که پر نجونو دا بندیزونه نه وای، نو تر اوسه به شاوخوا ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو څخه فارغې شوې وای.
په افغانستان کې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د ۱۴۰۵ لمریز کال تعلیمي کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو له ګډون پرته پیل شو. که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو هیله درلوده چې سږ کال به طالبان نجونو ته د زدهکړو د دوام اجازه ورکړي، خو د هغوی دا هیله هم د افغان نجونو د ارمانونو په څېر یوازې تر هیلې پاتې شوه.
طالب چارواکو له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نجونو د زدهکړو د دوام په تړاو منفي تبلیغات کړي او ان په لومړیو کې یې ویل چې د نجونو په ښوونځیو کې د نشهيي ټابلېټونو «ټابلېټ کا» کارونه عامه شوې وه او همداراز د روان تعلیمي کال په پیل مراسمو کې د طالبانو د چارو ادارې رييس د لوړو زدهکړو د بنسټونو په تړاو وویل، په پوهنتونونو کې د «بېحیایۍ» فضا عامه وه.
د طالبانو د چارو ادارې رييس انورالحق انور په یادو مراسمو کې وویل: «د پوهنتونونو په کتابتونونو کې نهیوازې دا چې د خپلو عقایدو او حیا او اخلاقو کې بهتري راځي د هغو شیانو په تړاو مواد نشته، بلکې د بېحیایۍ شیان پهکې ځای پر ځای شوي دي. دا به ډېر بد تاثیر ولري او دا هم په ماحول کې راځي».
د ښوونځیو او پوهنتونونو یو شمېر استادانو، زدهکوونکو او محصلینو د طالبانو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې، دا ډول فکر یې د هغوی د ناسم فکر زېږنده وبلله او له لوړو زدهکړو د نجونو د منع کولو لپاره د توجیه موندنې هڅه وبلله.
طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زدهکړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زدهکړو هم بندیز ولګاوه.
یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زدهکړو بېبرخې دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د ۱۴۰۵ تعليمي کال له پیلېدو یوه ورځ مخکې (جمعه د کب ۲۹مه) په خپله اېکس پاڼه افغانانو ته د سولې او سوکالۍ د هیلو له څرګندولو سربېره ویلي: «د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره، موږ هغې ورځې ته سترګې په لار یو چې هره نجلۍ بېرته ټولګي ته ستنه شي».
اوس پوښتنه دا ده، که طالبان نهوای یوازې د افغانستان په ټولنه کې به سواد څومره عام وای او لږ تر لږه څومره نجونې به له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغې وې؟
که طالبانو پر پوهنتوني زدهکړو بندیز نهوای لګولی، نو د شمېرو لهمخې، په وروستیو نږدې پنځو کلونو کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۳,۹۰۸ نوې ښځینه ډاکترانې، انجینرانې، ادیبانې، روانپوهانې، د کمپیوټر، ساینس او له بېلابېلو نورو څانګو لږ تر لږه د لېسانس تر کچې فارغې شوې وې.
د شمېرو پر بنسټ، که پر نجونو د منځنیو زدهکړو دروازې نهوای تړل شوې، نو په افغانستان کې به نږدې یو میلیون نجونې زدهکوونکې له دولسم ټولګي فارغې شوې وې.
د یونېسکو د معلوماتو لهمخې، طالبانو په قصدي توګه د ۱ اعشاریه ۴ میلیونو نجونو پر مخ په قصدي ډول د منځنیو زدهکړو دروازې تړلې دي، چې نږدې یو میلیون یې له اتمو ټولګیو پورته وې او که بندیز نهوای نو دا یو میلیون نجونې په په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له ښوونځیو فارغې وې.
د طالبانو په دغه ډول پرېکړو سره د افغانستان سم نیمايي ټولنه بېسواده پاتې کېږي، چې تل به نورو ته محتاج وي.
د یونېسکو، یونېسف او پخواني جمهوري دولت د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو شمېرې ښيي، چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې نږدې ۸.۷ میلیونه نجونې او هلکان په عمومي ښوونځیو کې شامل وو.
خو طالبانو په خپله واکمنۍ کې ډېر پام د دیني مدرسو پر جوړښت او همداراز جلب او جذب متمرکز کړی دی. اوس طالبان په منفي تبلیغاتو سره هڅه کوي، چې کورنۍ له عصري زدهکړو واړوي او د دیني مدرسو لوري ته یې سوق کړي.
د طالبانو پوهنې وزارت چې د ښوونځيو تر څنګ د یوې برخې دیني مدرسو مسوولیت هم لري ادعا لري، چې دمګړۍ څه باندې ۱۲ میلیونه هلکان او نجونې پر عصري او دیني زدهکړو بوخت دي. دغه وزارت په کره توګه د عصري او دیني زدهکړو د زدهکوونکو شمېر له روښانه کولو پرته ادعا لري: «د دیني او عمومي زدهکړو په مرکزونو کې ټولټال ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره ۸۸۶ هلکان او ۵ میلیونه او ۳۹۱ زره او ۳۰۰ نجونې پر دیني او عمومي زدهکړو بوختې دي. په ټوله کې پر زدهکړو د بوختو زدهکوونکو شمېر ۱۲ میلیونه او ۹۲۵ زره او ۱۸۷ ته رسېږي».
د چارو شنونکي بیا پر دې باور دي، چې د دغو دیني مدرسو زدهکوونکي د دغې ډلې راتلونکي سرتېري دي، ځکه اوسني طالبان چې کابو اکثریت یې نالوستي دي، خو څوکیو او ارامښت ته له رسېدو وروسته ښايي بیا ترې د جنګیاليو په توګه استفاده ونهشي، نو دغه نوي زدهکوونکي په اسانۍ سره د دوی سرتېري جوړېدای شي.
د یونېسکو، یونېسف او پخواني جمهوري دولت د پوهنې وزارت د معلوماتو لهمخې، په هغه وخت کې د نجونو ګډون په ابتدايي دوره کې لوړ شوی وو: په ۲۰۱۸ کې ۲.۵ میلیونه نجونې په ابتدايي دورې کې پر زدهکړو بوختې وې او تر ۲۰۲۱ پورې په ټول کې هېواد کې د ابتدايي زدهکوونکو ۴۰ سلنه برخه نجونې وې.
په لوړو زدهکړو کې هم بدلون محسوس وو: د ۲۰۲۱ کال وروستۍ احصایې ښيي چې د افغانستان په شخصي او دولتي پوهنتونونو کې له ۱۱۰ زرو ډېرې محصلینې په زدهکړو بوختې وې.
هر کال په منځني ډول له ۳ زرو تر ۴ زرو ښځینه محصلینې په بورسیو او شخصي مصارفو بهرنیو هېوادونو ته د زدهکړو د دوام لپاره تللې، خو اوس ترې دا حق اخیستل شوی.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان نن څه ډول دی؟
د ملګرو ملتونو د راپور لهمخې، افغانستان اوس د نړۍ یوازنی هېواد دی چې د نجونو ثانوي او لوړې زدهکړې پهکې په رسمي ډول بندې دي. دا هېښوونکی خبره ده، چې خلک د یوه هېواد د واکمن له لوري په رسمي او جبري توګه له زدهکړو منع شي.
د شمېرو لهمخې، لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې په قصدي ډول له ثانوي زدهکړو منع دي؛ نږدې ۲.۵ میلیونه د ښوونځيعمر لرونکې نجونې یعنې ۸۰ سلنه یې له زده کړو بې برخې دي.
دا مهال د ابتدايي کچې د مجموعي شمولیت کچه ټیټه شوې او یونېسف وايي، چې په ۲۰۲۴ کې د افغانستان ابتدايي شمولیت کچه ټیټه شوې ده، ځکه نجونې د زدهکړو د دوام حق نهلري.
یونېسکو خبرداری ورکوي، د نجونو د محرومیت دوام به د هېواد لپاره د متخصصو کادرو کمښت رامنځته کړي، په طب، انجینرۍ او نورو برخو کې به د فارغانو تشه نوره هم زیاته شي او وايي: «موږ یې محسوسوو».
د ملګرو ملتونو راپورونه وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو له زدهکړو په مخنیوي سره په کم عمر کې د نجونو د ودونوو ګراف خورا لوړ شوی دی او ورسره د کورنیو اقتصادي ستونزې او ناامني خطرونه لا پسې زیات کړي دي.
د یونېسف د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.
د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم ویلي، ډېرې کورنۍ د فقر او همداراز د زدهکړو یا د کار نشتوالي له امله واده د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې.
د یادې ادارې د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۶ کاله کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو امېندواري کچه ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زدهکړې به نهلري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.
د دغې ادارې په وینا، که په افغانستان کې د ښځو حقونه، زدهکړه او روغتیا لومړیتوب ونه لري، افغانستان به د ځوان نسل د ضایع کېدو او د پرمختګ لهمخې له ګواښ سره مخ شي.
یونېسف د زدهکړو د کیفیت په اړه وایي، په ۲۰۲۴/۲۰۲۵ ارزونو کې دا موندلې چې څه باندې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان ساده متن په سمه توګه نهشي لوستلای، یعنې بحران لا ژور شوی دی.
زده کړه یوازې ټولګی نهدی؛ د یوه نسل راتلونکی دی. خو د طالبانو د قصدي بندیزونو له کبله دا راتلونکی په قلف شویو دروازو کې بند پاتې دی، د وروستۍ پوښتنې په توګه باید وپوښتو:
چې څوک د یو باسواده افغانستان مخه نیسي او د افغانانو د سبا ساه تنګوي؟