وېبپاڼه کې د څلورو نورو چارواکو نومونه هم یاد شوي، چې پهکې د سپاه پاسداران قومندان او د دفاع شورا منشي هم شامل دي، خو د هغوی نومونه او انځورونه نهدي خپاره شوي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: «دا کسان د سپاه پاسداران بېلابېلې څانګې رهبري او اداره کوي. دغه اداره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ترهګریزو بریدونو په پلانولو، تنظیمولو او عملي کولو کې رول لري».
متحده ایالاتو د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک (سپاه پاسداران) د یوه بهرني ترهګر سازمان په توګه پېژندلی او باور لري، چې دغه ځواک په هغو بریدونو کې لاس لري، چې پهکې امریکایي وګړي وژل شوي دي.
واشنګټن همدارنګه ایران تورن کړی، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ایراني پوځي قومندان قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو د ترور لپاره پلانونه جوړ کړي وو. ایران بیا د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه ردوي.
ایراني چارواکي اکثره د امریکا دغه تورونه بېبنسټه سیاسي بریدونه بولي او وایي، واشنګټن دا ډول ادعاوې د فشار د سیاست د توجیه کولو او د بندیزونو د لګولو لپاره مطرح کوي.