د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني او د طالبانو مشر ملاهبت الله پر کابل د پاکستان هوايي بریدونو پر وړاندې لاتر اوسه چوپ دي.
اشرف غني او هبت الله نه یوازې د پاکستان هوايي بریدونه نه دي غندلي، بلکې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه یې هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو هوايي بریدونو، پر ډيورنډ کرښه جګړو او د ملکي وګړو مرګژوبلې په اړه هیڅ یادونه نه ده کړې.
د دوشنبې په شپه چې پاکستاني الوتکو په کندهار او ننګرهار کې بریدونه وکړل او د کابل په څرخي پله کې د روږدو د درملنې پر یوه روغتون د برید په پایله کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو، په کوردننه او بهر یې غبرګونونه را وپارول، خو د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده تراوسه په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
پخواني ولسمشر اشرف غني ته نژدې سرچینو ویلي، چې په دې وروستیو کې د متحده عربي امارتو چارواکو له نوموړي غوښتنه کړې، چې د افغانستان په اړه دې له نظر ورکولو ډډه وکړي.
له کابل څخه له وتلو وروسته اشرف غني په متحده عربي اماراتو کې اوسیږي.
یونامه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددوشنبې په شپه په کابل کې د پاکستان د پوځ هوايي برید د «امید د معتادینو د درملنې روغتون» په نښه کړی، چې د مخدره توکو د معتادینو د درملنې روغتیايي مرکز دی. یوناما وايي، ملکي وګړي لا هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو بیه پرې کوي.
که څه هم پاکستانې یې ردوي، خو طالبانو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي، چې پر کابل د پاکستان په هوايي بریدونو کې د مخدره توکو د معتادینو د درملنې روغتیايي مرکز په نښه شوی دی او د ۴۰۰ کسانو د وژل کېدو او تر ۲۵۰ پورې نورو د ټپي کېدو خبر ونه ورکړل شوي.
پر کابل او ننګرهار د پاکستان له بریدونو وروسته، چین د سې شنبې په ورځ یوځل بیا له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او د روان تاوتریخوالي د کمولو لپاره بېرته خبرو اترو ته ستانه شي.
طالبانو د دوشنبې په شپه ناوخته وویل چې شاوخوا د شپې۹ بجې پاکستان په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون برید وکړ چې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان یې ووژل او له ۲۵۰ ډېر یې ټپیان کړل.
بلخوا پاکستان بیا ویلي چې په کابل او ننګرهار کې یې د طالبانو پوځي تاسیسات او د وسلو زیرمتونونه په نښه کړي دي.
خو، تصویرونو کې ښکاري چې پاکستان پر روغتون برید کړی او ملکي کسانو ته یې تلفات اړولي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې بیجینګ هیله لري دواړه هېوادونه نورې شخړې بندې کړي او د خبرو له لارې دې ستونزې حل کړي.
په وروستیو میاشتو کې طالبانو د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر ضد له ځانمرګو ډرونونو او کوادکوپترونو کار اخیستی. دا بریدونه د پاکستاني بمباریو په غبرګون کې ترسره شوي او تر اسلاماباد پورې رسېدلي دي.
یوناما د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره رغېدو هیله کړې ده.
یوناما ویلي، د نړیوالو قوانینو له مخې د جګړې ټولې خواوې مکلفې دي چې ناروغان، ټپیان، روغتیايي کارکوونکي، روغتونونه او امبولانسونه خوندي وساتي او پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه په کلکه منع دي.
د ملګرو ملتونو استازځي زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې ملکي وګړي لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو بیه پرې کوي.
یوناما د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې او د مارچ د ۱۶مې تر پېښې مخکې ورځې پورې لږ تر لږه د ۷۶ ملکي افغانانو د وژل کېدو او ۲۱۳ نورو د ټپي کېدو پېښې ثبت کړې دي.