چین یوځل بیا له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې خبرو ته سره کیني
پر کابل او ننګرهار د پاکستان له بریدونو وروسته، چین د سې شنبې په ورځ یوځل بیا له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او د روان تاوتریخوالي د کمولو لپاره بېرته خبرو اترو ته ستانه شي.
طالبانو د دوشنبې په شپه ناوخته وویل چې شاوخوا د شپې۹ بجې پاکستان په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون برید وکړ چې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان یې ووژل او له ۲۵۰ ډېر یې ټپیان کړل.
بلخوا پاکستان بیا ویلي چې په کابل او ننګرهار کې یې د طالبانو پوځي تاسیسات او د وسلو زیرمتونونه په نښه کړي دي.
خو، تصویرونو کې ښکاري چې پاکستان پر روغتون برید کړی او ملکي کسانو ته یې تلفات اړولي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې بیجینګ هیله لري دواړه هېوادونه نورې شخړې بندې کړي او د خبرو له لارې دې ستونزې حل کړي.
په وروستیو میاشتو کې طالبانو د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر ضد له ځانمرګو ډرونونو او کوادکوپترونو کار اخیستی. دا بریدونه د پاکستاني بمباریو په غبرګون کې ترسره شوي او تر اسلاماباد پورې رسېدلي دي.
یوناما د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره رغېدو هیله کړې ده.
یوناما ویلي، د نړیوالو قوانینو له مخې د جګړې ټولې خواوې مکلفې دي چې ناروغان، ټپیان، روغتیايي کارکوونکي، روغتونونه او امبولانسونه خوندي وساتي او پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه په کلکه منع دي.
د ملګرو ملتونو استازځي زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې ملکي وګړي لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو بیه پرې کوي.
یوناما د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې او د مارچ د ۱۶مې تر پېښې مخکې ورځې پورې لږ تر لږه د ۷۶ ملکي افغانانو د وژل کېدو او ۲۱۳ نورو د ټپي کېدو پېښې ثبت کړې دي.