د منځني ختیځ د جګړې اغېز؛ سریلانکا کې یو وار بیا د تېلو بیې لوړې شوې

سریلانکا د منځني ختیځ د جګړې د اغېزو له وېرې د تېلو بیې ۲۵ سلنه لوړې کړې دي. د سریلانکا حکومت وايي، د انرژۍ د کمښت مخنیوي لپاره دغه ګام اخیستل شوی او ښايي له دې سره د تېلو لګښت هم راکم شي.
د سریلانکا حکومت د یکشنبې په ورځ د تېلو بیې لوړې کړې، چې دغه بیې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د دویم ځل لپاره لوړې شوې دي. د یادې پرېکړې موخه د منځني ختیځ د جګړې له امله د انرژۍ احتمالي کمښت ته چمتووالی ښودل شوی.
د نوو بیو له مخې؛ عادي پټرول له ۳۱۷څخه ۳۹۸ روپیو ته لوړ شوی او ډیزل چې تر ډېره د عامه ترانسپورټ لپاره کارېږي، ۳۸۲ روپیو ته رسېدلی دی. چارواکي وايي، تمه ده چې د بیو په لوړولو سره به د تېلو مصرف له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې راکم شي.
د سریلانکا ولسمشر انورا کومارا دیسانایکه ویلي، چې هېواد یې باید د منځني ختیځ د اوږدې جګړې لپاره چمتووالی ونیسي؛ ځکه دغه وضعیت د سریلانکا د انرژۍ پر رسولو مستقیم اغېز کولای شي.
د سریلانکا حکومت دارنګه د اوونۍ کاري ورځې څلورو ته راکمې کړې او له ادارو یې غوښتي، چې د امکان په صورت کې له کور څخه د کار کولو سیسټم فعال کړي.
