عبدالباري عمر: په روغتیايي مرکزونو بریدونه «د انسانیت او اخلاقو ضد عمل» دی

د طالبانو تر ادارې لاندې د برېښنا شرکت عمومي پخواني رییس عبدالباري عمر، د پاکستان وروستیو بریدونو په غبرګون کې وایي چې د روغتیايي مرکزونو، ناروغانو او طبي کارکوونکو په نښه کول «د انسانیت، اسلام او اخلاقو خلاف» عمل دی.
عمر دا څرګندونې د ایکس له لارې په یوه پوسټ کې کړې دي. هغه ادعا کړې چې د بریدونو تر شا یو «پوځي رژیم» ولاړ دی چې، د ده په وینا، «توغندي لري خو انساني ځواک او مشروعیت نه لري».
هغه په خپل پوسټ کې لیکلي: «پوځي رژیم توغندي لري خو سړي نه لري، جعلي جغرافیه لري خو تاریخ نه لري؛ که یې درلودای، نو د ابدالي، غوري او غزنوي نومونه به یې پرې نه اېښودل.»
عبدالباري عمر همداراز ویلي چې د ۶۵۰ ناروغانو او روغتیايي پرسونل وژل د «وحشیانو کار» دی، او زیاته کړې یې ده: «دا هغه کسان دي چې نه اسلام پېژني، نه انسانیت او نه اخلاق.»
