په بادغیس ولایت کې د سېلابونو له امله بند پاتې ۹۳ موټر را اېستل شوي دي

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مسوولانو د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې ۹۳ مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر چې د سختو سېلابونو له امله په اوبو کې بند پاتې وو، را اېستلي دي.

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مسوولانو د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې ۹۳ مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر چې د سختو سېلابونو له امله په اوبو کې بند پاتې وو، را اېستلي دي.
طالبانو ویلي، د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو له امله هغه لسګونه موټر او مسافر چې له جدي ګواښ سره مخ شوي وو، د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې بېرته را وایېستل شول.د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مسوولینو ویلي، چې د دوی تخنیکي ټیمونو په سیمه کې ۹۳ بېلابېل ډوله مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر چې په سېلابونو کې ایسار وو، ژغورلي او خوندي ځایونو ته یې لېږدولي دي.دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ډېری لويې او کوچنۍ لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي. طالب چارواکي وايي، د بندو لارو د پرانیستلو او له زیانمنو سره د مرستې په موخه یې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وایي، د افغانستان د ختیځ او لوېدیځ ولسونه د دوی اردو ده او په «جهاد» کې یې د دوی په څنګ کې لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي. نوري پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر مهال د ولسونو د ملاتړ ستاینه وکړه.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت جمعې ورځ، د وري پر ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري ننګرهار ته سفر کړی او د یاد ولایت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو سره د طالبانو له نظام څخه د دفاع لپاره غونډه کې یې ګډون کړی دی.
په دې وروستیو اونیو کې ډیری راپورونه خپاره شوي، چې طالبانو عام خلک اړ کړې چې د دغې ډلې په ملاتړ اعلان کړي.
د طالبانو چارواکو په وروستیو اونیو کې په وار وار ادعا کړې چې یاده ډله له پاکستان سره د جګړې پرمهال د عامو خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن وه.
په ورته مهال د بحران نړۍوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې طالبانو هڅه کړې چې له پاکستان سره د جګړې څخه په استفاده په کور دننه د ځان په ګټه عامه ملاتړ خپل کړي.
په همدې حال کې ځینې څارونکي په دې باور دي، چې د افغانستان په عصري تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان سره د تاوتریخوالي په اړه د خلکو په نظرونو کې یوالی راڅرګند شوی دی.
خو د طالبانو مخالف سیاسي حرکتونه بیا په دې باور دي، چې طالبانو د بهرنیو وسله والو په ملاتړ سره د افغانستان په خاوره کې د نفوذ او د هیواد د ملي حاکمیت د سرغړونې لپاره لاره هواره کړې ده.
د ننګرهار او زابل ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جاسوسۍ په پلمه د هغو کسانو د نیولو او راټولولو بهیر پیل کړی چې رواني ستونزې لري. طالبان ادعا کوي چې په ظاهره رواني ناروغ د دوی پر ضد د جاسوسی په تور نیول شوی دی.
د ننګرهار ځینو اوسېدونکو نن جمعې په ورځ، د وري پر ۱۴مه ویلي، چې طالبانو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم رواني ناروغ د جاسوسۍ په تور نیولي او له ځان سره وړی دی.
د طالبانو یو شمېر پلویانو هم په ټولنیزو رسنیو کې داسې یو کمپاین په لاره اچولی، چې یو شمېر رواني ناروغان د ځینو هېوادونو له خوا افغانستان ته جاسوسۍ لپاره لېږل شوې دي او باید د دغه ډول کسانو مخه نیول شي.
د طالبانو له لوري په داسې حال کې د رواني ناروغانو راټولو بهیر پیل شوی دی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې شخړه روانه ده.
طالبانو له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په امر یې د رواني ناروغانو د راټولو بهیر پیل کړی دی.
همدارنګه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ( ۱۴۰۴ کال د مرغومی پر۲مه) ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې شاوخوا ۵زره او ۷۸۱ افغانان چې له رواني ناروغیو سره مخ وو تر راټولولو وروسته د درملنې لپاره د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې دغه ګام یې د عامې روغتیا د ساتنې، د رواني ناروغانو د وضعیت د ښهوالي او د ټولنې د احتمالي ګواښونو د کمولو په موخه اخیستی دی.
سرچینې وايي، چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې د جمعې په ورځ د چین په اورمچي ښار کې د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري. د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو جزییات لا نهدي خپاره شوي. د چین بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دواړه خواوو ترمنځ به خپلې هڅې او منځګړیتوب ته دوام ورکړي.
چین هڅه کوي، چې جګړه راکمه کړي، سوداګریزې او د ډیورنډر کرښې لارې پرانیزي او د دواړه خواوو ترمنځ اوربند رامنځته کړي. په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي، چې طالبان او پاکستان باید خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي.
په ورته وخت کې طالبانو د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې پاکستان د افغانستان پر درېیو ختیځو ولایتونو توغندیز بریدونه کړي. ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د سولې په پروسه کې پرمختګ روښانه، د تایید وړ او په لیکلې بڼه تضمینونو ته اړتیا لري او شفاهي ژمنې په هیڅ ډول بسنه نهکوي.
اسلاماباد په دوحې، استانبول او ریاض کې د خبرو اترو په تېرو درېیو پړاوونو کې هم په لیکلې بڼه د تضمینونو غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو په لیکلې بڼه له ژمنو ورکولو انکار کړی و. د طالبانو لهخوا دغه انکار د تېرو خبرو اترو د ناکامۍ یو لامل بلل شوی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته په اشارې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي دغه ډله د خپلو ژمنو په ماتولو تورنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې «افغان طالبان نه هوکړهلیک ته ژمن دي او نه هم د هغې روح ته».
شنوونکي ټینګار کوي، پاکستان د چین تر فشار لاندې د خبرو اترو په دغه پړاو کې چې په ارومچي کې ترسره شو ګډون وکړ. د پاکستان پخواني استازي اصف دراني هم ویلي، چې اسلاماباد د چین په «غوښتنه» په خبرو اترو کې ګډون کړی دی.
بل خوا بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ، دوی به د اورمچي په خبرو اترو کې «په متوازن او اصولي دریځ سره» برخه واخلي او اراده لري چې له بل لوري سره د ښه ګاونډیتوب پیاوړتیا، سوداګریزو اړیکو پراختیا او په اغېزمنه توګه د امنیتي مسلو اداره کولو په اړه پراخې خبرې اترې وکړي.
د شنونکو په وینا؛ چین په سیمه کې د خپلو پراخو اقتصادي ګټو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ثبات ساتلو په لټه کې دی.
د پاکستان تر ولکې لاندې د جمو او کشمیر سترې محکمې د یوې پرېکړې له مخې ویلي، که څه هم افغان کډوال خپل هېواد ته د بېرته ستنولو له پالیسیو سره سم له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي؛ خو له قانوني پروسې پرته یې نیول او اېستل منعه دي.
یادې محکمې حکومت ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژر دې د دغه قضیو د تنظیمولو لپاره قانوني تګلاره جوړه کړي. قاضي سید شاهد بهار په یوه پرېکړه کې د هغو درېیو افغان کډوالو د قضیو ملاتړ کړی، چې له دغه هېواده د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
عریضه کوونکو ویلي، چې دوی له لسیزو راهیسې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د اوسېدو قانوني اسناد لري؛ خو بیا هم پولیسو له کوم قانوني دلیل پرته نیولي او اوس د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په دې اړه په خپل راپور کې د حکومت له قوله ویلي، چې افغان کډوال د احتیاطي اقدام په توګه د یوې پراخې بېرته ستنېدنې پالیسۍ له مخې نیول کېږي. د پاکستان حکومت دا هم منلې، چې پر یادو کسانو کوم ځانګړي جنايي تورونه نهدي لګول شوي.
د محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې د اېستلو دغه لړۍ باید د ویزو او اسنادو له لغوه کېدو وروسته ترسره شي او دغه بهیر باید له قانون سره سم وي. محکمې زیاته کړې: «پرته له رسمي قانوني پروسې خپلسرې نیول یا غیر رسمي اېستل ناقانونه کړنه ده».
د محکمې په پرېکړه کې ټینګار شوی، چې کورنۍ اړیکې لکه د افغانانو او ځايي خلکو ترمنځ ودونه باید د اساسي قانون له مخې خوندي شي؛ ځکه دا د کورني ژوند د ساتنې برخه ده. محکمې حکومت ته په وړاندیز کې ویلي: «دغه ډول قضیې باید په ډېرې څېرنې او انساني چلند سره وڅېړل شي، نه دا چې په ټولیز ډول دې ټول کډوال بېرته واستول شي».
په جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا په یوه اعلامیه کې پر نړۍوالو مرستندویه ادارو، د بشري حقونو پر بنسټونو او د کډوالو چارو پر سازمانونو نیوکه کړې، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان د ظلم په اړه چوپ دي. یادې شورا ویلي، په پاکستان کې افغان کډوال له سپکاوي او ناوړه چلند سره مخ دي.
یادې شورا د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې زرګونه افغان کډوال په پاکستان کې له جبري اېستلو، سپکاوي، ناوړه چلند، ظلم او د بشري حقونو له ښکاره سرغړونو سره مخ دي. دوی په دې اړه د نړۍوالو ادارو چوپتیا حیرانوونکې او د اندېښنې وړ بللې ده.
نوموړې شورا ویلي: «نن موږ له نړۍ په لوړ غږ پوښتنه کوو، ملګري ملتونه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري، د کډوالو نړۍوال سازمان، یونېسف، د بښنې نړۍوال سازمان، د بشري حقونو څار اداره او ورته نور بسټونه چېرې دي؟ ایا د دوی دنده یوازې د خبرپاڼې خپرول دي؟ ایا د افغانانو کړاو د عملي اقدام ارزښت نهلري؟»
دغه شورا ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال د امنیت له نشتوالي او د انتخابونو له اساسي حقونو بېبرخې دي. دوی لیکلي: «کورنۍ ټوټې ټوټې شوې دي، ماشومان په وېره او نهیلۍ کې ژوند کوي او خلک یوازې د کډوالۍ جرم له امله له غیرانساني چلند سره مخ دي».
یادې شورا د نړۍ او اړوندو ادارو چوپتیا د ظلم سره د ملګرتیا په معنا یاده کړې او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان د ظلم په اړه غږ پورته کړي او د افغان کډوالو ملاتړ وکړي. دوی لیکلي: «دا یو جدي او نړۍوال غږ دی، چی نړۍوال بنسټونه، ازادې رسنۍ، د بشري حقونو مدافعین او د نړۍ ټول ويښ وجدانونه چوپتیا ماته کړي او د دغه ظلم پر وړاندې ودرېږي».