د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په کابل کې د معتادینو پر روغتون د برید پلټنه کوي

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس وایي، پر کابل د پاکستان د تېرې شپې هوايي برید کې د امید په نامه د معتادینو پر روغتون د برید او مرګ ژوبلې پلټنه کوي. طالبانو ویلي، چې د معتادینو پر روغتون د پاکستان په برید کې ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ ټپیان دي.
