ډونالډ ټرمپ: ډاډمن نه یم چې له ایران سره به هوکړې ته ورسېږم او که نه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایراني چارواکي د خبرو اترو په برخه کې «ډېر ښه» دي، خو هغه ډاډمن نه دی چې د جګړې د ختمولو لپاره به له هغو سره هوکړې ته ورسېږي او که نه.
ټرمپ زیاته کړه چې ایران کمزوري جګړه ماران لري، خو د خبرو اترو په برخه کې بې ساری استعداد لري او دا ایران دی چې د هوکړې لپاره ټینګار کوي، نه هغه.
ټرمپ همداراز، خبرداری ورکړ چې ایران باید توافق وکړي، کنه د متحده ایالاتو له دوامداره او ډلهییزو اقداماتو سره به مخ شي.
ټرمپ وویل: «وګورو چې ایا کولی شو یوې ښې هوکړې ته ورسیږو او د هرمز تنگی پرانیزو.»
