پر کابل او ننګرهار د پاکستان د تېرې شپې په بریدونو کې ۹ ځایونه په نښه شوي

په کابل او ننګرهار کې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د امید روغتون د یوې برخې په ګډون ۹ سیمې په نښه شوې دي. دغه بریدونه د کابل په سرک نو، حضوري چمن، دارالامان، سیاه سنګ، څرخي پله او د ننګرهار په ګوشته، غني خېلو او اچین ولسوالیو کې شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې د طالبانو پوځي مرکزونه او د وسلو زېرمې په نښه شوې دي، خو طالبانو تېره شپه اعلان وکړ، چې د امید د روږدو درملنې پر روغتون برید کې ۴۰۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې په بریدونو کې په سرک نو کې د طالبانو د استخباراتو تخنیکي دفتر، په چمن حضوري او دارالامان کې پوځي لوا او د مهماتو زیرمې او د شاه شهید په سیاه سنګ کې یوه پوځي برخه او په کارته نو کې د طالبانو دفاع وزارت اړوند د ساتنې واحد په نښه شوي دي.
طالبانو تراوسه یوازې د امید روغتون یوې برخې د برید پخلی کړی دی.
د نورو سیمو د هدف ګرځولو او د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په تړاو تردې دمه طالبانو معلومات نه دي ور کړي.
په ننګرهار کې هم د ګوشتې، اچین او نازیان ولسوالیو پرسرحدي لواوو او مرکزونو او په غني خېلو کې د ۲۰۱ قول اردو اړوند پر دویمې لوا د بریدونو خبر ورکړل شوی.
په کابل کې دا د پاکستان تېرو هوايي بریدونو ته تر تولو سخت بریدونه ګڼل کیږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بریدونو وروسته په یوه مرکه کې وویل، چې د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ وخت تېر شوی او اوس د غچ اخېستنې وخت دی.
تراوسه طالبانو د غچ اخېستنې اقدام نه دی کړی، خو په کوټه او راولپنډۍ کې د دوو ډرون الوتکو د الوتنې او یوې د غورځېدو خبر ورکړل شوی دی.
