طالبان: په پنجشېر، تخار او سمنګان کې تړل شوې لارې بیا پرانیستل شوې

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت خبر ورکوي چې د پنجشېر، تخار او سمنګان ولایتونو هغه لارې، چې د پرلهپسې بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې وې، بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې دي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت خبر ورکوي چې د پنجشېر، تخار او سمنګان ولایتونو هغه لارې، چې د پرلهپسې بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې وې، بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې دي.
د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، د پنجشېر ولایت د عنابه ولسوالۍ مسیر، چې د دښتک، زمانکور، دالانسنګ او پل نیلاب سیمې پکې شاملې وې، د تخار ولایت د نمکاب ولسوالۍ مسیر او د سمنګان ولایت د خُرم سارباغ مسیر د ټولګټو وزارت د ولایتي ټیمونو له هڅو وروسته پاک او د تګ راتګ لپاره خلاص شول.
خو د روی دواب ولسوالۍ مسیر تر دا مهاله پورې د ملاعلي پل په سیمه کې تړلی دی او د هغه د ترمیم او بیا پرانیستلو چارې روانې دي. همدارنګه د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره یوه بدیله فرعي لار هم جوړه شوې، چې اوس خلک کولای شي له هغې لارې د روی دوآب ولسوالۍ ته تګ راتګ وکړي.
د ټولګټو چارو وزارت ټینګار کړی چې د خلکو د خوندیتوب او د تګ راتګ د اسانتیا لپاره هڅې به دوام ولري او په راتلونکو ورځو کې به د نورو بندو شوو مسیرونو د خلاصولو چارې هم بشپړې شي.

په تورخم کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د تورخم له لارې د بې اسنادو افغانانو بیرته ستنېدل به نن سې شنبه بیا پیل شي. یادو چارواکو ویلي چې طالبانو د «بې دلیله ډزو» د نه کولو ژمنه کړې.
ډان ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) د تورخم چارواکو له قوله ویلي چې د تورخم په اوږدو کې د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته اړوند ادارو ته لارښوونه شوې چې د مارچ میاشتې له ۳۱مې د غیرقاوني وګړو د بیرته ستنولو پلان عملي کړي.
هغوی زیاته کړې چې د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان له مخې به یوازې یو اړخیزه یعنې له پاکستان څخه افغانستان ته د غیرقانوني افغانانو لېږد ته اجازه وي.
تر دې مخکې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختر په ورځو کې له لنډمهاله اوربند وروسته پاکستان د مارچ په ۲۷مه نېټه د تورخم له لارې د بې اسنادو او غیرقانوني افغانانو د ایستلو او بېرته ستنولو ته اجازه ورکړې وه.
په خبر کې ویل شوي چې دا اجازه لنډمهاله وه او له ۱۲ ساعته وروسته د دواړو هېواونو ترمنځ د دزو وروسته دا بهیر بند شو.
سرچینو وویل چې د مارچ په ۲۷مه شاوخوا ۲۱۲ افغانانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې له افغانستان ته ستانه شي.
هغه افغاني کورنۍ چې د لارو بندېدو له امله له یوې میاشتې راهیسي په بېلابېلو ځایونو کې بند پاتې دي د یکشنبې په ورځ یې د یو لاریون پر مهال د ژر بیرته ستنېدو غوښتنې کولې. د دوی په خبره چې اوږد انتظار له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار د پنځمې حوزې امنیتي ځواکونو په جلا عملیاتو کې د غلو یو شپږ کسیز بانډ او هم مهاله یې یو مسلح غل نیولی چې له یو کور څخه یې غلا کوله. وزارت وایي، په دغه عملیاتو کې یو عراده موټر هم تر لاسه شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پنځمې حوزې امنیتي ځواکونو د خلکو د شکایتونو او څارنې په پایله کې د غلو د بانډ پر ضد موثر عملیات ترسره کړي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه کسانو په موټرو کې له خلکو پیسې او نور قیمتي توکي غلا کول.
وزارت وایي هم مهاله یو مسلح غل هم نیول شوی چې د بانډ د فعالیتونو له لارې یې د خلکو مالونه غلا کړي وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې د پولیسو لخوا له نیول شوو کسانو یو عراده موټر هم تر لاسه شوی، کوم چې د غلاوو په ترسره کولو کې کارول کېده.
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د افغانستان په اړه یادونه کړې چې په دغه هېواد کې لا هم د بشري حقونو کړکېچ دوام لري. دوی د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر وړاندې پراخو بندیزونو ته اشاره کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د نوي راپور له مخې، چې ښځې او نجونې د طالبانونو د فرمانونو له لارې لا هم د عامه ژوند څخه لرې کیږي. نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کیږي او د طب پوهنځيو لپاره له ښځو پرته ازموینې اخیستل کیږي.
په راپور کې راغلي چې له «حجاب پرته» ښځې له عامه ټرانسپورټه منع شوي او بازارونو او خدماتو ته د ښځو لاسرسی ستونزمن شوی دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په ټول افغانستان کې د دوی دفترونو ته د ښځينه کارکوونکو، قراردادیانو او مېلمنو ورتګ منع شوی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر تورک د راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل: «په عملي توګه حاکمو چارواکو د ښځو او نجونو حضور په عامه ژوند کې جرم ګرځولی دی. ښځې او نجونې اوسنی او راتلونکی دي او هېواد له هغوی پرته وده نه شي کولی».
په راپور کې په عام محضر کې د خلکو وهلو، پر رسنیو بندیزونو او د خبریالانو نیونو او بندي کولو ته هم اشارې شوي.
طالبانو په کابل پوهنتون کې د ژمنپاڼو په وېشلو سره له محصلانو غوښتي، چې د دغې ډلې لارښوونو ته ژمن پاتې شي. په دې ژمنپاڼو کې له محصلانو غوښتل شوي، چې د ږیرې پرېښودلو، د خولۍ پر سر کولو، په لمانځه کې د ګډون، د موسیقۍ نه اورېدلو او د طالبانو له اصولو سره د سم چلند ژمنه وکړي.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې د طالبانو چارواکو له محصلانو غوښتي څو دغه ژمنپاڼې لاسليک کړي.
د دې ژمنپاڼې په بېلابېلو برخو کې راغلي، چې محصلان مکلف دي څو لمونځ په جماعت ادا کړي، خپلې ږېرې اوږدې وساتي او د سر وېښتان دې په داسې بڼه نه سموي چې د طالبانو له نظر سره مخالفه وي. همدارنګه، محصلان نهشي کولی له خولۍ پرته پوهنتون ته داخل شي او اړ دي چې جامې واغوندي.
دغه نوی امر يوازې د کابل دولتي پوهنتون پورې محدود نه دی. په کابل کې د يو خصوصي پوهنتون يوه زدهکړیال افغانستان انټرنشنل ته يو مکتوب لېږلی، چې پهکې ښکاري له هغوی څخه هم غوښتل شوي چې ږیره پرېږدي او جامې واغوندي.
هغه ويلي، چې د طالبانو لارښوونې او خبرداري محصلان ناهيلې کوي.
د زدهکړیالانو پر سنيتوب ټينګار
هغه محصلان چې د کابل پوهنتون ژمنلیک لاسليکوي، بايد ژمنه وکړي چې د «اسلامي امارت نظام» شرعي ګڼي او اطاعت ترې اړين بولي.
د دې ژمنلیک په يوه ماده کې راغلي، چې د افغانستان خلک د «اهل سنت او جماعت» پيروان دي. له همدې امله له محصلانو غوښتل شوي، چې ژمنه وکړي څو د همدې مذهب پيروي کوي او اطاعت ترې کوي. همدارنګه طالبانو له زدهکړیالانوغوښتي، چې د امر بالمعروف قانون ته ځانونه ژمن وبولي.
په افغانستان کې د اهل سنت تر څنګ د جعفري او اسماعيلي شيعهګانو لويه ټولنه هم ژوند کوي. خو طالبان تل د اهل سنتو پر بنسټ د قوانينو پر حاکميت ټينګار کوي او پر شيعهګانو محدوديتونه لګوي.
د تېر کال د مرغومې په ۱۵مه د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د «محاکمو جزايي اصولنامه» توشيح کړه. د دې اصولنامې په اتمه ماده کې راغلي، هر څوک چې د «اهل سنت او جماعت» خلاف عقيده ولري، «مبتدع» بلل کېږي.
همدارنګه په ۲۶مه ماده کې ويل شوي، چې که څوک له حنفي مذهب څخه ووځي، تر دوو کلونو پورې د بند سزا به ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون محکمو ته اجازه ورکوله، چې د شيعه وګړو په شخصي چارو کې د شيعه فقه تطبيق کړي.
له سياسي ډلو سره د اړيکو بنديز
په دې ژمنلیک کې طالبانو زدهکړیالان اړ کړي، چې سياسي فعاليت ونهکړي او له «سياسي ډلو» سره اړيکې ونهنيسي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ګوندونو ته د رسمي فعاليت اجازه نشته. طالبانو د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۵مه په ښکاره اعلان وکړ، چې د ټولو سياسي ګوندونو فعاليت منع دی. د طالبانو د عدليې وزير عبدالحکيم شرعي ويلي، چې ګوندي فعاليت «شرعي بنسټ» نهلري او «د ملي ګټو پر ضد» دی، له همدې امله هېڅ سياسي ګوند ته په هېواد کې د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.
د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د شرناک ښار په انداچ کلي کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۲۴ افغان کډوال چې په ناقانونه توګه هلته مېشت وو، نیولي دي. پولیسو همداراز درې تنه د دغو کډوالو د قاچاق او لېږد په تور نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
تورن کسان له اداري او قضايي پړاوونو تر تېرېدو وروسته زندان ته لېږدول شوي دي او د ترکيې پوليسو ويلي، چې د نورو شپږو شکمنو کسانو د نيولو لپاره لا هم عمليات روان دي.
افغان کډوال هم د اداري بهير تر بشپړېدو وروسته د بېرته ستنېدو مرکزونو ته لېږدول شوي، څو افغانستان ته واستول شي.
یاده دې وي، چې افغانان په ترکيه کې د نيول شويو کډوالو په نوملړ کې لومړی ځای لري. د دې هېواد پوليسو په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۸ زره افغان کډوال نيولي دي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت مخکې ويلي وو، چې د ناقانونه کډوالو د پېژندنې، نيولو او اېستلو عمليات به د هېواد په کچه دوام ولري.