په افغانستان کې د اوبو ناسم مدیریت موسمي بارانونه په ویجاړوونکو سېلابونو بدلوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د اوبو د ناسم مدیریت له امله موسمي بارانونه په ویجاړوونکو سېلابونو بدلېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د اوبو د ناسم مدیریت له امله موسمي بارانونه په ویجاړوونکو سېلابونو بدلېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کړنې ادارې مسول ډیک ټرېنچارډ ویلي، چې د یادې ادارې تخینکي ټیمونو په بغلان ولایت کې د سېلاب ځپلو اړتیاوې ارزوي تر څو له هغو ټولنو سره مرسته وکړي، چې کورونه، کروندې او څاروي یې له منځه تللي دي.
نوموړي زیاته کړې:«یوازې دوه ورځې وړاندې په دغه دره کې سېېلابونه راله او د دې سیمې ټولې کروندې یې ویجاړي کړې. د مختار او زمري کروندې چې پیاز او نور توکي یې پکې کرلې وو له منځه ولاړې.»
نوموړي ویلي، چې که څه هم موسمي بارانونه د کرنې لپاره حیاتي دي، خو د اوبو د مدریت د سیستمونو د نشتوالي له امله دغه بارانونه په سېلابونو بدلېږي او د خلکو پر عایداتو او معیشت بدې اغېزې اچوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ورستیو څو ورځو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو په پایله کې له سل څخه ډېر کسان مړه، لسګونه نور ټپیان، سلګونه کورو او زرګونه جریبه کرنیزي ځمکې ویجاړي شوې دي.

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملانورالدین ترابي وايي، چې په افغانستان کې ۷ مېلیونه خلک اوسمهال د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي. هغه له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو لپاره مرسته وکړي.
دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو پرمهال ماین اېښودل د طالبانو د وژونکو جګړهییزو لارو څخه یوه وه. طالبانو د سېشنبې په ورځ د ماینونو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت یو پروګرام ترسره کړ. په دغه مراسمو کې د ملګرو ملتونو یوشمېر چارواکو هم ګډون کړی و.
نورالدین ترابي په دغه پروګرام کې وویل: «په تېرو ۴۵ کلونو کې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک په ځانګړې توګه ماشومان د ځمکنیو ماینونو له امله اغېزمن شوي دي». هغه ماینونه او ناچاوده توکي «د انسانیت پټ دښمنان» وبلل.
نورالدین ترابي همدارنګه زیاته کړه، چې ادارې باید په دې برخه کې په شفاف او چټک ډول کار وکړي. هغه وويل: «ډېرو سازمانونو د سياسي ملحوظاتو له امله په افغانستان کې د ماين پاکولو فعاليتونه درولي دي».
يوناما مخکې ويلي و، چې هره مياشت په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ کسان د ځمکنيو ماينونو په چاودنو کې وژل کېږي. د یوناما د ماین پاکۍ څانګې مشر نېک پانډ په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو له امله رامنځته شویو تلفاتو ته اشاره وکړه او په هېواد کې یې د ماین پاکۍ د عملیاتو د دوام لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
خو د طالبانو د ادارې د همغږۍ، انسجام او ماینپاکۍ برخې مشر نورالدین رستمخېل ویلي، چې د ماینپاکۍ پروګرام د ۱۵۵ ټیمونو په وسیله د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې روان دی.
د سره صلیب د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو په چاودنو کې لږترلږه ۹۲ کسان وژل شوي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي. ماین اېښودل د تېرو ۲۰ کلونو په اوږدو کې د طالبانو له جګړهییزو تاکتیکونو څخه یو و او هغه ماینونه چې د شوروي د حضور او د طالبانو او پخواني حکومت ترمنځ د جګړو له وخته پاتې دي، تر اوسه یې د ډېرو خلکو ژوند اخیستی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۴ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. یاد دفتر ویلي، چې سلګونه کسان یې له سېلابونو او نورو ګواښونو ژغورلي دي.
د طالبانو یاد رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه هم په کامې ولسوالۍ کې ۱۵۰ کسان چې په کورنو کې د سېلابونو له امله له ګواښ سره مخ وو ژغورلي او خوندي ځای ته یې لېږدولي دي.
وړمه ورځ د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي و، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روانې میاشتې له شپږمې تر ۱۵مې نېټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په پایله کې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.
سېلابونو په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او د اوسېدو کورونه ویجاړ کړي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) خبرداری ورکړی،چې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وضعیت بحراني شوی او له سختو ستونزو سره مخ دی. دغه سازمان زیاته کړې، چې د نړیوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونو دا بحران لا غښتلی کړی.
دغه سازمان د روغتیا نړیوالې ورځې سره هممهاله په یوه راپور کې ویلي، د روغتیايي سکتور کارکوونکي له سختو شرایطو سره مخ دي او د سرچینو کمښت د دې سیستم پر اوږو دروند فشار اچولی دی.
د راپور له مخې، د نړیوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زدهکړو او کار لګېدلي محدودیتونه د روغتیايي سیستم ستونزې لا زیاتې کړې دي. سازمان ویلي: «دا سکتور د نړیوالو مرستو له کمېدو او د ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو له امله تر سخت فشار لاندې دی.»
همداراز، په راپور کې راغلي چې ښځې او نجونې د تګ راتګ، کار او طبي زدهکړو په برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي، چې دا چاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کول نور هم ستونزمن کوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې که دې وضعیت ته جدي پاملرنه ونه شي، د افغانستان روغتیايي سیستم به له لا زیاتو ننګونو سره مخ شي او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره به ګواښونه زیات شي.
ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشهيي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.
د ازبکستان د امنیتي خدمتونو ادارې په وینا، دا قاچاق شوې محموله د سرخاندریا په ولایت کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال د امو سیند څخه کشف او ضبط شوې ده.
راپور زیاتوي، چې په دې قضیه کې درې کسان هم نیول شوي، چې هڅه یې کوله د موټر د تیوبونو په کارولو سره نشهيي توکي له افغانستان څخه ازبکستان ته ولېږدوي. د چارواکو په وینا، د دغو کسانو څخه شاوخوا ۲.۷کیلوګرام تریاک او له ۸کیلوګرامو څخه زیات چرس ترلاسه شوي دي. ویل کېږي چې له دغه کسان سره ژمنه شوې وه چې د هر کیلوګرام د لېږد په بدل کې به ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي.
د ازبکستان امنیتي خدماتو ادارېویلي چې په دې قضیو کې د جنايي دوسیو د پرانیستلو سره، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تحقیقات روان دي.
په تېرو دوه اوونیو کې، ازبکستان د افغانستان څخه د قاچاق شویو موادو لسګونه کیلوګرامه ضبط کړي دي، چې د هېواد پر سرحدي امنیت او د نشهيي توکو پر ضد مبارزې ټینګښت ښيي.
د عوامي نشنل ګوند مشر، اېمل ولي خان، ويلي چې خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د ترهګرۍ پېښې په تکراري ډول ترسره کېږي. هغه زیاته کړي، چې د دغه پېښو پړه بېځایه پر افغانستان ورتپل کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې تېره شپه په سوات کې د دغه ګوند د يو مشر، ايوب خان اشاړي په کور وسله وال بريد وشو.
اېمل ولي خان ويلي، د ایالت دننه د ترهګرو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې چوپتیا د اندېښنې وړ ده او له هرې پېښې وروسته یې پړه پر افغانستان اچول بې ځایه ده. هغه د پوښتنې په ډول ویلي چې ولې مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومت او امنیتي ادارې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام نه کوي.
نوموړي زیاته کړې، ولس غواړي پوه شي چې د «ښه» او «بد» وسله والو ترمنځ د توپیر ساتل د امنیت لپاره ستونزمنه پایله لري. هغه په اشارې سره ویلي، په سیمه کې د منځګړیتوب او سولې ادعاوې کوونکي باید لومړی په خپل کور کې اور مړ کړي.
هغه ټینګار کړی چې تر څو دولت د داخلي امنیت لپاره واضح او پرېکنده پالیسۍ ونه لري، د خېبرپښتونخوا امنیت به د دوامداره پرمختګ وړ نه وي.
په خېبرپښتونخوا کې د اوږدې مودې راهیسې ناامني دوام لري، او مرکزي او ایالتي حکومتونه د امنیت ټینګ ساتلو او د ترهګرو پرضد عملیاتو ادعاوې کوي، خو د عوامي نشنل ګوند مشر په وینا، عمل باید د ادعاوو سره سم وي.