عربي او اسلامي هېوادونو پر ایران غږ وکړ چې خپل بریدونه ژر تر ژره ودروي

د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ریاض په مشورتي غونډه کې له ایران څخه وغوښتل چې د خلیج هېوادونو او سیمې پر وړاندې خپل بریدونه سملاسي ودروي.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وغندل او ویې ویل چې دغه بریدونه په هېڅ ډول او تر هېڅ پلمې لاندې د توجیه وړ نه دي.
په دې غونډه کې د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات، ترکیې، پاکستان، اذربایجان، بحرین، مصر، اردن، کویټ، لبنان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.
د اعلامیې له مخې، دغو هېوادونو د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د هېوادونو د ځاندفاع حق ته په اشارې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ایران پر وړاندې د خپلو امنیتي ګټو دفاع حق لري.
وزیرانو زیاته کړه چې له ایران سره د اړیکو راتلونکی د هېوادونو د حاکمیت درناوي او کورنیو چارو کې په نهلاسوهنې پورې تړلی دی. دوی ټینګار وکړ چې ایران باید د سیمې د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او خپل پوځي ظرفیت د ګواښ لپاره ونه کاروي.
همداراز، دوی له ایران وغوښتل چې په عربي هېوادونو کې له خپلو اړوندو ډلو ملاتړ او تمویل ودروي او د هُرمز په تنګي کې د نړیوال سمندري تګ راتګ د ګډوډولو له هر ډول اقدام څخه ډډه وکړي. دوی دغه راز خبرداری ورکړ چې د بابالمندب په سیمه کې دې هم سمندري امنیت نه ګواښي.
