د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل له بریدونو سره سم، ایران د امریکایي هدفونو تر عنوان لاندي خلیج هیوادونه تر خپلو توغندیزو او لیری واټن ویشتونکو وسلو تر برید لاندي ونیول، چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه یي د هیوادونو لوی او بېلابېل غبرگونونه راوپارول.
یو له دغو هیوادونو څخه چې د ایران د دغه ډول بریدونو تر ښکار لاندی راغلی سعودي عربستان دی.
سعودي عربستان له گڼو هیوادونو سره چې له دې ډلې پاکستان سره هم د گډې دفاع ستراتیژیک تړون په نامه یو هوکړه لیک لری، چې له مخې یي که چیري پر یوه د دغو دواړو هېوادونو څخه کوم بل هېواد برید یا یرغل وکړی، دواړه هېوادونه باید د هغه پر وړاندی جګړې ته ور ودانگې.
خو، تر مهاله چي دوه اونې له دی جگړی تیریږی، پاکستان پر خپل عهد وفا نه ده کړی، او په یو ډول وارخطا او لار ورکي سیاست کې شپې او ورځې تیروی .
د دغه حالت د څیړنې له پاره باید په څو مهمو ټکو پوه شو.
تاریخی شالید :
په دې لړ کې د پاکستان او سعودي عربستان دفاعی او پوځي اړیکې ۱۹۶۷م کال ته گرځي . په دې کال کې د یوه دفاعی تړون له مخې د پاکستان د پوځ روزنکو د سعودي عربستان د پوځیانو سره په عسکری تعلیماتو کې مرسته کوله او همداشان به د سعودي پوځیان د پاکستان پوځي روزنیزو مرکزونو ته د زده کړو لپاره ورتلل .
په کال ۱۹۸۲م کې د جنرال ضیا الحق په دوره کې یو نوی دفاعی تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخي یې د دواړو هیوادونو تر منځ پوځي او استخباراتی اړیکې ستراتیژیکې کچې ته لوړې شوې.
تر هغه وروسته د پاکستان گڼ شمیر وگړي د سعودي عربستان په پوځ کې جذب شول ، او تر هغه وروسته بیا تر ننه په مختلفو پړاونو کې دغه ډول اړیکو دوام وموند، تر څو چی د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ گډ دفاعی ستراتیژیک تړون لاسلیک شو .
دغه تړون پنځه برخې لری:
متقابله دفاع:
په دغه برخه کې راځي چې« هر ډول برید یا یرغل پر یو له دغو هیوادونو پر دواړو برید گڼل کیږی.»
د گواښونو په وړاندی اقدامات:
په دی برخه راغلې چې« دواړه هیوادونه به په سیمه ییزه کچه د پوځي او امنیتي گواښونو په وړاندی له یو بل سره همکاری کوی.»
پوځي همکاری:
۱- د پوځي ځواک روزنه.
۲- د گډو پوځي مانورونو ترسره کول.
۳- د تجربو او فنی تجربو راکړه ورکړه.
۴- په امنیتي حوزه کې امنیتی عملیاتی همغږی.
استخباراتی او امنیتی همکاري:
۱ - د امنیتی اطلاعاتو شریکول.
۲ - د نویو رامنځته شویو ګواښونو لکه د راکټونو او ډرونونو په وړاندی همکاری .
۳ - د سیمې د امنیت پیاوړتیا: په دی هکله د تړون موخه د سیمې او نړی د امنیت سره همکاری ښودل شوی ده.
پاکستان ته سیمه ییز او نړیوال تهدید؛ د مالي مرستو د ترلاسه کولو یوه پلمه:
پاکستان د خپل شتون په کلونو کې دا تجربه ترلاسه کړی چې په نړیواله او په تېره بیا په سیمه ییزه کچه ګواښونه او ننګونې خپلو ملگرو ته ور په ګوته کوي او بیا د همکاری په پلمه په هغه کې ورگډ شی، او کله نا کله په دی هکله دوه گونې سیاست هم پر مخ وړی، یعنی چې هم له تهدید کوونکو سره د جوال خوله نیسې او هم د تهدید شوي څخه د مبارزې تر عنوان لاندي گټه اخلې ( ښه مثال یي افغانستان د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کالونو پورې و، چې له یوه خوا پاکستان د نړیوال تروریزم د ایتلاف غړی شمیرل کیده او له بله پلوه یي د ترهګرو د ساتونکي ، تمویلوونکي او تجهیزونکي رول ولوباوه).
له سعودي سره هم په وروستې تړون کې پاکستان همدا موخې پر مخ بیایي ، سعودي په سیمه ییزه کچه له اسلامی افراطیت او د ایران له پوځي وړتیا څخه وېره لري او د سیمه ییزو ملگرو د پیدا کولو په لټه کې و او دی، چې پاکستان له دی فرصت څخه گټه پورته کړه او په دی توګه غواړی د سعودي له اقتصادي سرچینو څخه د خپل هېواد د ویجاړ اقتصادی حالت سره مجادله وکړی .
دوه هندواڼې په یوه لاس کې:
اوس چې سعودي عربستان د ایران د کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر سخت گزار لاندي دی، د پاکستان - سعودي د ستراتیژیک گډ دفاعي تړون له مخې، پاکستان باید د سعودي عربستان تر څنگ ودریږی ، ځکه که چیری یو د دغو دوو هېوادونو د کوم بل هېواد تر برید یا یرغل لاندی راځي ، دا یرغل او برید گډ بلل کیږی، په دي توګه پاکستان باید پر خپل تعهد عمل وکړی .
اوس نو پاکستان په سخت حالت کې دی ، او په ظاهره کې له تهران سره خواخوږی لري او له بلې خوا له سعودي سره متعهد دی، په دی توګه ګواکې دوه هندواڼې یې په یوه لاس کې نیولي ، او داسې بریښې چې د پاکستان پوځې رژیم په خپل چل کې بند پاتي دی .
که پاکستان د سعودي عربستان په اړخ ودریږی، نو دا به ورته په ځینو دلایلو ناشونې وي.
له ایران سره ګډه ناامنه پوله، په تیره بیا د بلوڅانو فعاله وسله واله مبارزه د پاکستان دحکومت پر ضد په سیمه کې دوام لری.
په پاکستان کې ناامنه فضا، په تیره په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې «چې عملا یي اداره تر ډیره په ملکی لحاظ او هم په امنیتي لحاظ د فدرالي حکومت له ادارې څخه وتلې ده.»
په پاکستان کې له ایران سره د خلکو په تیره بیا د شیعه گانو خواخوږی «پاکستان د شمیر له نظره تر ایران وروسته د نړی په کچه ډیر اهل تشیع وگړې لری.»
د پاکستان ویجاړ اقتصادی حالت، په تیره پر ایران د اسراییلو او امریکا له بریدونو وروسته او په پاکستان کې د سیاسې ډلو او ګوندونو تر منځ سخت تقابلې حالت.
په پایله کې که پاکستان په دغه لوبه کې هرې خواته ولوبیږی؛ بایلوونکې به وی .