یونیسف: په افغانستان کې د ښوونې کیفیت د ښه کولو لپاره پر ۵۴ زره ښوونکو پانګونه شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په ۲۰۲۵م کې د افغانستان د ښوونې کیفیت د لوړولو لپاره یې له ۵۴۰۰۰ څخه په ډیرو ښوونکو پانګونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په ۲۰۲۵م کې د افغانستان د ښوونې کیفیت د لوړولو لپاره یې له ۵۴۰۰۰ څخه په ډیرو ښوونکو پانګونه کړې ده.
یاد بنسټ ویلي، چې دغو ښوونکو ته عملي روزنې ورکړل شوي څو په ښوونځیو کې د زده کړې بهیر ښه او تدریسي خونې خوندي او جذابې شي.
یونیسف زیاتوي چې دا ملاتړ په پړاویز ډول او تعقیب وړ جوړښت سره وړاندې شوی.
دوی ټینګار کوي چې د ښوونکو د ظرفیت پیاوړتیا د ښوونې د کیفیت په ښه کولو کې مهم رول لري، او ځواکمن ښوونکي ځواکمن ټولګي رامنځته کوي.

د اټک په بېلابېلو سیمو کې پولیسو داسې بنرونه لګولي چې د افغان کډوالو د نیولو لپاره د معلوماتو په بدل کې د ۱۰زره کلدارو د انعام ورکولو ژمنه پکې شوې ده. دا اقدام داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې چټکه شوې ده.
د دغو بنرونو له مخې، پولیسو له خلکو غوښتي چې که د افغان کډوالو په اړه معلومات لري، نو دوی ته دې یې ورکړي څو هغوی ونیول شي. په بنرونو کې ویل شوي چې د معلوماتو ورکوونکو ته به د ۱۰زره پاکستاني کلدارو انعام ورکول کېږي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې چټکه شوې ده.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د کډوالو ملاتړي بنسټونه وایي چې دا ډول اقدامات پر کډوالو فشارونه زیاتوي او د هغوی وضعیت نور هم ستونزمنوي.
په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال له کلونو راهیسې ژوند کوي، خو په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د پاکستان د امنیتي او اداري اقداماتو له امله د هغوی د نیولو او بېرته ستنولو بهیر پراخ شوی دی.
افغان حکومتونو له دې وړاندې پاکستان تورن کړی چې له کډوالو او سوداګریزو لارو نه پر کابل د فشار لپاره کار اخلي.
د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې یې د پاکستان د پوځ پر ځانګړي کمپ هوايي برید کړی دی. یاد وزارت ویلي، چې په برید کې یې د واڼه په پوځي کمپ کې دپاکستان د ځانګړو ځواکونو ودانۍ او نور مهم تاسیسات په نښه کړي دي.
د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې «په دغه برید کې د یاد مهم مرکز د قوماندانۍ ډېره برخه او ځینې نور تاسیسات له منځه تللي او د پاکستان پوځي ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي».
په انقره کې د طالبانو سفیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت د روژه ماتي یوه مېلمستیا کې ویلي، چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې به په راتلونکې کې لا پراخې او پیاوړې شي.
له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د ترکیې د حکومت ځینو چارواکو، په انقره کې مېشتو بهرنیو سفیرانو او ډیپلوماټانو، د سیاسي ګوندونو استازو او یو شمېر افغان محصلانو ګډون کړی و.
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب سفیر شیخ صنیعالله فرهمند په دغو مراسمو کې د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي وبللې او ویې ویل چې دا اړیکې د متقابل احترام او همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي.
هغه همداراز وویل چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونو، سوداګري، پانګونې او سیمهییزې همکارۍ پراختیا موندلې ده.
طالب سفیر د ترکیې د خیریه بنسټونو له مرستو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې به په راتلونکې کې لا پراخې او پیاوړې شي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل ویلي چې د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د«استنجا او استنشاق» په څېر ډېرو وړو موضوعاتو په اړه هم فرمانونه صادروي، خو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو او تېري پر وړاندې غلی دی.
نبیل دهبتالله اخوندزاده «درنه چوپتیا» د پوښتنې وړ بللې ده.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس ټینګار کړی چې د پاکستان پر بریدونو د طالبانو د مشر چوپتیا د خلکو په ذهن کې یوه اساسي پوښتنه راولاړوي او هغه دا، چې «څنګه کېدای شي د رعیت د ژوند په ډېرو کوچنیو چارو کې فرمانونه صادر شي، خو د هېواد د حاکمیت د نقض او پر خاوره د تېري په تړاو حتا یو روښانه دریځ هم و نه نیول شي؟».
نبیل اندېښنه ښودلې چې افغانستان به دا ځل د «دارالخوارج» په پلمه یو ځل بیا قرباني شي.
پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د روانو بریدونو هدف د وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان غړي دي چې یاد هېواد ورته «فتنه الخوارج» وايي.
د ملي امنیت پخواني رییس له روان بحران څخه د وتلو اساسي لاره له «رعیت» څخه «ملت» ته اوښتل بولي.
د هغه په باور، هغه هېواد چې خلک یې «رعیت» بلل کېږي، نه به تلپاتې امنیت او نه هم روښانه راتلونکی ولري.
د نبیل په وینا: «هغه هېواد چې خلک یې ملت وي، بیا به په اسانۍ د تکفیر د فتوو او د ورانکارو سیاستونو قرباني نه شي».
د طالبانو د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې یې دوه لرغونې سیمې کشف کړي، چې «تاریخي مخینه یې د کوشانیانو دورې ته رسېږي». دغه سیمې د بغلان د مرکز د ۸ او ۹ سړکونو په مسیر او د «چمقله» لرغونې سیمې په اوږدو کې پرتې دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیمې د بغلان د مرکز د ۸ او ۹ سړکونو په مسیر او د «چمقله» لرغونې سیمې په اوږدو کې پرتې دي. طالب چارواکي وایي دا سیمې د فرهنګي میراثونو د ساتنې د مدیریت د هڅو په پایله کې کشف او تثبیت شوې دي.
د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، د لرغونپوهانو په حضور کې د دغو سیمو د دېوالونو پاتې شوني موندل شوي چې له خښتو او پخڅې جوړ شوي دي. همدارنګه د خاورینو لوښو ټوټې، اېرې او د هډوکو ځینې پاتې شوني هم کشف شوي.
طالبان په داسې حال کې د تاریخي سیمو او میراثونو د خوندي ساتلو خبره کوي چې دې ډلې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال په بامیان کې د بودا تاریخي مجسمې ونړولې.