سید اکبر اغا: د کابل د معتادینو روغتون باندې هوایي برید «لوی جنایت» دی

پخواني طالب چارواکي، سید اکبر اغا، په کابل کې د معتادینو پر یوه روغتون د بمبارۍ پېښه «لوی جنایت» بللې، خو پاکستان ادعا کوي چې برید یې پر ملکي مرکز نه، بلکې د طالبانو پر پوځي هدفونو ترسره کړی دی.
سید اکبر اغا په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي چې تېره شپه د پاکستان لهخوا په کابل کې د معتادینو پر یوه روغتون «ظالمانه او وحشیانه» بمباري شوې چې له امله یې زیات ملکي تلفات اوښتي دي.
هغه دا برید د اسلامي ارزښتونو پر خلاف بللی او پوښتنه یې کړې چې ولې د پاکستان دیني عالمان د دې پېښې په اړه چوپ پاتې دي. د هغه په وینا، «ایا دغو علماوو ته د دنیا او آخرت مسولیت نه راجع کېږي؟»
نوموړي وړاندیز کړی چې له غیرحکومتي دیني عالمانو سره باید اړیکه ونیول شي، څو د خپل حکومت پر کړنو فکر وکړي او خپل مسولیت ادا کړي.
هغه همداراز د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، سره له دې چې په افغانستان کې د یوناما دفتر شتون لري او معلومات شریکوي، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی.
سید اکبر اغا ټینګار کړی چې طالبان باید په داسې حالاتو کې له خلکو سره نږدې اړیکه وساتي او د ملت ملاتړ ترلاسه کړي، ځکه د هغه په وینا، «په ملت کې ډېر مخلص خلک شته» چې کولی شي د حکومت پالیسۍ بریالۍ کړي.
